د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرنیز انقلاب رول په اقتصادي پرمختګ کې

تاج محمد تمکین 09.07.2013 00:25

په ټولیزه توګه که د یو هیواد اقتصاد ته غور وکړو نو څرګندیږي چې د هیواد اقتصادي سیستم په صنعت او زراعت تکیه لري چې د زراعتي سکتور نه خام مواد د صنعت لپاره عموما چمتو کیږي او بیا د تولید لپاره ترې ګټه اخستل کیږي ، د دې لپاره چې د صنعت سکتور په سمه توګه پرمختګ وکړي نو زراعتي اصلاحات ډیر ضروري دي په دې مانا چې د زراعت د سکتور تولیدات باید تر زیاته حده ډیر کړای شي تر څو د صنعتي سکتور ټولو غوښتنو ته په صحیح توګه ځواب ووايي.د کرنیزو تولیداتو د لا ډیرښت په خاطر چې کله د کرهنې په سیستم کې اصلاحات راشي یانې ښه تخمونه ، ښې کیمیاوي سرې ، تراکتورونه او نورو اړونده ماشینونو نه اعظمي ګټه واخستل شي نو دغه عامل ته د کرنیز زرغون یا شین انقلاب(اوښتون) نوم ورکولی شو.
 افغانستان هم اوسمهال د زرغون انقلاب لپاره ډیره اړتیا لري او د دې ترڅنګ د هغو شاړو ځمکو د کرلو اړتیا ورسره هم موازي محسوسیږي کومې چې بیکاره پرتې دي . د شین انقلاب تجربو د نړئ په ډیرو هیوادونو کې لکه هندوستان ، جنوبي امریکا او تایلینډ کې ښودلې ده چې د یاد انقلاب په پایله کې د هغوی د ځمکو حاصلات څوچنده زیات شوي دي . د کرنیز زرغون انقلاب د راتګ له امله د هیواد اقتصاد عموما پرمختګ کوي او ورسره څنګ کې یې اثرات په ټولنه کې له ورایه مثبت ښکاري . زرغون انقلاب داسې یوه پروسه ده چې له امله یې د مزدورانو دکار په مولدیت او ځواک کې ډیرښت راځي .
د زرغون انقلاب د رامنځته کیدو اړینتوب په دې کې دی چې سر له پخوا نه د نړئ نفوس ورځ په ورځ زیاتیږي او په مقابل کې یې ځمکه په ثابت حالت کې  ده او همدارنګه د نفوسو د زیاتوالي سره سره اجناسو او توکو ته اړتیا زیاته محسوسیږي نو د دې لپاره چې د نفوسو ټولې برخې ته خوراکي مواد چمتو شي او د خلکو عواید لوړ شي په کرنیز سکتور کې تخنیکي بدلون ته اړتیا محسوسه شوه . او د همدې بدلون پایله کې زرغون انقلاب د نړئ اکثره هیوادونو کې څرګند شو. همدارنګه په غريبوهيوادوکي دصنعتي پرمختګ لپاره پروګرامونه جوړيږي او غریب هیوادونه تل په دې هڅه کې وي چې زیات بهرني اسعار لاسته راوړي تر څو په د پرمختګ څخه برخمن شي خو له بده مرغه د دغو هیوادونو ځمکې ډیرې وروسته پاتې طریقې سره کرل کیدې چې له امله یې حاصلات هم ډیر کم وو نو ځکه د زرغون انقلاب د طریقې له امله ډیری هیوادونو اوس خپل زراعتي محصولات زیات کړي دي.
په اکثره هیوادونو کې پخواپه يوکال کي يواځي يوفصل لاسته راتلومګرد تخنيکي پرمختګ په وجه په يوکال کي اوس  دوه فصلونه ترلاسه کيږي. پدي توګه ديوطرف نه په داخلي توليد کي زياتوالي راځي اودبل طرف نه دخلکوپه عايداتوکي زياتوالي رامنځته کيږې. د کرنیز زرغون انقلاب په ترڅ کې د اوبو رسونې سیستم جوړیږي ، د نهرونو نظام غښتلي شکل سره رامنځته کیږي او ددې کارونو په رامنځته تګ سره نه یواځې ټولنیز جوړښتونه بدلون مومي بلکه اقتصادي پرمختګ په چټک ډول رامنځته کیږي.
د کرهنیز انقلاب د رامنځته تګ په حالت کې دولت د قرضونو د برابرولو پروګرامونه شروع کوي او دا کار ددې باعث کیږي چې په هیواد کې اقتصادي سرګرمیانې او فعالیتونه زیاتیږي اود ټولو هیواد والو عواید لوړیږي او د ژوند سطحه کې یې زیاتوالی راځي.
په افغانستان کې چې تقریباَ کرنیز سکتور کې ښه کار روان دی او ورځ تر بلې کرهنیز سیستمونو کې مثبت بدلون راځي خو لا اوس هم ډیره فاصله پاتې ده چې هیواد د خوراکې  او زراعتي توکو له نګاه نه خودکفا شي ، مونږه د الله فضل سره په ټول هیواد کې ښې ځمکې لرو چې د زرغون انقلاب د تګلارې په عملي کولو سره کولای شو چې نه یواځې د زراعتي محصولاتو له نګاه نه د نورو هیوادو د محتاجئ نه خلاص شو بلکه کولای شو چې هغه اضافي محصولات صادر هم کړو .