د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طبعي زیرمې څه ارزښت لري

تاج محمد تمکین 11.05.2013 13:03

لوی څښتن چې هر څه پیدا کړي دي د انسان د ګټې لپاره یې پیدا کړي دي او انسان یې پدې مکلف کړی چې د ټولو هغه شیانو څخه چې الله جلاله پیدا کړي دي د ټولنې د رفاه لپاره وکاروي . که څه هم انسان د پخوا راهیسې تر ننه پورې پدې تکل کې دی چې د خپلو اړتیاو د رفع کولو په موخه او د ټولنې لپاره د اسانتیاو د رامنځته کولو په موخه ټول وسایل په مثبته توګه پکار واچوي خو لا هم د نړئ په ټولو برخو کې دغه کار شونی شوی ندی ، اوس هم د افغانستان په شان هیواد کې ډیری زیرمې بیکاره پرتې دي او ترینه کار ندی اخستل شوی .الله جلاله په خپل قدرت سره د انسان لپاره طبعي زیرمې پیدا کړي دي او
اللهج خپل بنده گان د ځمکې پرمخ شتوذخايرو ته ځير کړي او له هغو څخه يې دخپل خير او با عزته ژوند لپاره استفادي کولوته هڅوي چې مونږ دخداي ج  دراکړي پو هي اوشعورپه کومک د ا خام موادپروسيس کوو  اويوه  صنعتي پروسه ورباندي پرمخ بيا يو اوبياپه اجناسو بدليږي چې انسانانو ضرورتونه پري رفعه کيږي .
    انسانان دډيروپخوازمانو څخه دخپل چاپيريال ثروت ته زيرشوي اوان داچې لومړنيومها جرتونو ددغو منا بعو او ثروت داستفادي لپاره صورت نيولي يعني انساني ټولني هميشه هغو ځايو نو کي ميشتي اوابادې شوي چې کافي اندازه منا بع يې لرلي اويا هم کله چې ددغو منا بعو دقلت سره مخا مخ شوي نو دثروت مندو سيمو خواته په دسته جمعي تو ګه کوچيدلي اونو ري زيرمي يې ترکارلاندي نيولي .کله چې انسان لومړي دانساني ټولني دژورو بدلونونو سره مخامخ شوو اودلومړي زراعت اومالداري بڼي بدلون وموند اونوريي دهغه وخت دجامعو ضرورت نه شورفعه کولي نو انسان کرني ته نورهم زورورکړ اودځينو لومړنيوساده طريقوپه واسطه يې دکرنې محصولات لوړکړل ددي لپاره دوي مجبورشول چې اوبوته بندونه جوړکړي .نوي ځمکې کرنې ته برابري کړي اوداسي نورهغه مواد وکاروي چې پخوايې نوکارولي چې همداد بشريت لومړنې پاملرنه وه دغه منا بع لکه دهډوکو .دډبرو اولر ګيوساده اسباب وو چې اوس هم دنړي په موزيمونوکې موجوددي .بياانسان کارکولوته انکشاف ورکړچې داددوي دوهمه پاملرنه وه .    همدارنګه ددي څخه وروسته انسانان ورو،ورودکانونو اهميت ته زيرشول چې داهم داسي قيمتي ثروت دي چې دهغوي اهميت په معا صرپه وخت کې دصنعت په پيشرفت سره ډيرزيات شوي چې کانونه اودهغي استخراج په اوسني وخت کې دهيوادونو په اقتصادي وده کې ټاکونکي ونډه لري چې دامنبع دځمکې لاندي يازيرزمين په نوم هم ياديږي دغه زيرموهميشه دوګړو دژوندپه سوکالي اوهوساينه کې اغيزه لرلې .
    څومره چې انسانانو دغومنابعو سره شناخت اوپيژندنه ترلاسه کړي اوڅومر يې دهغوي په رابرسيره کولو اواستخراج کې موافقت ترلاسه کړي اوترکومي اندازي چې ښه کارولي په همغه اندازه يې پرمختيا کړې،په ځان ويساشوي ،مترقي اومتمدن اودښه اقتصاد لرونکي دې .نن ورځ اقتصاد ي علومو پلانونو اوپاليسيوجوړولو کې دکانونو راويستلو ته ځانګړي پاملرنه کيږي اولکه دصنعت ، سوداګر اونوروپه شان اوان تردي چې له هغوي څخه هم زيات ارزښت ورکول کيږي .
    دبخار دماشين رامنځته کيدوڅخه وروسته بشردپرمختيا يوه نوي پړاوته ورسيده چې دبخاردماشين په رامنځته کيدوانرژي اودسون  موادوته ضرورت له پخواڅخه څوڅوځله زيات شوي .په شلمه پيړي  کې دساينس اوټيکنا لو جي په کومک بشرنورهم دغو سرچينوته زير اوپام يې ورته زيات شو اوانکشاف يې ورکړ او اوسمهال تاسو د نړئ په زیاتره صنعتي او پرمختللو هیوادونو کې لیدلای شي چې هغوی د ژوند لپاره تر ټولو ښې او بهترینې وسیلې رامنځته کړي دي او په ارام سره ژوند تیروي .
زمونږه ګران هیواد افغانستان هم د دې نړیوال کلي یوه برخه ده او د الله فضل سره ډیری طبعي زیرمې لري خو ګټه ترې نده اخستل شوې ، زمونږه په ګران کندهار او هلمند په مربوطاتو کې په خصوص د بي بي ګوهر او سیم غر په سیمو کې  د یورانیم ، سره زرو او سپین زرو ، سرپو او جستو  ښې پریمانه ذخیرې شته چې لا تراوسه بیکاره پرتې دي ، افغانستان په همدې ډول دکریمه ډبرو او لاجوردو ذخیرې په مختلفو ساحو کې لري چې ګټه ترې نده اخستل شوې ، د نړئ مشهور سیاه مارکوپولو په خپلو څو کتابونو کې دافغانستان دلاجوردو صفت کړی دی او همدارنګه  دآفغآنستآن لاجورد ددنيآ دډيروښو لا جوردو څخه شميرل کيږي چې یو  مهم کآن يي سرسګ په سيمه کي دکوکچي دسيند په ختیځ آو دحضرت سعيد جنوبي ډډي ته په ٣٥ کليومتري کي آو دبهر له سطحي څخه د٢٣٠٠تر ٧٥٠٠ مترو پور ي لوړ پروت دي ددي سيمي لاجورد دکوچنيو زراتو په ډول دمرمرو دطبقو په منځ کي دمنظمو ليزونو لوي او کوچني بلورونه ډير لږ او په مشکله پيداکيږ ي او بايد وويل شي چي منظم او غوره ليزونه په اساني سره نشي لاسته راتللي په افغانستان کي دلاجوردو استحصال ١١٧٠٠ کيلو ګرامه تخمين شو ي خو هغه تحقيقات چي دافغانستان دلاجوردو دزخيرو په برخه  کي شوي ددي سيمي دلاجوردو زخيري يي د ٢٠٠ ټنو په اندازه تخمين کړي چي ددي لاجوردو په استخراج سره به يو له يوي خوا دافغانستان اقتصاد پياوړي شي او دبلي خوا دلاجوردو په صادراتوسره هيواد ته يو زياته اندازه خارجي اسعار هم راتلي شي چي داهم دهيواد په اقتصادي پياوړتيا کي رغنده رول لوبوي .
د هیواد په مختلفو سیمو کې مونږ ډیر زیات ځنګلونه لرو چې له بده مرغه نن سبا ورځ په ورځ کمیږي او په ځای ددې چې دغو ځنګلونو ته مونږه مثبته پاملرنه وکړو بلکه دهغوی د کمیدو په موخه کارونه کیږي ، که چیرته د افغانستان د طبعي زیرمو څخه په سمه توګه ګټه واخستل شي نو هغه ورځ لرې نده چې افغانستان به په بشپړه توګه یو خودکفیله او اقتصادي پلوه په ځان ویسا هیواد وي ، د یو پرمختللي او اباد افغانستان په هیله .