د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دا زمونږ زیبا وطن

تاج محمد تمکین 06.09.2012 22:36

دا زمونږ زیبا وطن دی ، دا وطن د هر افغان وطن دی ، دا وطن زمونږه ځآن دی زمونږه ایمان دی .په دې وطن مونږه سر ورکوو ، په دې وطن مونږه خپل در قربانوو خو دا وطن چاته نه پریږدو.دا هغه ټول شعارونه دي چې زمونږه وطنوالو، زمونږه مشرانو او مونږه  له پخوانه ددې وطن لپاره کارولي دي .
خو ایا ددې شعار لپاره مونږه کله هم کار کړی دی ، ایا ددې شعار پت مونږه ساتلی دی ، ددې وطن عظمت مونږه ساتلی دی ، ددې وطن د عظمت لپاره مونږ کار کړی دی . عجیبه ده په خوله چیغې وهو چې دا زمونږ زیبا وطن او په زړه کې و رته وایو چې دا دی د هرچا وطن ، په دې وطن کې پردي خلک باید تل مداخله وکړي ، ددې وطن د بربادئ په موخه باید هر پردی پلان تطبیق شي ځکه چې په دا زمونږ زیبا وطن شعار کې ډالر نشته ، خو د بل د پلان په تطبیق کې ، بل ته په کار کولو کې او د وطن په ړنګولو او خرابولو کې ډالري خمار دی ، دوطن په خرابولو کې د پردیو شاباش او مفتې ویزې دي ، د وطن د پاره د خیر چیغه څوک نه وهي خو د شر د څیړنې او تطبیقولو لپاره هر سړی تیار دی او همدا یې بیا کار دی چې د بل شومو موخو لپاره څه وکړي .
دا زمونږ لیلا وطن دا چیغه وهو خو خپل وطن لیلا نه ګڼو ځکه چې دا وطن په نوم زمونږ لپاره دلیلا وطن دی ، ځکه چې زمونږ وطن کې سهولتونه نشته، د ژوند خوندونه نشته او نه یې څوک رامنځته کولو لپاره هلې ځلې کوي ، که څوک د سهولتونو د رامنځته کولو او وطن ته دکار کولو لپاره اراده ولري نو هغه لپاره بیا دا وطن سور اور کیږي او د غم دلاسه یې ټول کلی په شور کیږي .
مونږه تل چیغې وهو چې  :
د اوبو په ځای د زړه وینې به ورکړم
که حاجت یې قرباني زما د تن شي
مو ټی خاوره د وطن به پرې ورنکړم
که په سر د ځمکې هر وطن ختن شي
ددې وطن لپاره رښتیا هم مونږه داوبو بندوبست کړی دی او ددې وطن ځمکې مو پرې خړوبې کړي دي او تاریخ هم ددې ګواه دی ، خو دا اوبه د وینې په شکل اوبه دي . په دې وطن کې نه ژوندی خوندی دی او نه ګړندی ، نه مو مړي خوندي پاتې شویدي او نه ستړي ، نه مو جنازه خوندي ساتلې ده او نه مو خپل سر ، نه مو بازار خوندي دی او نه دخدای در.ددې وطن خلک په اسلام مین دي خو په اسلام نه پوهیږي چې اسلام د سولې دین دی ، ددې وطن خلک د اسلام په نامه خپل ځآن قربانوي خو د همدې اسلام په نامه خپل مسلمان افغان ورور وژني .په دې وطن کې په واده کې هم مونږ خلک ژړولي دي او په جنازه کې هم ، په دواړو کې مونږه د وینو نهرونه بهولي دي او ددې وطن ځمکې مو پرې خړوبې کړي دي .ددې وطن که قربانئ ته حاجت شوی دی نو مونږه قرباني ورکړیده خو دخپل ځآن نه د بل مسلمان افغان وینه مو پرې قربان کړیده .مونږه د خپل ځآن لپاره په دې زیبا وطن کې هر څه ښه خوښوو خو دخپل تربور ، دخپل ګاونډی لپاره همدا ښه بیا تراخه خوښوو.
کور د سولې کور دتورې چیغې د خپل وطن لپاره وهو خو یوه ورځ مو د وطن هیوادوال په ارامه خوب ته نه دي پریښي ، هر ماښام زمونږه دوطنوالو د اوښکو سره وي ، هر سحر زمونږه د هیوادوالو د پریشانئ او تشویش سره وي ، له یوې خوا مو ګاوڼدیان نه پریږدي چې په ارامه ژوند وکړو ، له بلې خوا مو داخلي انډیوالان نه پریږدي چې سوکاله واوسو ، بچي مو سوکاله چاپیریال کې ژوند وکړي ، دا لقب مو بیا څنګه ورته ورکړی ایا دسولې کور همداسې وي چې جنازې په خپلو سرونو والوزوو ، خپلې میندې د غم په ټغر کینوو ، خپل مسجدونه دوحشت او باربریت ښکارکړو تر څو خلک لمانځه ته له راتګ څخه هم وویریږي . خپلې هدیرې د باروتو ښکارکړو ، دا څنګه د امن کور شو چې یوه ورځ پکې چا په امن کې خوب نه دی کړی ، دولتي مامور مې له دې ویریږي او کلي ته نه ځي چې فلانیان مې ونه نیسي ، فلانیان ښار ته ځکه نه راځي چې ښاریان مې ونه نیسي .
دا وطن د هرافغان دی خو نه دلته افغانان هم په دوو ډلو مونږه ویشلي دي ، یو یې د مکتب خلک او بل د مدرسې خلک دي چې فاصله د دواړو تر منځ ورځ په ورځ زیاتیږي ، یو دبل وینو ته تږي کیږي او د یوبل په خرابولو او وژلو پسې ګرزيږي.دلته د مکتب او مدرسې جنګ شروع شوی دی او دا کار بل چا نه دی کړی دا کار مونږه د بل په لمسون په عملي ډول مونږه خپله کړی دی .مونږه خپله خپلو جامو ته اور اچولی دی .د مکتب او مدرسې تر منځ فاصله مونږه خپله پیدا کړیده ،
دې وطن کې باید نور د مدرسې او مکتب تر منځ روغه او سوله وشي ، بس دی دا وطن نور ډیر وکړیده او ډیر وژړیده ، راځې چې په دې وطن کې نور رښتیا هم سوله راولو ، راځې چې نور خپل مکتب او مدرسه د ورورئ په تخت سره کینوو او ددواړو ترمنځ سوله وکړو ، بس دی نور د مکتب او دمدرسې جنګ باید بند شي ، ددې دواړو په جنګ کې تاوان زمونږ د زیبا وطن دی ، کچیرته رښتا هم مونږ ددې زیبا وطن لپاره کاروکړو نو ددې وطن هر غر، هر سیند ، هر بوټی او هر ماشوم او هر فرد به په خوښئ دا چیغه وهي چې
دا زمونږ زیباوطن
دازمونږ لیلا وطن
دا وطن مو ځان دی
دا افغانستان .