د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانۍ زمونږ ملي پولي واحد دی

تاج محمد تمکین 27.08.2013 21:30

هر هیواد ځانته ملي ارزښتونه لري او دغو ارزښتونو ته کتو سره یو څوک د ددغه هیواد دخلکو د ملي احساس د  غښتلتوب اندازه په اسانئ سره لګولی شي  ، د یو هیواد ملي پولي واحد د نوموړي هیواد په اقتصادي پیاوړتیا کې یو ځانګړی ارزښت لري .څومره چې د خلکو اعتبار په خپل ملي پولي واحد زیات وي په هماغه اندازه باندې یې د ملي تولیداتو د ارزښت کچه د زیاتیدو په حال کې وي . پیسې چې د هیواد ملي پولي واحدونه وي او د پیسو سیاستونه چې د ملي اقتصاد عمده او ستره برخه ده په اقتصادي پرمختګ کې پیاوړی رول لوبوي.
زمونږه د هیواد ملي پولی واحد افغانئ دي او افغانئ زمونږه د ملي هویت څرګندونه کوي ، هر  افغان مکلف دی چې د خپلو راکړو ورکړو په ټولومعاملو کې د خپل افتخار افغاني بانکنوټونو نه استفاده وکړي چې دا کار د دې لامل کیږي چې د هیواد ملي پولي واحد په مناسبه اندازه په ارزش کې پاتي کیږي او ملي  اقتصاد ورسره ورځ په ورځ د پرمختګ په مسیر کې مخکې ځي.
زمونږه افغاني بانکنوټونه نه یواځې د کمیت له لحاظه بلکه د کیفیت له لحاظه هم د سیمې د هیوادونو په پرتله یو خاص ارزښت لري او د اقتصادي پلوه یې پشتیبانه هم خورا قوي او غښتلې ده خو ډیری شمیر هیوادوال شته چې د افغاني بانکنوټونو سره د خاصې پاملرنې نه کار نه اخلې چې له امله یې بانکنوټونه د خپل عادي وخت په پرتله زر فرسوده کیږي فلهذا د اففاني بانکنوټونو د استعمال په مهال باید خاصله پاملرنه وشي ځکه چې په چاي یې کافي لګښت راځي.
زمونږه د افغاني بانکنوټونو ارزش د اکثره هیوادونو د پولي واحدونو دارزش په نسبت قوی دی او کله چې د پیسو د ارزش باره کې خبرې کوو نو هدف ترېنه په داخل د هیواد کې د پیسو د خرید قوت دی او د خرید قوت د قیمتونو دعمومي سطحې سره ځانګړی تړاو لري  پدې مانا چې کله چې د پیسو د خرید قوت کم شي نو ورسره د پیسو ارزش کمیږي او کله چې د خرید قوت زیاتیږي نو د پیسو ارزښت ورسره هم زیاتیږي خو د پیسو ارزش د عمومي قیمتونو سره بیا برعکس اړیکه لري یانې کله چې قیمتونه لوړ شي نو د پیسو ارزش ټیټیږي او که قیمتونه ټیټ شي د پیسو ارزش قوي وساتل شي نو د پیسې ارزش ورسره تر ډیره حده قوي ساتل کیږي، په تیرو شاوخوا لسو کلونو که نظر واچوو نو زمونږه دافغانئ داخلي او بهرنی ارزش دواړه تر ډیره حده قوي ساتل شوی دی او دا زمونږه د پولی سیاست مثبته زیږنده ده کنه د نړئ په دې انفلاسیوني بهیر کې د خپل پولي واحد ارزش تر ډیره حده قوي ساتل خورا مشکل کار دی .
د افغانیو د قوي ارزش برکت دی چې هیواد کې د قیمتونو سطحه او یا هم د انفلاسیون کچه تر ډیره بریده کنترول ده . په نني عصر کې د انفلاسیون د درجې ټیټ ساتل ډیر مشکل دی خو زمونږه د ملي پولي واحد ارزش د قیمتونو د سطحې سره هم اهنګ روان دی .
افغاني بانکنوټونه د ټول ملت بانکنوټونه دي او په ملت یې حق جوړیږي چې خپل ملي پولي واحد ته په خاص ارزش باندې قایل شي ، همدا افغانان دي چې د هیواد په ثبات ، د خپل ملي پولي واحد په ثبات کې باید رغنده رول ولوبوي او د خپلو افغانیو ارزش ته په اهمیت باندې قایل شي.