د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بانکونه په ملي اقتصاد کې څه اهمیت لري ؟

تاج محمد تمکین 13.01.2013 00:08

که نننئ نړئ ته ځیر شو وبه ګورو چې د پولي معاملو په برخه کې څومره سهولتونه او اسانتیاوې راغلي دي او دا ټول د بانکدارئ له برکته دي ، د بانکدارئ له برکته نه یواځې دا چې انسان خپلې پیسې خوندي ګڼي بلکه په تسلئ او اسانئ سره کولای شې چې ټولې پولې معاملې سرته ورسوي او په کار او روزګار کې یې کوم خنډ هم واقع نه شي . بانکونه په ننئ نړئ کې دومره ارزښت لري چې د ملي اقتصاد په پیاوړي کیدو کې یې له ارزښت او اهمیت څخه څوک سترګې نه شي پټولای ، که دنړئ پرمختللو هیوادونو ته وګورو د هیواد اقتصاد ي پرمختګ کې یې تر ډیره بانکي سیستم رول لوبولی دی. بانک داسې يواداره ده چې دپيسوکاراومعامله کوي . داداره دعاموخلکوپس اندازشوي (زيرمه شوي) سرمايه دامانت په ډول راجمع کوي اوبياداراټوله شوي سرمايه دضرورت وړخلکوته دتوليدې
اوغيرې توليدي کارونولپاره په قرض ورکوي تر څو ملي اقتصاد تاند او محکم وساتل شي او له همدې امله په دې غږیږو چې بانکونه په ملي اقتصاد کې څه اهمیت لري.
بانکونه د پانګې په تهیه کولو کې عمده رول لوبوي :
ټولو ته جوته ده چې پروګرامونو ، پروژو او اقتصادي فعالیتو کې يانګه څومره ارزښ لري بلکه داسې ویلای شو چې د هر اقتصادي پروګرام د پرمخ وړلو لپاره د پانګې رول داسې دی لکه دانسان په بدن کې چې دوینې ارزښت اړین دی ، د پانګې پرته اقتصادي فعالیت هیڅ مانا نلري . بانکونه د خلکو مختلفه اندازه بیکاره پانګه راټولوي او په کار یې اچوي تر څو دغه پانګه د کاروبار په پایله کې نه یواځې زیاته شي بلکه د بیکاره کیدو څخه هم خوندي پاتي کیږي ، په ملي اقتصاد کې هغه کاروبارونه چې پانګې ته اړتیا لري د بانکو له لارې کولای شي چې پورونه ترلاسه کړي او خپل کاروبارونه غښتلي کړي همدارنګه د بانکې پانګئ له برکته په ملي اقتصاد کې د تولید هغه عوامل او وسایل چې بیکاره وي او پانګې ته اړتیا ولري کولای شي چې په سمه توګه پوره او په وخت استعمال شي. ددې تر څنګ کله چې په یو ملي اقتصاد کې داقتصادي پرمختیا لپاره هڅې پیل کیږي او د ملي اقتصاد د روانولو لپاره تولیدي عوامل په  کار اچول پیل شي نو له هرې خوا نه دپانګې لپاره تقاضا زیاتیږي ، په همدې بنسټ داسې یو سازمان په دغه وخت کې باید رامنځته شي چې دا تفکیک کړای شي چې کوم کارونه لمړی او کوم کارونه بعدی تر سره کړي او ورسره ورسره د پانګې کموالي ته هم ځواب ووایي .د مالي تګلارې مطابق دې وخت کې ځینې کارونو ته کم او ځینو ته زیات پورونه ورکول کیږي او ددې کار د ښه اغیزمنتوب په خاطر بانک تر ټولو غوره اداره ده چې په دغه وخت کې کارونو د پیل پخاطر کم او زیات پورونه په مناسبه توګه ورکولای شي.
بانکونه نه یواځې دا چې په پرمختګ کې رغنده رول لوبوی شي بلکه کولی شي چې په پرمختګ کې سیمه ایز اڼدولتوب هم رامنځته کړي په دې مانا چې لکه څنګه په ټولو ځایونو او سکتورونو کې یو شان اقتصادي فعالیتونه په یووخت کې شروع کیدای نه شي نو ځکه
بانک کولای شي چې په مختلفو ځایونو کې دخلکو د سپما د راټولو لو  او خوندي ساتلو په موخه خپلې څانګې پرانیزي چې په دې کار سره به عام خلک په اسانئ سره ووکولای شي چې خپل پس انداز په ښه توګه د بیکاره کیدو او غرقیدو څخه وساتي .

بانکونه د پورتنیو ارزښت لرونکو ځانګړتیاو تر څنګ اعتباري پانګه هم رامنځته کولای شي. د یوې سیمې دپرمختګ لپاره اړینه ده چې هلته اعتباري پانګه په زیاته پیمانه تولید شي ځکه چې بغیر له دې نه بانکونه نه شي کولای چې ټولو برخو ته په یو وخت پانګه برابره کړي .
 د ملي اقتصادي وضعیت په ټینګښت کې بانکونه تر ټولو ستر رول لوبوي او بانکونه د اعتباري پانګې د استعمال په بنسټ کولای شي چې د یو هیواد اقتصادي وضعیت د ستونزمن بحران څخه په اسانئ سره وباسي یعنې د  اړتیا په صورت کې په لویه پیمانه اعتباري پانګه تولیدوي او چیرته بانکونه وګوري چې هیواد د انفلاسیون له کبله ځوریږي نو دغه وخت کې بیا خپله اعتباري پانګه کموي تر څو دهیواد اقتصادي وضعیت د انفلاسیوني اثراتو څخه خلاص او اقتصاد بیرته په خپلو پښو ودریږي . دوخت او اقتصادي حالاتو مطابق بانکونه خپلې تګلاري جوړوي او د ضرورت په اساس ورته تغیر هم ورکوی . بانکونه مختلفې معاملې سرته رسوي چې له یوې خوا عامو خلکو ته اسانتیاوې رامنځته او له بلې خوا بانک ته هم یوه اندازه ګټه پاتې کیږي. اقتصادي ټینګښت تر ډیره پورې بانکي تګلارو پورې هم اړه لري. سوداګریز بانکونه د صادراتو د تشویق او لازیاتیدو په موخه اسانتیاوې رامنځته کوي او دا کار د تادیاتو په بیلانس هم مثبت اغیزه اچوي . صنعتي سکتور ته د پورونو ورکولو له کبله د ملي اقتصاد ډیری بې روزګاره کسانو ته د کارزمینه برابروي.