د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په بانکي سیستم کې د کریدت کارډ اهمیت

تاج محمد تمکین 06.12.2012 21:24

دعصري بانکي سیستم د برکت له امله په نړئ کې ډیری شمیر اسانتیاوې رامنځته شویدي چې له مخې یې اوس خلک په ډیر زیات خوندیتوب او ډاډمنتوب  سره د پیسو معاملې کولای شي چې په پخوا وختونو کې دغه کار شونی نه وو او ډیری شمیر ستونزې یې درلودې ، کریدیټ کارډ د عصري بانکي سیستم د اسانتیا رامنخټه کوونکو وسیلو څخه یوه بیلګه ده ، په دې لیکنه کې په دې غږیږو چې کریدت کارډ څه ته وايي او په بانکي سیستم کې څه اهمیت لري.
کريډټ کارډ: د عصري بانکي سیستم له برکته اوس سوداګریز بانکونه کولای شي چې خپلو مشتریانو ته کریدت کارډونه ورکړي ، د کريډټ کارډ د موجوديت په صورت کي کارډ لرونکي د مختليفو شيانو د خريداري لپاره نیغ په نیغه  پيسي نه ورکوي بلکي کله چي کارډ لرونکي خريداري کوي نو د بل پيسي د يو خاص ماشين پواسطه ثبت کيږي او دغه پیسې بیا اجناس پلورونکي ادارې ته دبانک له لوري ورکول کیږي.
کریدیت کاردونه چې سوداګریز بانکونه یې د خپلو مشتریانو له پاره جاري کوي د لاندو ځانګړتیاوو او اوصافو درلودونکی دي.
سوداګریز بانکونه چې کوم کریدیټ کارډ جاري کوي هغه دهیواد دننه او بهر دواړو ځایو کې استعمالیدای شي.
د کریدیت کارډ د ترلاسه کولو لپاره سوداګریزبانک ته عریضه کیږي چې پکې د کارډ لرونکي ټول ریکارډ لیکل کیږي.
په کريډټ کارډ باندي د کارډ لرونکي يو خاص سايز کي رنګين عکس لګيدلي وي، ځيني بانکونه په کارډ باندي د کارډ لرونکي عکس نه لګوي
. دکريډټ کارډ لپاره د بانک مشتري کيدل ضرورندي ليکن بعضي بانکونه کريډټ کارډداسي اشخاصوته جاري کوي چي په بانک کي جاري حساب ،دګټي اوتاوان حساب يادپس انداز حساب ولري.
کریدیت کارډ څخه یواځې هغه څوک ګټه اخستلای شي چې د چا لپاره سوداګریزبانک جاري کړای وي .
ځینې بانکونه د لا ښه خوندیتوب په موخه په کارډ باندې د شخص د لاسلیک نمونه هم اخلي او همدارنګه کله چي کارډ ورک شي يا غلا شي نو ډير زر هغه بانک ته چي دغه کارډ يي جاري کړي وي باید خبر ورکړل شي. کله چي کارډ استعماليږي نو د څومره پيسو چي خريداري کیږي هغه د يو خاص ماشين پواسطه ثبت کيږي. کارډ لرونکي ته پکار دي چي د خپل کاروبار يا وظيفي د تبديلي اطلاع بانک ته ورکړي.
کریدت کارډ لرونکی باید بانک ته په منظمه توګه فیس ورکړي چې دغه فیس په مختلفو نومونو ورکوي لکه د رکنيت فيس چي صرف يو ځل د رکنيت اخستلو په وخت کي بانک ته ورکول کيږي همدارنګه  ساﻻنه فيس چي هر (١٢) مياشتي وروسته بانک ته ورکول کيږي او ځینې وخت  د ورک شوي،ضايع شوي يا غلا شوي کارډ په بدل کي د نوي کارډ د اجرا کولو فيس بانک ته د کریدت کارډ لرونکي کس لخوا ورکول کیږي.


بانک کارډ لرونکي ته هره میاشت د هغه دحساب پرچه او مالومات لیږي او که کریدټ کارډ لرونکي لا زیات مالومول د خپلو معاملو اړوند غواړي نو بانک ته مراجعه کوي او همدارنګه که چيرته کارډ لرونکي د مياشتي تر (15) تاريخ پوري خپله ذمه واجب الادا پيسي بانک ته ادانکړي نو بانک ته دا اختيار حاصل دي چي هغه د خپلو خدمتونو د معاوضي په توګه (٪٢) فيصده هره مياشت ترلاسه کړي او همدارنګه د بانک لخوا کریدټ کارډ لرونکي ته هیڅ وخت د رکنیت او سالانه فیس بیرته نه ورکول کیږي ، کله چې کارډ لرونکی دهغې استعمال بندول غ واړي نو بانک ته تحریري خبر ورکوي او کارډ ورته بیرته تحویلوي.
د کارډ په ذريعه چي کومي پيسي ويستل شوي وي د هغي واپس کول ناممکن وي او کارډ لرونکي بانک ته دا اختيار ورکوي چي بانک د نوموړي شخص د معاملاتو تفصيل بل بانک،مالي اداري يا د دولت کوم اختيار لرونکي افسر ته ورکړي .

دکریدیت کارډ ګټې
لکه څنګه چې کریدیټ کارډ ډیرې اسانتیاوې رامنځته کړی دي او په همدې  اساس زیاتې ګټې لري لکه کریدیټ کارډ لرونکی شخص د نقدو پیسو د لرلو د جنجال څخه خلاص وي چې د نقدو پیسو ساتل زیاتې ستونزې هم ایجادوای شي او همدارنګه دې ته اړتیا نه لري چې د پیسو دغلا او یا هم ورکیدو څخه وویریږي او ددې ترڅنګ د پیسو دشمار څخه هم خلاص وي .کریدت کارډ لرونکی شخص د پیسو په تادیه کې هم کومه ستونزه نه لري ځکه چې پیسې د بانک لخوا پلورونکي ادارې ته و رکول کیږي. د کريډټ کارډ د موجوديت په صورت کي خرڅونکي اداري ته د پيسو تاديه کول د بانک په وسيله کيږي چي دا د پيسو د اداکولو يو ښکاره ثبوت دي او د راکړې ورکړې ریکارډ تر ډیره وخته پورې موجود وي .