د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مړه کامونه

سيدمنتظرشاه 31.12.2012 18:59

د ملي شورا هغه څوارلس دورې مې سمې یاد ته نه راځي، هسې به مې يا د کوم سالک له خولې اوريدلي وي او يا به يې د معاصرو تاريخې يادونو له مخې شميره را مالومه وي. خو ددې وروستيو دوه دورو عيني او ريښتنی شاهد يم. ان تردې چې د نوموړې غميزی په لړکې مې يو کانديد دوه، چې د نورو په پرتله راته مناسب ښکاره شوي وو په نښه کړي او ټاکلي دي، ګوندی طبيبان شي او د يو ډاډمن قانون په چوکاټ کې زما د ټولنيز ژوند ناروغه ټپونو ته درملپټۍ او بې وزليو ته د پای ټکی کيږدی. خو هغسې ونه شوه، هيله هماغسې هيله پاتې او بشپړه نه شوه.
ددې وروستۍ ملي شورا د ټولټاکنود بهير سره په څنګ، څنګ کې يې د ولايتي شوراګانو له پاره هم چنې مخ په بره روانې وې، هرچا د خپل ځان په ګټه بلنغونډې چلولې، بيلا، بيلې وسيلې په کار لويدلې وې، چا کامې، مذهبي، ژبني، ګوندي، چا له سمتي، ډالري او نورو روا او ناروا لارو څخه د خپلو بريو له پاره کار اخيسته. پرهمدې مهال مې د يوې ادارې سره د يوې کوچنۍ څانګې د مشر په توګه کارکاوه چې يوه ورځ د څو جلا جلا کامونو يوڅوتنه د مشرانو په نامه دفتر ته راغلل، له روغبړه وروسته يې سم له لاسه ماته بلنه راکړه او له مايې وغوښتل چې د دوي په نښه شوي کانديد ديری ته ولاړ شو او د رايي ورکولو ژمنه ورسره وکړو.
ما له دوي څخه د دوي د کانديد په اړه مالومات وغوښتل، خو څوک يې چې را وپيژانده د هغه په اند، ذهن او بدن کې ما داسې متره نه ليده چې کامي مشران دې ورته کښيني او رايه دې ورکړي، هغه، تر دې دمه په دې چلند زرګونه ډالر شيندلي وو، لګښت يې کړی و او مورچل يې له هغه پردي ټوپک له شپيلۍ چې څو ځلې يې ملت ويشتلی وله ورايه بريښيده او پرته له دې يې نورهیڅ نه درلودل چې نوموړې پانګه يې پرې لاس ته راوړې وه. نو له ځانه سره مې وويل چې څنګه په نوموړی کانديد د دومره سترې پانګې باور وکړم او خپله ملي پانګه چې څوک يې رايه او څوک يې ووټ بولي په ناروا لاره وکاروم. يوې خوا دين او بلې خوا سادين و، دوي مشران وو او ځانونه يې استازي ګڼل او زه يوې ماشومې ژمنې کلک له لاس پښو نيولی وم اوپه نيمه کۍ او کمکۍ ژبه يې راته ويل چې پام په داسې زور واکو مې ونه پلورې چې هغوي ته زما او زما د کلي کنډوالې، زما د کلي شاړې ديرې، دنګ سوي چنارونه، نړيدلي برجونه، د کليوالو پرديسۍ، بې وسۍ او بې کسۍ بې ارزښته وي.
ما له دوي څخه په دې پلمه چې ګواکې چيرې بيړنۍ غونډه لرم ځان خلاصاو او دوي په دې هيله چې يوه معامله او يوه لوبه يې سرته رسولې وي نو په خوږو او نرمو مشرانه کليمو يې زه له لاسونو کشکولم. په دې ستومانه شيبه کې چې پريکړه راته ګرانه وه د خپل يوه دوست هغه خبره را ياده شوه چې په کونړ کې يې يوې غونډې ته کړې وه چې ((د هر کانديد ديرې ته ولاړ شئ، د هرچا وينا واورئ، په کړنو يې حساب وکړئ او رايه هغه چاته ورکړئ چې د نورو په پرتله ريښتنی، پيغام يې ولسي او تګلاره يې ملي ژمنې ولري)). له بده مرغه کوم څوک چې د دوي کانديد وتصوير يې زما د ذهن په انګړکې نه ايښودل کيده. ځکه هلته چې زړه نه ځي نوپښې به څنګه ولاړې شي. دوي سره مې ژمنه وکړه چې انشاالله د ټولټاکنوپه ټاکلی نيټه به سره وګورو، دوي ولاړل اود تللو پرمهال يې له ماسره د بيرته راتګ ژمنه وکړه.
ما د ټاکلي پلان له مخې خپل کار ته ادامه ورکړه او دوي د خپلو هيلو په نيلي سواره د خپل کانديد ديرې ته ولاړل. ورځ وروستۍ شېبې شميرلې چې دوي دفتر ته بيرته راوګرځيدل. خو دا ځل په هغه غوره کې نه وو لکه کله چې دوي هلته تلل، زه نه پوهيدم چې د را ګرځيدو پر مهال د دوي شونډې ولې سپورې او وچې وې، ډيرې پوښتنې مې په ذهن کې تيرې راتيرې شوې خو زړه مې په دې ونه کړچې له يوه پلوه دوي ګواکې مشران اوله بلې خوا د استازو په نامه راغلي وو، يوازې د مازيګرنۍ اوچايو له پاره مې د چايو خونې ته راوبلل، په همدې لړۍ کې مې له غونډې څخه ښه راغلاست ورته وويل خو دوي دغونډې پايله راته په څوکلمو کې بيان کړه.
دوي د خپل کانديد د ليدنې پرمهال هغه ته د ديرش زره ووټونو ژمنې کړی وی، خدای زده چې نور به يې څومره ځمکه او اسمان سره ګزاو ګام کړی وي، خوهغه هم تر کومه ځايه چې ما پيژانده ډير چابک او تيز سړي و، پوره پنځه ديرش کاله ده او دده کورنۍ نړۍ واله ټولنه او د دوي ګوندي ماران د خپلې ګټې له پاره غولولي وو، دا چې نورې به يې د هيواد په سر له هغوي سره څومره معاملې کړي وي په هغې به يو الله پوهيږي او بل د معاملې دواړه خواوې. نو يوې ډلې مشرانو به هغه څنګه تيرويسته او خپلې ګټې به يې دهغه په بدن کې لټولې وای.
ددې سترې ژمنې په اوريدو سره کانديد له ځانه سره يو څه غلي زمزمه کړي وو، لکه چې ټولو نه وو اوريدلي يوازې د یو مشر له خولې چې د زمزمې يو نيم ټکی اوريدلی و چې ((ګواکې دومره سترکام چې په دې رايو شپږ یا اوه تنه خپل کانديدان د بري تر پولې رسولی شي او ماته رايه راکوي د پوښتنې لاندې خبره ده، نو دوه مسلې دی چې يا له داسې ول څخه کار اخلې څو زما له امکاناتو ګټه واخلي او يا دا چې کمزوري خلک دی حساب پرې مه کوه او په داسې مرګ يې ووژنه چې وينه يې توی نه شي او ومري.
سم له لاسه يې له دوي څخه پوښتنه کړې وه چې په دومره سترۍ مشرولۍ سره چې تاسې يې لرئ او دومره رايي چې له تاسو سره دی نو که راته وواياست په ملي شورا کې څو او په ولايتي شورا کې څو تنه استازي لرئ، دوی بې ځوابه شوي وو، يو بل ته يې کتلي وو خو ناچار چې هغه زيرک سړي ته يې رښتيا ويلی وای، ورته يې ويلي وو چې په دې دوره کې څوک نه لرو، خو کوښښ کوو چې په راتلوونکې دوره کې ستاسو غوندې استازی په ملي او ولايتي شورا ګانوکې ولرو، د همدې کبله مو تاسو لازم وبللئ چې دیرې ته موراغلو او ستاسو ملاتړ وکړو، خیردی که تاسو د بل کام یاست.
خدای شته چې د دوي دې خبرې ماسره هم دا فکر را هست کړ چې دوي يو ځل او ناڅاپه څنګه ملي پالی اويا که لږ وړاندې ولاړشونړۍ وال شول او د ټول کام د رايو ذمه واري يې هغه ته وکړه، نو هغه هم ګرم نه و چې د دوي د ميرنيو پيروزوينوڅخه يې يوه د ژغورنې لاره غوره کړې وای.
وايي، چې هغه سر وخوځاو، په لومړيو کې يې د دوي اوږدې خبرې په ډير ماهرانه غبرګون سره ستايلې وې خپلې خبرې يې هم له دوي سره شريکې کړې وې، په پايله کې يې د دوی ژمنو او غوښتنو ته په دوو کرښو کې يو لنډ، غوڅ او غبرګ ځواب ويلی و. د هغه د ديرې نه وړاندې يوه لويه هديره پرته وه په قبرونو جنډې رپيدلې، مخامخ هديرې ته يې مخ اړولی و او د لاس په اشاره يې ورته ويلي وو چې (( له داسې مړو کامونو له استازو څخه د هغې هديرې مړي ډيرښه دي چې مرسته ترې وغواړم ځکه په قبرونو خو يې لا دبرم او وياړ جنډې رپيږي، نه له داسې کام څخه چې د دومره پخو رايو په درلودلو سره سره نه په ملي شورا او نه په ولايتي شورا کې استازي لري تاسو چې ځان او خپل کام ته خدمت ونه کړای شو زه به له تاسو څخه څه هيله ولرم)).
ددې بنسټيزې خبرې په اوريدوسره يوې اوږدې چوپتيا زموږ په ناسته لمن وغوړوله، دوي ډير خفه وو په خوله يې هغه د چا خبره کمکۍ ګوته نه ننوتله، اخر استازي وو، يوازې په ژوند کې يو ځل د رښتيا سره مخ شوي وو، هغه هم د خپل ولس په سودا کې د داسې يو سوداګر سره پاتې راغلي وو، چې ټول عمر ددې لوبې اتل پاتې شوی و، ټول عمر يې په ولس سودا کړې وه خو نن يې په ناڅاپي توګه له خولې يوه پخه خبره وتې وه.
زما په اند په دوي باندې يا دهغه ديرې ته تلل او بيرته په ناهيلي توګه راګرځيدل ورته له افغاني بريده بهر ښکاره شي وو او يا په دې فکر کې وو چې معاملې يې سر ونه نيو او ټوله ولسي سودا يې بري ته ونه رسيده. زه پوه نه شوم چې کانديد نن د لومړي ځل له پاره په ناببره توګه ولې رښتيا ويلي وو، يا ورته د مشرانو خبره بابس او سودا يې ورته خامه ښکاره شوې وه او که په دې ټولنه يې خپل باور له لاسه ورکړی و.خو زه د دواړو سوداګرو مهارت ته فکروړی وم، له يوې خوا تش په نامه ولسي مشران چې يا يې خپل لوری ورک کړی، په ځان يې ويسا بايللې وه او له خپل کام سره يې د مينې لړونه شليدلي وو او له بل لورې د کانديد، هغه مهارت ته چورت وړی وم چې له يو پلوه يې د مشرانو او د دوي د کام سره يې زړه سوی ښودلی و او له بلې خوا يې په داسې توګه ځواب کړي وو چې کانديد يې په ولکه کې رانشي.
زه د دوو ټګانو ترمنځ معاملې چې يوې خوا په خپل سر د مشرولۍ، استازولۍ دعوه او د يو ستر کام پلورل او له بلې لورې يو داسې چا ويناته چې ټول عمر يې په کام سودا کړې وه فکر وړی وم، کاش چې د کام مشرانو ددې پرځای چې بې احساسه کانديدانو پسې يې لاندې باندې منډې وهلې، يو بې وزلی يې له لاسه نيولی وای، چيرې يې د يو يتيم په سر لاس راښکودی وای، د يو مظلوم مرۍ يې د ظالم له منګولو ژغورلی وای او يو چور واکی يې له چوره راګرځولی وای نو دخپلې مشرولۍ حق به يې ځای ته رسولی وای، کام به د مشرولۍ واک د ژوند ترپايه ورکړی وای.
کانديد که د نورو د پياوړتيا له پاره خپل ولس له پښو نه وای نيولی ترڅنګ يې ولاړ وای، د پرديو د جاسوسي سازمانونو د تنظيم پرځای د خپلو پرګنو د ټپونو د بيارغاونې له پاره را وتلی وای او د خپل کلي ابادۍ ته يې په ميړانه ملا تړلې وای نو دې ستر لاريوون به دده د ټاکنو بکس د ملي شورا د دواړو خونو پورې پر اوږو وړی وای .
لا تر اوسه چې پوره مهال اوښتی دی زه په دې فکر کې يم چې له يوه داسې بې برکته ذهن څخه د برکت يوه خبره هغه سيلاب ته ورته وي چې ډير کورونه يې وړي وي خو ګرګې، لرګي او نېزه وړي يې د يوې ورانې بې خاونده کلا مخ ته په يو نږدې ټاپو کې غورځولي وي او هغه هم د شپې له پلوه داړه مارو اويرغلګرو وړي وي. خدای شته که چيرې د هغه کړنې او ژوند ليک راته مالوم نه وای نو ددې وينا سره چې (( له داسې مړو کامونو له استازو څخه د هغې هديرې مړي ډيرښه دي چې مرسته ترې وغواړم ځکه په قبرونو خو يې لا د برم او وياړ جنډې رپيږي، نه له داسې کام څخه چې د دومره پخو رايو په درلودلو سره سره نه په ملي شورا او نه په ولايتي شورا کې استازي لري تاسو چې ځان او خپل کام ته خدمت ونه کړای شو زه به له تاسو څخه څه هيله ولرم)) دوي ته يې کړې وه زما رايه هم اخيستی وای خو له نيکه مرغه چې د هغه په کارنامو کې داسې څه نه وو چې ما ورته ډډه وهلې وای او تکيه مې ورته کړې وای.