د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د منډوی سیاسی انالوګی

اتل احمدزی 08.06.2013 07:53

منډوی چی د یوی خوا یی یوه تنګه سوړه شهزاده سرایی او پل خښتی جومات ته، بله یی پامیر سینما ته، او دوه دری کوچنی کږی وږی لاری یی سر چوک ته وتلی دی د هیواد په کچه د توکیو د راکړی ورکړی یوه ستره او نامی کوڅه ده. په دی کوڅه کی د ورځی ملیونون روپی او مال ښکته پورته کیږی. خو چی څومره دا کوڅه بډایه ده له هغه نه په وارونو بدرنګه ، ګډه وډه، فقیره، تنګه، او د مرداریو نه ډکه ده. د ورځی په دی کوڅه کی ګڼکړپان، جیب وهونکی، ډوپه ماران، مړز او قماربازان، سوداګر، او هم سرګردانه پیرودونکی ګډوډ د ټیلو تمبو په یو سیل کی یو پر بل سره نښتی وی. او هو د سرچوک قرقلیان چی معمولا شنی فیروزی غمی یی په ګوتو او یو چارخطه دستمال یی هم په اوږو وی په دی کوڅه کی د ګاک په لټه کله ناکله لیدل کیږی. که له یوی خوا ددی کوڅی ذکر شوی جغرافیه د هیواد د سیاسی جغرافی یعنی اقتصاد او مارکیت (سرای شهزاده) ، مذهب او سیاست (پول خشتی جومات)، او فرهنګ او فقر(پامیر سینما او سر چوک) سره پوره څنګ لګوی نو له بلی خوا ددی کوڅی اکثره ځانکړتیاوی د ټولنی او ولسی اخلاقو یو نمونی انځور ته انعکاس ورکوی. بی نظمی او روایتی کاروبار، ټیلی ټمبی او موقع ، سرمایه او غربت، ګدای او غلا، چل (فریب) او عبادت (لمونځ)، ریا (ګیره ، خولی) او دروغ، چڼی او قسمونه، او داسی نور. خو ددی کوڅی کاروباری ځانګړتیاوی، د راکړی ورکړی دودونه، روایات او اخلاق په حیرانونکی ډول سره د هیواد د رایج سیاسی کلچر یو هو به هو تصویر وړاندی کوی.
په دی بازار کی معمولا دری څلور کاونډی هټیوال غرمنی یوځای کوی. یا په پس خانه کی ښوروا سره پخوی او یا هم د یو هوټل یا سماوار نه ډوډی راغواړی او په یوه غټه البی کاسه کی سره پری راټولیږی. خو د پیرودنی په وخت کی پیرودونکی ته د خپل کاونډی هټیوال د توکیو بد وایی او کله کله خو د هټیوال شخصیت هم ورته د دوه پیسو کوی، تر څو خپل مال په ښه بیه وپیرودی. او هو! دا هټیوال خپلو کی تړون هم سره لری. هغه داسی چی که د کوم یو مال خلاص شوی وی نو په خلاص لاس یی د هغه ګاونډی نه خپل ګاک ته تر لاسه کوی په چا پسی یی چی په ډکه خوله سپکی سپوری کړی وی.
همدا حال د اوسنیو سیاسیونو ده. دوی په خپلو کی سم سره جوړ دی. دوی په قرغو، سالنګونو، دوبی کی تل د یو بل میلمانه وی. یو ځای سره ناستی پاستی لری، سره خاندی، ټوکی ټکالی کوی، او هو دوی مشترک دلالان هم لری چی ددوی تر منځ مشترک الامنافع اموال (؟؟؟) ښکته پورته کوی. خو د ولس په وړاندی دوی بیا یو بل پسی په درز کی سپکی سپوری وایی. پو بل ښکنځی، او یو بل خلکو، هیواد، او خپل هوبت ته په غداری، تبعیض، او نورو ته په غلامی تورن کوی.
دا ولی؟ حکمت څه ده؟ دا ستره روانی لوبه ده. که دا لس دولس کاله دی سیاسی هټیوالو د خپلو اړوندو توکمیزو ادرسونو نه یو بل نه وای سره سپک کړی او یو بل پسی یی بدرنګئ او ښکنځلی نه وای کړی نن به دوی هر یو په خپلو سیاسی کړیو او صحنه کی د خپلو کاروبارونو او کړنو پیرودونکی نه درلودل. که د سیاسی صحنو دی ډمو یو بل ته ددی امتیاز او حق نه وای ورکړی چی په میډیا کی یو بل پسی په ډکه خوله، او په لویدلی ژبه سپکی سپوری ووایی نن به د پښتون، تاجک، هزاره، او هم د ازبک پای لوچان، ټوپک مار، لنډهور، وژونکی، غل، او جنایت کاران ددی توکمو اتلان نه وای. دا د منډی د راکړی ورکړی سیاست ده. دلته یواځی ځان ته ګاک پیداکول اصل ده، او هغه چا ته چی نه ځانګړی علمی او سیاسی پوهه لری او نه هم څه بل کمال او توره بی د وژنی، چور، او غلا نه ، نو د سیاسی شهرت د لاس ته راوړلو اسانه لاره داده تر چو دغو ته شخصیت ورکړل شی، او هغه هم د مخالف توکم د یو بی شرمه او ښکنځلمار لخوا. دی ښکنځلو که له یوی خوا نه سړی د زړونو شهزاده ګان کړل، نو له بلی خوا یی ښکنځل ماران هم د وګړو د مشری جوګه وګرځول. په دی بازار کی هر چا چی سیاسی هټی خلاصه کړی نو د خپل مال د خرڅلاو لپاره. څوک پکی کورت خوڅوی، څوک پکی ماهیان نیسی، او څوک په ګودامونو لاس ننباسی او ګوړی راوباسی. او هو! دا کرت، ګوړی، او ماهیان ددی خاوری پیداوار نه دی بلکی لکه د مڼدی چی حتی پاپړ او ککوړی یی هم د بهر نه راځی دا توکی د بهرنیو سوړو واردات دی. څوک ددی سوړو په برکت د بی حده سرمایی چښتنان شول او چا هم پکی ټیلویژونی کانالونه پرانیستل، او چا هم راډیو ګانی، اخبارونه او یا هم د جومات ممبرونه او لوډسپیکرونه. په دی بازار کی چی د چا هم ګاک کم سی او یا یی شهرت بی رنګه سی نو ګاونډی یی د خپلی هټی له لوډسپیکر نه ورپس سپکی سپوری او ښکنځل را پیل کړی او په شیبو کی یی بیرته هټی د وګړو نه ور ډکه کړی. خو عجیبه داده چی ددی خیرنو سیاسیونو په دی منډی کی کاروبار ښه په درز سره روان دی. هر یو خپل توکی پکی په خروارونو خرڅوی. د دی بی شرمه بازار دا بی حیا هټیوال د یو بل سیاسی رقیبان نه بلکی د یو بل چمچی دی. دلته د پردو شاته پسخانو کی ملک د ملک ستیز یار ده، زریاب د زرداد د زرو ګاک ده، زرغون د سپین په رنګ لړلی، ملا د منصور مداح ده، ورور د رفیق انډیوال ده، ملګری دوست ام شوی، د حکمت لونډ د لیونی سره لاروی شوی، د دلیل یون د نافهمی کور کی میلمه دی، او زمری د ملنګی په کاسه شخوند ویی. ددی مڼډی هټیوال د راکړی ورکړی په دی ټیله تمبه ښه پوهاند شوی. دوی د ټولنی په روان ، نبظ او مزاج ښه پوه دی. دوی په دی پوه دی چی څنګه وګړو باندی خپلی شومی مؤخی خرڅی کړی او دا ټیله تمبه پکی لا خوځنده او روانه وساتی. دوی په دی پوه دی چی د پسونو لپاره لیوان پکار دی. او تر څو چی د ټولنی روان د پسونو وی نو تقدیر به یی د همدی دلیوانو په لاس لیکل کیږی. او همدا لیوان به د ددی پسونو د خوبونو شهزاده ګان او د نجات ملکی وی.