د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زموږ د چم جومات ته

اتل احمدزی 19.02.2013 20:50

زموږ د چم جومات ته
دا دوه درې کاله کیږي
یوه ماشومه راځي
د خدای د کور د دروازې په خوا کې
وي ببر سرې ناسته
په لاس معیوبه په پښه هم شله ده
لاسونه یې تل وي چاودي
او هم یې پښې وي یبلې
یو کوږ را کوږ زخم یې
له چپې سترګې نه
تر زنې پورې
په چاودیدلي مخ بدرنګ پروت دی
په لومړۍ ورځو کې به
له دې ماشومې سره
دوه ماشومان یوه انجلۍ بل هلک
درې واړه خوا په خوا نیږدې یو بل ته
ددې جومات ددروازې تر څنګه
د لمونځ کونکو د څپلیو تر منځ غلي ناست ول
خو اوس موده وشوله
چی دا ماشومه انجلۍ
دستر جومات د دروازې په خوا کې
بس وي یواځې ناسته
«««««««««««««««««««««««
خو نن د دې جومات امام مبارک
دغه ماشومه انجلۍ پرېنښوده
چې دالله دکور په سپینه طلايي مخه کې
دسوال څادرهوار کړي
او ورته ویې ویل !
چی ته اوس ستره شولې
د بلوغیت نښانې
ستا په نري بدن ظاهره شولې
نوره به دې طرف ته نه راګرځې
ځکه دا ځای سپیڅلی
هم له شیطان نه خالي
خو ستا وجود دلته کې
د سړي ذهن کې شیطان زیږوي
د لمونځ کونکو سترګې
چې په تا ولګیږي
شیطان به زړه کې ورته
څه وسوسه واچوي
او که راځې دې خوا ته
بیا نو بدن دې په بورکه کې پټ کړه
ماشومه پاڅیدله
په ځان پسې پښه کش کوی
او د جومات له دروازې نه ها خوا
په لویه لاره باندې کیناستله
لاس یې اوږد وغځاوه
د لارویانو په لور
««««««««««««««««««««««««««
نن یې حتما پوښتمه
خو ځان سره به یو څه واخلمه زه
هغه لاس ګاډي نه مې
چې په یو څه واټن کې
د سرې تبۍ خوا ته ماشوم پرې ولاړ
د جوارو دوه وګي را واخستل ترې
زه د ماشومې خواته بیرته راغلم
بچیه دا واخله چې وږی به وې
د جوارو وږي یې کڅوړې ته کړل
نه ! دا به زه کور ته وړمه
مور مې ناروغه ډیره
شونډې یې تورې وي تل
او سا لنډی هم لري
په خیټه یې بل ماشوم دی
پلار مې په کور کې وي تل
چی له بهر نه راشي
بس بیا په خوب ویده وي
پلار مې هم روغ نه دی ناروغه ښکاري
««««««««««««««««««««««««««
څه مودې مخکې پورې
تا سره خوا کې به ناست
هغه دوه نور ماشومان چیرته ولاړل؟
یوه مې خور بل مې ورور...
بیا د ماشومې اواز ډډ شانتې شو
....څه باندې یو کال مخکې
مونږه له کور نه راتلو
زموږ د لارې پر سر
یو ځان وژونکي هلته درز ووهل
ورور مې په خوا کې زما
په تندي ولګیده
زه هم په مخ او په لاس ولګیدم
خدای مهربانه وه زه مړه نه شومه
ورور مې روغتون کې مړ شو
ته خو په پښه هم شله!؟
زه ماشومتوب نه ګوډه
ومه ګذڼ وهلې
او هغه ماشومه خور دې؟
اوس ګدايي کړي که په کور کې اوسي ؟
زه ترې خبره نه یم
په دغه تیر ژمي کې
چې واور ې ووریدې
مونږه دلوږې اویخنۍ له لاسه
خپله خیمه کې وو بې حاله پراته
زه په ځان نه پوهیدم
خودومره پوهه شوم چې
تیاره ماښام مې پلار له ځانه سره
یو بل سړی زمونږه کورته راوست
او زما خور یې ورته لاس کې ورکړه
مور مې نارې وهلې
پلار مې ویل چې دا د خدای خوښه ده
موږ ته روزي را کوي
او دا ماشومه وسیله یې کړله
په دې څلور زره به ژمی تیر کړو
بل کال ته خدای مالک دی
دا لا د ....
نیمه خبره مې په خوله پاتې شوه
چې.....
ملا په درز دلوډسپیکر له خولې نه
د نننۍ جمعې خطبه شروع کړه
زموږ د چم وګړي
رنګارنګ ښکلې مصلې په اوږه
او د خدای دکور په لوري
په ګړند یو پلونو
سره را ټول شول واړه
د لوې لارې پر سر
له دې ماشومې نه په څنګ تېرېدل
او ورسره سم....
د شلو ګوډو د ړندو او ماتو
د لوڅو خوارو ماشومانو لیکې
له هرې خوانه د جومات په لور راماتې شولې
څوک په ګونډو ښوېدل
د چا لکړې په لاس
څوک سپیلني دوګوي
د جومات مخې ته را ټول شول سره
د خدای د رزق ګدايي
د خدای د نیکو نازولو بندګانو کوي
تر څو د خدای دورکړل شوي ‎ژوندون
شکر اداکړي او په دې حالت کې
یوه ورځ نورهم دوی ژوندي پاتې شي
ځکه چی دا ژوند خو یې
دستر څښتن نعمت دی