د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د جګړې مست خدايان

اتل احمدزی 23.02.2013 13:15

څو ورځې وروسته له دې
چې د جګړې خدايانو
په ښار کې اور ولګاو
او هم د ښار کوڅې يې
په وينو سرې رنګ کړلې
په يو لټون پسې بيا
هغه اشنا کوڅو ته
د يو نا اشنا اجنبي
... په څېر زه بيا ورغلم
که څه اورونه مړه ول
خو په ميراتو مېنو
کی لا دوګي پورته ختل
هم د هوا توپاني شويو څپو
د وينو بوی لېږداوه
او د ليرې ليرې نه يې
سړي خواره او وينې څښونکي دېوان
د ښار په لوري راکښل
****

زما د مينې ښار بدل بدل ؤ
لکه وبا وهلی
يا چیرته زړې صحيفې ...
کې ذکر شوی
د مرګ په خوب باندې ويده يو ښار وي
بس هديره هديره
***
د کنډوالو له ماتو شويو درڅو
څه زبوم وهلو ارواګانو
لاندې انګړ کې د ديوانو په لور
په وېرې وېرې کتل
چې د دوی پاتې جسدونه يې په خوند خوند خوړل
د ښار چاپېره لوړوو څوکو څخه
د جګړې مستو خدايآنو ننداره کوله
لا به په خپله خدايئ شول مغرور
چې به يې وران کنډواله ښار وليده
ما مې د مينې ښار په سترګو ليده
چې دې کوچني خدايانو
د خدای په نوم باندې لمو کې سوی
د سهارو نه ماښامونو پورې
***
د يوې ورانې کنډوالې انګړ کې
د پريشانه ارواګانو ډلې
کاږه سرونه بر لاسونه يې وړل
او ترې چاپېره يې سماع کوله
منځ کې رومي ډېر زبوم وهلی ناست ؤ
لاس يې تر زنې لاندې
نور يې هيڅ نه ويل
يوازې دايې ويل
چې مې انسان ارزو ده
خو په دې ښار کې انسان پاتې نه ؤ
خو بيا هم ....
په خپل لټون پسې زه
وهرې خواته سر وم
تر څو زه بيا ومومم
د ښار کوڅو کې ژوندون
د ماشومتوب مينه مې
خو ما هيڅ ونه موندل
خو ...
د هغه اشنا کوڅې په بر کنډو کې
ليلی بر ساپرته وه
د سر پړونی يې په پښو کې پروت ؤ
رادا می هم ولیده
چې په تندي باندې يې
د کرشنا د سوځيدلي جسد
له مړو ايرو نه سندور بر ايښی ؤ
او هم د پښو پازيب يې
د ګيرو کوچني خدای
د تورې پوښ باندې زوړند وليد
***
فرعون له قهر او له وېرې څخه
ؤ په ګونډو پرېوتی
او د خپل خدای نه مغفرت يې غوښته
هغه امت نه چې دی مستو د جګړې خدايانو
ؤ په دې ښار راوستی
او په دېر لوړ اواز يې
يو ځل يې بيا وځانته ژوند غوښته
تر څو دا ټول د جګړې مست خدايان
له خپله تېغه تېر کړي
ځکه چې ...
دوی د ستر خداي په شان کې
ستره ګوناه وه کړې
د خدای په نوم يې انسانان وژلي
خو فرعون هيڅکله څوک
د سترڅښتن په نوم وژلي نه وو
که يې وژلي هم وو
د خپلې خدایئ په نوم يې
عزرائيل هم راښکته شوی لاندې
د ناقراره ارواګانو تر منځ
ګوته په خوله حيران حيران ګرځېده
نه ما د دوی د مرګ پيغام راوړی
نو بيا د دوی نه ژوندون چا اخيستی
خو دی له دې نه ناخبره پاتې
که دی د مرګ پېغمبر
خو دلته دی ښار کې د خدای لښکرې
د خدای په نوم باندې يې واک اخيستی
او يې سرونه د انسان غوڅوي
***
وروسته له دې چې کنډواله يې ښار کړ
بيا دا خدايان د جګړې
د لوړو څوکو څخه
د ښار په لور رامات شول
د کنډواله جوماتو
د ماتو شويو منارو نه يې اواز پورته کړ
او يې راوبلل د ښار وګړي
چې د دوی خدای ته په سجده ټول پرېوزي
بيا نو ټول ښار په سجده لاندې پرېوت
خو هيچا دا پوښتنه ونه کړله
چې دا لا څنګه خدای دی ؟
چې يو يې نوم باندې مرګونه کوي
او بل يې نوم باندې خپل ژوند بايللی
خو ورته دواړه په سجده پرېوزي