د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دګلابوفرهنګي اوښکلاييزارزښت ۴ برخه

سيدمنتظرشاه 02.02.2013 14:50

د تاريخ په اوږدوکې ګلابونه دنړۍ له ډيرومنل شووګلونوڅخه ګڼل شوي دي چې دژوند په بيلابيلو اړخونوکې دهنرمندانو، ګلروزونکو، شاعرانواومليارانوله خوا کارول شوي، ستايل شوى اود خوښيو، ښاديو، مذهبي اوملي مراسموپه لمانځلوکې ورځينې کاراخيستل شوى دى.
دانساني ژوندله پيل سره جوخت اويا د ډيرو پخوانيوزمانوڅخه راپه ديخوا دګلونوکرل او روزل ، پيل شوي دي، دګلونوکرله زيږدې پيړۍ څخه لږترلږه ٥٠٠ کاله وړاندې په مديترانه يې هيوادونوکې پيل شوي دي.
ګلاب له انساني فرهنګ سره يونه شليدونکى تړاولري چې دانساني ژوندله پيله دټولونسلونوسره جوخت تردې دمه را رسيدلى اوديوهوسا، ارام او سوله ييز ژوند د دوام اوپايښت له پاره د يوترکيب په بڼه يې د انساني ژوندسره همغاړيتوب کړى دى.
ګلاب دهغونباتاتوله ډلې څخه دى چې دانسانانوله ژوند څخه يې وړاندې شتون درلود وروسته انسانانو دخپلواړتياوو له کبله دخپل ژوندانه په چاروکې په پراخه کچې سره را ونغاړه. دطبيعت د لورینوله برکته د ژوندپه هره ګوښه کې یی ستاینه او يادونه وشوه تردې چې زموږ دهیوادله فلکلوري هنره نيولې بياان تردې دمه په بيلابيلوهنرونوکې يې کارونه دود ده.
ګلاب دفرهنګي، ښوونيزاوهنري اهميت لرونکې دي، دشعر، موسيقۍ، انځوراونوروثقافتي چاروپه شان يوهنراومهارت دى. بايدپه يادولرو، هرګلاب چې تاسويې په ګلځاى، شنه خونه اويا ګلدان کې وينئ دطبيعت دڅوميليونوکلونو، دماهرينو، فيلسوفانو دنوښت، ذوق، هوښ اوڅيړنې څوزره کلن محصول دى.
ګلابونه زموږ دافغاني فرهنګ يوه بيلګه اوځانګړنه ده چې افغانانوسينه په سينه تردې دمه راوړي ، وده يې ورکړې ده دفرهنګ په بيلابيلواړخونوکې لکه شعر، لنډۍ، چستان اونوروکې يې پييلى دي لکه په دې بيت کې:
دريې کړم په لاس کې چې منګل دې شي پرې ډکه
يوه ښه غونچه دګلوچې شاهان يې بويه وي.
دلرغونوزمانو راهسې دګلابو کرنه دطبيعي زرغونتياترڅنګ په فرنګي توګه زموږ په هيوادکې دود ده اوزموږ دفرهنګ سره اوډل شوې ده چې افغاني فرهنګ په هيوادکې دګلونودمنشااوهست شاهد دى چې يوه پيغله يې ديوه زلمي سره دمينې په دود داسې ثابتوي.
سپوږميه سروهه راخيژه
جانان دګلولوکوي ګوتې رېبينه
خداى پوهيږي چې پورتنې لنډۍ به زموږ دټولنې دکوم تاريخي پير پورې تړلې وي، ځانګړې نيټه يې نه ده معلومه ، ويناوال يې هم نه دى روښانه خودومره ويلاى شوچې ويناواله يې يوه پښتنه پيغله ده چې موږ ته دګلونولرغونوالى، زموږوالى اوافغاني والى راښيي.
ګلاب له اوږده مهاله دديرو، حجرو،پارکونوپه جوړولو، دښار پر شااوخوا دګلونواوشنوديوالونو، دلويولاروپرواټونو، سيال ځايونو،ددولتي ادارو،ماڼيو، دشخصي اوخصوصي لوړپوړو ودانيو څخه راچاپير ښکلا ييزې احاطې اونورچې د چاپيريال دښکلا له پاره ستره اډانه ده، زموږ دټولنې په کوټلى دود بدل شوى دى.
همدارازدګلونو پاڼې چې په تخينکي ډول وچې شوي وي دکورنو، ميلمستونونو، ماڼيو، تالارونو، حجرو، هوټلونواو نورو ښکلاييزو ځايونو ښکلا (Decoration) له پاره کارول کيږي يانې په داسې لوښو کې چې منظمه ښکلاولري اچول کيږي چې له امله يې دښکلا ترڅنګ په نوموړوځايونوکې دښه بوي لامل هم ګرځي.
ګلاب په ټوله کې په ژمي کې پاڼې تويوي يوازې لږيې چې دسهيل لويديزی اسياڅخه يې سرچينه اخيستې تلسمسوردي، لکه مخکې چې په سريزه کې يادونه وشوه دګلونودښکلا ، بيلابيلورنګه ګلونو، دځينوتلسمسوري، ددې سبب شوې چې دګلونوپه طبيعت کې لاسوهنه وشي، په ښکلا، پاڼو، تيلې، عطره ييزه مرکباتو، دګلونو او ګلپاڼوپه پرله پسې والي اودګلونودموسم په اوږدوالي کې منظم اوپه زړه پورې بدلون راشي نوپه همدې مناسبت په ١٩ مه پيړۍ کې يو فرانسوي ګلپوه امپريس جوسيفين (Empress Josephine)له خوا چې په ملماسون (Malmison)کې اوسيده په خپل باغ کې يې دلومړي ځل له پاره دګلونونسلګيري ترسره کړه اود ګلونو دوه رګه کولواو تنوع له پاره يې لاره هواره کړه چې د لومړي ځل له پاره دګلابوپه ډولونوکې يوه علمي اوفرهنګي لاسوهنه وشوه چې اوس د ګلونوپه نوعو باندې د هنري او ښکلاييزو پروګرامونوترڅنګ د نسلګيرۍ پوهنييزې اوعلمي څيړنې پرمخ روانې دي، چې دهرې څيړنې وروسته دځينوځانګړوموخوله پاره دګلابونو نوي ورايټي منځته راځي اود ښکلاييزو نباتاتوپه ليکه کې دريږي. ددې سره سره په انساني فرهنګ کې د ګلابونو دروزنې له پاره يوه نوى فرهنګي لاره هواره شوه.
ګلابروزنه که له يوې خوا مهارت دى له بله پلوه دروحي اورواني ناروغيودمخنيوي لامل، دکارموندلو يوه ښه بيلګه ، دژوند د چاپيريال ښکلا اودبشري ټولنې داوسيدونکوله پاره دسوله ييز ژوند يوتلبهانده پيغام دى.
خاوره اواقليمې شرايط (Clımate and Soıl Condıtıon)
اقليمي شرايط لکه دنورونباتاتوپه څيردګلاب له پاره ارزښتناکه اود ودې ، ښکلا، تخم اوپايښت له پاره يې اړين بلل کيږي. دڅيړنوله مخې بايدوويل شي چې په ټوله کې ګلاب دلوړحاصل دتوليدله پاره هرومرود ساړه ژمي سره مخ شی، په تيره بياروزا ډاماسينا (Rosa damascena) چې دژمي سړې هواسره مخ شي د پسرلي په موسم کې يې دګلپاڼوحاصل لوړوي. ډاماسينا داوړي دلوړې تودوخې دزغم وړتيالري.
ځينې يې بيادتودوخې لوړه درجه هم زغملى شي، د والا (Wala) دڅيړنوپربنسټ که دعطرونو دتوليد ګلاب دبحرله کچې څخه د١٠٠٠ متروپه لوړوالي کې کرل کيږي د٧٠٠-٨٠٠ مترونوپورې هم دتوليد وړتيالري.
هغه لاملونه چې دګلابو په وده، حاصل اوعطرونو اغيزلري په لاندې ډول دي:
١. خاوره:
ګلاب دمناسبې ودې له پاره هواداره خاورې ته چې دغذايي موادو دساتنې وړتياولري اړتيالري، لکه کلى لوم چې له ٢٠-٣٠% پورې دکلى ذرات ولري، لوم خاوره کې هم ښه وده کوي. که دخاورې پي ايچ تيزابي وي يانې له ٥-٧ پورې وي دمالګينو خاورو په پرتله يې وده ښه ده خومالګينی خاوری يی په حاصل ښه اغيزنه لري. دګلابونيله په خاوره کې ژوره ننوزي نولازمه ده چې له کرلوڅخه څومياشتې دمخه خاوره د دوو بيلچوپه ژوروالي سره چپه اونرمه شي چی خاوره دلمر بشپړی وړانګی واخلی اوترڅنګ يی هغه ناروغۍ چی په خاوره کی وجودلری دلمرپه اخيستلوسره ياله مينځه ولاړی شی اوياکمی شی.

٢. اوبه :
ګلاب ډیرواوبوته اړتيالري، خوله حده زياتواوبوسره حساس دى، د ګلابودبسترخاوره بايد داوبودساتلو وړتياولري په دې مانا چې د ښوعضوي موادولرونکې وي، که چيرې خاوره سپکه اوداوبود ساتلو وړتيا ونه لري نوبايد په خاوره کې عضوي مواد ور زيات شي. په خاوره کې د تجزيه شوې شنې سرې زياتول د اوبودساتنې له پاره ډيره ګټه لري.

٣ . هوا:
د روز دګلابوريښې هواسره ډيره مينه لري، نرمه اوهوالروونکى خاوره ډیره خوښه وي، دنبات دښه ودې له پاره په خاوره کې ٣٠% سلنه خاليځايونه ډير مناسب بريښی. په هغه خاوره کې چی خاليځايونه ډير وي دښه عضوي موادولروونکې وي.

٤. درڼادمودې اوږدوالى اودتودوخې درجه:
ګلاب دمحصول دتوليدله پاره دلمرتودوخې ته اړتيالري، هغه سيمې يې دودې له پاره ډيرې په زړه پورې دي چې دسهارله خوا شپږساعته لمرولري. ګلاب بايد داسې ځاى کې وکرل شي چې ديوال ياهغه ځايونو ته نږدي نه وي چې لمر انعکاس کوي ځکه چې په دې صورت کې دګلاب څانګې سوزي اودنبات دودې په ميخانيکيت کې بدلون مينځ ته راځي اوپه حاصل يې ناوړه اغيزښيندي. سره له دې چې د دوبي تودوخه زغملى شي خودژمى سړې هواته اړتيالري.
٥. دلمده بل کچه اوميزان
هغه سيمې چې لنده بل، ډنډونه اومالګينې اوبه لري دګلاب دروزنې له پاره مناسبې نه ګڼل کيږي. په هغوسيموکې چې غوزان کرل کيږي دعطري ګلابودروزنې له پاره په زړه پورې سيمې دي.

٦. دتبخيرشدت
داوبولګونې ددفعاتونامناسب لګول، ډيره تودوخه اوبادونه د تبخيرددرجې په لوړوالي کې ډيررول لري چې دګلابودحاصل په توليدناوړه اغیزه اچوي.
پورتني لاملونه دبیولوژيکي، څومره والي اوڅرنګه والي له مخې دګلابوپرمحصولاتو نيغ په نيغه اغيزلري.
همدارازپه ښکلاييزو نباتاتوکې تغذيه ډير رول لري چې داړتياوړعناصر داسې تنظيم شي چې ديوې منظمې کړنلارې له مخې يې، برابره عضوي سره، دافتونواوناروغيومخنيوى چې دګلابونوپه ښکلا اود محصولاتوپه زياتوالي کې په زړه پورې رول لوبوي وکارول شي.