د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

انفلاسیون دیو هیواد اقتصاد څنګه اغیزمنوي!

تاج محمد تمکین 09.05.2013 00:19

انفلاسیون او دیفلاسیون هغه دوه پدیدې دي چې د دواړو شتون د یو هیواد د اقتصادي روغتیا لپاره ښه نه بریښي بلکه هر یو یې له ځان سره په ډیرو وختونو کې  ناوړه اغیزې لرې .که د خپل هیواد تاریخ ته فکر وکړو نو مونږه هم  د دې دوه پدیدو څخه یې د یو یانې انفلاسیون ښکار شوي یو او په تیرو نزدې څو لسیزو کې یو وخت داسې هم راغی چې په لس زره چنده سلنه د انفلاسیون ښکار شو او د پیسو ارزښت مو په تقریبي ډول د صفر سره ضرب شوی وو ، تیرې د وهمې اخري  لسیزې ته که فکر  وکړو نو انفلاسیون زمونږه د هیواد اقتصاد داسې وواهه چې د خپلو افغانیو ارزښت مو بې انتها او بې حسابه له لاسه ورکړ خو اوس الحمدالله زمونږه پولي واحد یو ځانګړی ارزښت لري او یو منل شوی پولي واحد دی ، دا خبره چې څنګه انفلاسیون د یو هیواد  اقتصاد له پښو نه غورځوي نن څیړو .
د انفلاسیون تر ټولو ژورې اغیزې د یو هیواد په تولید باندې وي خو ځینې وختونه کچیرته یو هیواد کې کامل ظرفیت د عواملو استعمال شوی نه وي نو انفلاسیون د تولید د ډیروالي سبب هم ګرزي او دا ځکه چې انفلاسیون په دغسې هیوادونو کې د زیات قیمت لرونکو اشیاو د تولید د ډیرښت لامل کیږي ، سود ي نرخ ورسره کمیږي او د پانګې اچونې لپاره تقاضا رامنځته کوي ، عمومي عواید او لګښتونه لوړیږي او یو اقتصادي تعادل په یوه لوړه نقطه کې منځ ته راخي  خو د داسې حالاتو په تداوم سره یو وخت رغنیزه برخه کې ستونزې رامنځته کیږي او ځینې تولیدي عوامل کمیږي او بیې یې هم لوړې ځي او د انفلاسیون اندازه لوړیږي چې بیرته په دې حالت کې مزد او سودي نرخ لوړیږي او کاروبار لرونکي او مصرف کونکي خلک د بې ډاډه توب لور ته ځي چې ورسره ورسره اقتصادي رکود اړخ ته د انفلاسیون له امله اقتصاد حرکت کوي او که چیرته دپیسو مقدار داسې وخت کې زیات شي نو انفلاسیون ډیر زیاتیږي او عموما تولید کم او د استخدام سطحه راټیټوي .دا حالت اقتصاد ته شدیده ضربه ورکوي.
کله چې انفلاسیوني لړئ دوام ومومي نو استخدامي سطحه نوره متاثره کوي .په هغو هیوادونو کې چې خبره تقریبي ډول باندې بشپړ استخدام ته رسیدونکي وي نو د پیسو د مقدار لوړوالی پکې بیې د استخدام په پرتله زیاتې لوړوي چې ورسره پانګه اچونه کمښت پیدا کوي ، احتکار ډیریږي او املاک (جایدادونه ) ارزښت بې ثباته کیږي ، چې نتیجه یې د استخدام دکچې بیرته ټیټوالی رامنځته کوي.داسې ذهنیتونه هم شته چې وايي چط انفلاسیون بډایه نور هم بډایه کوي او د احتکاري کړنو له امله یې ثروت زیاتیږي او دا خبره ځکه تر یو بریده سمه ده چې شتمن خلک اکثره غواړي چې په پیسو باندې جایدادونه خریداري کړي ځکه چې جاید د پیسو په نسبت تقریبا قوي ارزښ لري چې له دې سره د اجناسو او املاکو قیمتونه لوړیږي او انفلاسیون نور هم زیاتیږي او ډیر خلک داسې شرایطو کې د پیسو د ساتلو په ځای د املاکو اخستلو ته ترجیح ورکوي چې دا هم د انفلاسیون د ناوړه اغیزو یو بل باب پرانیزي.
د انفلاسیون څه نا څه اغیزې په  اقتصاد کې د عاید په ویش باندې هم وي ، په دې مانا اکثره په یو هیواد کې د راتلونکي وخت د پیسو ارزښت د اوسني وخت په نسبت کم وي او دا د قرض ورکونکي په تاوان او د قرض اخستونکي په ګټه تمامیږي ځکه چې قرض اخستونکي یو موده پس د کم ارزښت سره د پیسو یاد مقدار بیرته قرض ورکونکي ته ورکوي ، چون دا عموما د ټولنې عام خلک وي نو په همدې اساس د انفلاسیون په موجودیت کې د ټولنې  عام خلک زیانمن کیږي ،سپما زیانمنه کیږي ځکه چې ارزښت یې کمیږي ، همدارنګه هغه خلک چې ثابت عواید ولري لکه متقاعدین هم متضرر کیږي او په عمومي توګه د پیریدلو قدرت زیانمن کیږي . او په داسې حالت کې که څوک نقدې پیسې له ځآن سره ساتي نو هغه تر ټولو زیات متضرر کیږي ځکه چې د پیسو د ارزش کموالی په بنسټ د هغوی د جایداد او ملکیتونو ارزښت هم څه نا څه راټیټیږي ، په دې حالت کې  انفلاسیون په ټولیزه توګه د ملي اقتصاد ټولې برخې متضرره کوي او څومره چې  د انفلاسیون سلنه لوړیږي په هماغه اندازه ټول کلیدي سکتورونه زیان ګوري او خلک د بې ډاډه توب طرف ته حرکت کوي .
داسې حالتونه هم شته چې کچیرته ورو ورو په بیو کې اضافه والی راشي نو تولیدونکي کاروبار ته نور هم هڅول کیږي او ګټه یې زیاتیږي او دا ګټه بیرته په کار اچوي او عواید یې لوړیږي . خو کچیرته په یو هیواد کې د قیمتونو په کچه کې مسلسل او بې کنتروله اضافه والی راشي نو دا حالت تولیدي وسایل  غیر تولیدي برخو ته سوق کوي او عمومي تقاضا کمیږي او اقتصاد عموما منفي لور ته حرکت کوي .
په ټولیزه توګه ویلی شو چې انفلاسیون په اقتصادي پرمختګ عموما منفی اثر غورځوي او دخرید قوت کموي او دا ځکه چې انفلاسیوني حالت کې سپما ته خلک هڅول کیږي او پانګه اچونه باندې منفي اغیزه غورځوي او پرمختیا تسلسل سره لاس ته نه شي راتلای خو پرمختیا لپاره ضروري ده چې ټولې طبعي منابع ، تکنالوژی او کاري ځواک څخه سمه ګټه واخستل شي او په سم لور ورته حرکت ورکړل شي تر څو ټاکل شوي موخې ترلاسه شي .
افغانستان کې هم پیسو کې انفلاسیوني اثرات شته خو د الله فضل سره تردې دمه کنترول کې دی او مرکزي بانک تل په وخت کوټلي ګامونه اخستي تر څو انفلاسیون داسې حالت ته لاړ نه شي چې زمونږه ملي اقتصاد ته ضربه ورکړي ، د سمو تګلارو تسلسل به لا ددې باعث شي چې په هیواد کې دانفلاسیون کچه تر نورمالې اندازې وساتل شي او هیواد اقتصادي پرمختګ په لور چټک حرکت وکړي .