د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ګلاب (Rose) (لومړۍ برخه)

سيدمنتظرشاه 11.08.2012 15:10

وايي چې ګل هغه نعمت دى چې الله (ج) له جنت څخه زموږ نړۍ ته دجنتي ډالۍ په توګه را استولى دى. يوجنتي الهام دى چې له ښکلا، رنګ اوعطرونوڅخه يې دمينې، بلنې، جرګې، سولې اوخوښۍ څرګندونه کيږي. له همدې کبله په ټولنيزژوندکې دانساني اړيکو ترمنځ دسولې، مينې، ورورولۍ ،يووالي، خوښۍ او وياړ دسمبول په مانا پيژندل شوى اوپه ټولنه کې دسوکاله ژوند يو څرګند بيان دى.

دګلونو ژوند دبشريت له پيداښت څخه په ميليونونوکاله وړاندې پيل شوى دى. انساني ژوند دهغې د ښکلا، رنګارنګۍ او عطرونوپه درشل کې هست شوى دى. تردې دمه يې خپله روحي، حسي اوټولنيزه تنده دګلونوپه ښکلا، رنګونواوعطرونوماته کړې ده، ښکلايې دانساني روحي او رواني اړتياوو په بشپړولو کې ستررول لوبولى دى.

دکلونوپه اوږدوکې که له يوپلوه طبيعت دنوموړي نبات په ځانګړتياووکې بدلون راوړى، انسان هم ديوې لاسوهونکې هستۍ په توګه دګلونود ژوند، رنګ اوعطرونوپه اړه بې توپيره نه دى پاتې شوى دخپلې خوښې اوعلاقمندۍ پر بنسټ يې دګلونورنګ، څیرې اوعطرونوته دخپلې غوښتنې سره سم بدلون ورکړى دى، دشنو باغونو، کورونو، پارکونو، واټونواوتفريحځايونود جوړولوپرواټ په پراخه سينه او ورين تندي مخ په وړاندې راغلي اوتردې دمه يې پوره زيارګاللى دى.

ګل، لکه پاڼه نه يوازې داچې دښکلاسمبول، بلکه په ټوله کې د انساني اوحيواني ټولنودژونددچينې تومنه ګڼل کيږي چې په غوړېدويې ښکلا اوپه رژېدويې تخم اوراتلونکې ژوند لکه ديوې کړۍ په بڼه دوام مومي چې داسلسله دطبيعت په پراخه غيږه کې دپیړيو، پیړيوراهيسې دوام لري.

انسان يوعجيب موجود دى، له هغې ورځې چې نړۍ ته يې سترګې غوړولې دي دخپلوهيلودبشپړېدو له پاره دغوښتنود هاند اوهڅو په سين کې لاهوشوى دى، ترهغې يې پردې اغزن واټ لاره وهلې چې يا دخپل مهال دبریوتر بريده رسيدلى يا داسې هم شوي دي چې د غوښتنو تريخ بهير پسې اخيستى او نيمګړى شوى دى خوله دې سره سره دا لار ورکى، سرګردان اوهڅاندموجود هوسا نه دى ناست په خپلې ورکې پسې په لټه کې وړاندې تللى اودخپل پرمختګ له پاره يې زغردګامونه اوچت کړي دي.

دا پرښکلامين موجودله ادمه تردې دمه کله يوې نورانې نړۍ ته ننوتى اود ښکلا په لټه کې دومره ژور تللي لکه منصور چې ځان اونړۍ واړه ورته نور اورڼا بریښیدلې، کله بياهرڅه ورته دخپل چاپیريال هستونه ښکاره شوې ده اودنوموړي واټن دپاى په لټه کې يې پیړۍ ترشاپريښې دي. غوښتنې يې لکه کلونه چې اوړي همداسې بدلون مومي يوه دبلې پسې توپيرکوي اوسرراوهي خوتر دې دمه يې لاهغه ښکلانه ده موندلې چې په هڅه کې يې دى. ځکه دهربري ترپاى يې نوې غوښتنې پیل کيږي اوبلې ښکلا ته درسیدوله پاره لورى ټاکي، په همدې توګه نه شي کولاى چې دخپلې خوښې د ښکلا له پاره يو ځانګړى تعريف ومومي خوهرتصويرچې د روان بهيرسره يې سم په ذهن کې انځور شوى نود لا تراشلوله پاره يې دهاند نوې واټ پرانيستى دى.

دفکري اوذهني هوساينې په سلسله کې يې دطبيعت ښکلاوو ته پنا وړې ده اوپه دې لړکې يې دنباتي نړۍ له هاره ګلونه غوره کړي دي، چې دژوند له پيله يې ديوې پرله پسې اروايي اوذهنې هوساينې له پاره دژوندد ښکلاوو په ترکيب کې رانغاړلي دي،د بیلابیلو سمبولونوپه توګه يې دژوند په غوره اړخونوکې کارولى دى چې له ځینوبیلګوڅخه يې په لنډه توګه يادونه کوو.

بڼوالي چې دکرنې يوبل فن اوپوهه ده کارپوهانوچې موخه يې د روغومیوو توليد، څومره والي، لوړ څرنګوالي اودمارکيټ دخوښې وړمحصولاتو توليددى په خپل وارسره په ګلروزنه کې زيارګاللى دى چې په خپل ميوه يیزموسم کې يې پرخپل ځاى بشپړرول لوبولى دى، دګل ارزښت يې نه يوازې په متمدن اوميکانيزه ژوند کې ارزښتناک بللى دى بلکه هغه يې دژونددچاپیريال دښکلاجوړونې اود انسانانود روحي اړتياووپه پوره کولوکې يومهم اصل بللى دى. همداسې ويلاى شوچې دګل دشتون پرته دنړۍ پرمخ هستي ناشونې ده.

ګلاب دتاريخ په اوږدوکې:

په لاتيني ژبه کې روزا(Rosa) سورګلاب ته وايي. سورګلاب د تاريخ په اوږدوکې سترې افسانې له ځانه سره لري، دې لنډۍ ونې په نړۍ کې دبشرله راتلوڅخه ميليونونه کاله پخوا شتون درلود،د سورګلاب دغوټیو هغه فوسيلونه چې د آرګون(Oregon) او کولوراډو (Colorado) په سيمه کې لاس ته راغلي دي نږدې له ٣٥ څخه تر٧٠ ميليونه کلونوپخوا دسورګلاب د ژوند نښې نښانې را ښيي، په همدې توګه ويلاى شو چې ګلاب دتاريخ له پيل څخه د انسانانو په زړه کې ځانګړى ځاى لري.هغه وچ سره ګلونه چې د مصريانوپه قبرونوکې موندل شوي دي له زېږدې پیړۍ څخه درې سوه کاله پخوادمصريانو اشنايي دسور ګل سره بيانوي. څیړنوښودلې چې نوموړى ګل دمصرله اصلي ګلونو څخه نه دى،بلکه له کوچنۍ اسياڅخه هلته وړل شوى دى.

دګلونوله افسانوڅخه ډک تاريخ دزمانې په اوږدوکې دهنرمندانو، صنعتګرانو، ليکوالواوبڼوالوله خوا دهغوي له هغې ميني اوذوق چې له ګلونوسره يې درلوده منځ ته راغلى دى اوبيادبشري فرهنګ يوه ښکلاييزه برخه يې جوړه کړې ده.

دشاعرانوپه لړکې په شپږمه زېږدې پیړۍ کې يوناني غزل بول شاعر اناکرئون (Anaceron)دګلونوپه ستاينه اوصفت کې په زړه پورې افسانې په خپل شعري غونډکې ځاى پرځاى کړي دي، ورپسې فرانسوي شاعر پى ډي رونساز (P.de Ronsard) 1585-1524)، فرانسوي شاعرفرانسوادومالحرب (F.de Malherbe) 1555-1648 دڅلورم هنري اوديارلسم لويي اوپه پاى کې دسليمان دغزلوپه هکله چې (Cantiouses des cantiques) نوميږي يادونه وکړو. اپوله (Apuless)180-125 لاتيني ليکوال دزرين خره دکيسې په يوه برخه کې ليکي چې څنګه په سروګلونوکې څريږي، پيندار (Pindar)438-518 يوبل غزل بول يوناني شاعرچې له زيږدې پیړۍ څخه دمخه يې ژوند کاو دګلونوپه اړه يې ډیرڅه ليکلي دي، ديونيوزيوس باکوس (Diony sios Bacchus) سورګل يې دشرابودرب النوع په نامه يادکړى دى، په لرغوني روم کې سورګل په غوڅه توګه ديونيوزيوس باکوس او ونوس پورې تړلى باله، دبیلګې په توګه دجينکیو کلنې اختر به چې په پسرلي کې لمانځل کیده، دا ورځ چې د ويونس (Venus Erycina) پورې يې تړاودرلود، درباريانوبه کوڅې، سرکونه اوباغونه په سورګل (Myrtus communis) ښکلي کول، په میلمستياووکې به دسورګل جشن نیول کیده، ټول ځايونه به په نوموړي ګل ښکلي کيدل اودګلونوشربت به څښل کیده، امپراطوران اومیرمنې به يې د سورګل په تختونوکې ویدې کیدې اودهغوي په حمامونوکې به دسورګل له عطرونوڅخه کاراخيستل کیده.

ديونان اوترکيه ترمنځ په تراس Thrace) ) نومی سیمه کی سورګل دالهي اصلي بيلګې په توګه کارول کیده، دروميانودتسلط پرمهال يوله اعيانوڅخه ديونيزی باکوس، روزاليا (Rosalia) نومیده. هغه افسانې چې دسورګل په اړه يې نکلونه شوي دي، د ډېرواوبیلابیلو ولسونو، سيمو، عادتونو، دودونواو جلاجلا خلکودفرهنګ او بیلا بیلوعقیدوپورې تړاولري.

په يوناني افسانوکې راغلي دي چې سورګل دښکلا اومينې دالهه له وینوڅخه چې د ( کيهه کوتی (Ronce) سره دربړیدو اوزور زياتي په نتيجه کې ټپي شوى و، دهغه د وينوله څاڅکوڅخه راغلى دى. همداسې يې زياته کړې ده چې دنوموړي ګل سوررنګ فينيقياودخداى ادونيس(Adonios) چې دښکلا اوښايست دخداى په نامه يادیده او د وحشي خوک له لاسه ټپي شوى واو بيا دشقايق نعمائی (Anemone) په توګه منځ ته راغى، سورگل يونانيانو د روميانوله پاره ډالۍ کړى دى.

سورګلاب دنيرون(Neron) پرمهال په رومي جشنونوکې په ماليخوليايي توګه استعمالیده.همداسې وايي چې نرون ۴۰ ميليونه سسترس (Sesterce) چی دهغه وخت پیسی وی دسورګل دميلمستسا له پاره لګولې وى. په ټولييزډول هرچیرې به چی ځینی ځانګړی اولوې مراسم دروميانوله خوا ترسره کیدل نوبياناشونې وه چې هلته به سورګل نه واى او دخلکوپام به يې ځانته نه راګرځاوه. په اسيا کې سورګل له زېږد څخه ۴۰ پیړۍ وړاندې د سيکوپرمخ اوپه اروپا کې د ۱۶ مې زېږدې پېړۍ څخه دمخه دسيکواوګچ پر مخ انځور کیده. دبابل اوآسور په معماري انځورونوکې داسې څرګنديږي چې نوموړي خلک د سورګل دتمدن سره اشنا وو.

پخوانیوليکل شوو نسخوکی سورګل دګلونوملکه نوموله، د لرغوني يونان شاعرانو، تاريخليکوونکو او ګياه پوهانو دسورګل په اړه خپل احساسات په خپلوليکنوکې ثبت کړی دی. ، له میلاد څخه ٦٠٠ کاله وړاندې سافوی شاعرې (Sappho) ، دګلونودملکې لقب په ځان کیښود. په اديسه کې هومر له سورګل څخه دسپیدوپه ستاينه کې يادونه کوله اوپه ايلياد کې به يې دسورګل غوړیدو ته ګوته نيوله. يوناني حماسه هستوونکي شاعر اورور (Aurore) سباوون ديوې نيمزالې پیغلې سره تشبه کړى دى چې دسورګل د ويشلو په حال کې ده. مسيحيانورومي کليساګانو، دهغه سورګل د نمانځنې د دود په اړه چې په خلکوکې و ډیرسخت مخالفت وکړخو ډیرژر يې هغه د راتلوونکونسلونودنښانې په توګه ومانه. له هماغه وخته سورګل په مذهبي، انځورګرۍ، کليسايي نښانونو اومجسمه جوړونه کې کاريږي.

بوتيچلی (Botticelli) د"ونوس دزیږیدنی" تابلوانځورکړې وه، چې داسې يوه افسانه بيانوي، کله چې سورګل غوړيږي په همدې وخت کې تاکيد کوي چې ونوس له سين څخه چې دقبرس جزيري ته نږدې دى منځ ته راغلى. په منځنیوپیړیوکې، انګليسانو سره ګلاب په باغونواو دیروکې د مذهبي غونډو اوټولنیزو مراسموله پاره روزل، همدارنګه د هندارو، دکليسا دپنجروپرمخ او په ډيزاينونوکې به سورګل انځورکیده. ديورک ميينسټر (York Minster) دکليسا پرمخ يوه مشوره لیکل شوی ده چې وروسته له جګړې د يورک ا و لنکاستر(Lancaster) دکورنیوديووالي نښه یی سورګل بللی دی. سورګل په څوارلسمې پیړۍ کی دروم دکليسا پرمخ انځور شوى چی تردې دمه شته دی.

دسنډى ګلاب" رزساندی " (Rose-Sunday) دیومبارک اوسپيڅلي پاپ په واسطه هغو اشخاصو ته چې دکاتوليک په مذهب کې لوړ مقام ته رسيدلي وي سورګلاب ورته ډالۍ کیږی. په جګړو کی دانګليس د پخوانیوپاچاهانوداتلولې اویادسولې دراتلواوله جګړی څخه دکورنیو دژغورلو په مناسبت په لومړېوورځوکې سورګلاب دهغوی په نيمه تاجونو او توغونو کې دنښان په توګه کارول کیدل. دانګلستان ځینوکورنیو دنښان په توګه استعمالاو.همدا اوس هم د انګليستان په نښان کی ځای لرى. سره ګلونه دناوو او ودونو، دمړو دښخولوپه مراسموکې، دفوځي نښانونو، عطرونواودرملوپه جوړولو کې کارول کیدل. دمينانويودود و چې دسروګلونوڅخه به يې يوه ګیډۍ جوړوله اود خپلې خوښې دپیغلې دکورپه دروازه به يې ځړوله.

په پخوانیوزمانوکې سورګل دمينې، ښکلا اوخوښۍ سمبول ګڼل کیده. لکه څنګه چې دلرغوني هند په کیسوکې سورګل دزړه منوونکي، خداي لورينې لمرپيژندل شوى و، چې د نوموړی سمبول دمسيحيت له ظهورڅخه وروسته بدلون وموند اوپرځاى دمادونا (Madona) سپیڅلې تل باکره مريم، چې ديونان ونوس په افسانوکې هیره شوې وه ځاى پرځاى شوه. سورګل د سپيڅلتيا نښان پیژندل شوى دى دحيواني جنترۍ شپږمه مياشت ، وږى يې چې دزيږدي کال داګست دمياشتې سره سمون خوري دباکره ميمې په نوم بدل کړ چې په پیل کې یی هم دسورګل دمياشتې په نامه يادیده. په ايټاليا کې يې سپرلني اختر پانته کوټ (Pantecote) چې ديهوديانوپه اند د روزۍ ترسر ليک لاندې راځي چې الله ج ديهودو قوانين په موسى ع نازل کړي دي چې هغۍ ته عيد الخمسين (عيد انعصره) هم وايي چې يوه موده يې د پاسکو آروزاتا (Pasqua rosata) په نامه شهرت درلود دمسيحيانومشرانو، سورزرين ګل نوم ته بدلون ورکړ، همدا اوس هم سپیڅلې اوعابدې مسيحي ښځې دسورګل قرمزي وچه ميوه په تارکې اچوي اودتسبيح په توګه عبادت پرې کوي اود روزير (Rosaire) يادسورګل دسختودانودتسبيح په نامه يې هم یادوی. ورو، ورو سورګل دخدايی پخوانى مقام له لاسه ورکړچې اوس ترې دجنازې د ښخولوپه مراسموکې ګټه اخلي اوپه ځینوځايونوکې یی دقبرونوله پاسه کري.

پرځاى ده چې په ځينوځايونوکې دسورګل اودهغې دپاڼوتر منځ اړيکوباندی ډیری خبرې شوي دي، دبیلګې په توګه په يوه ايرلينډي افسانوي کيسه کې اشاره کيږي چې ... که چیرې رنځور خوب وويني چې سورګل له ځانه سره وړي په دې مانا چې مرګ يې رانږدې شوى دى، شايدمړ شي.

په منځنو پیړېوکې اروپايانو د سروګلونوبوټى اوسارايي نسترن بدمرغه اوشيطاني بلل، ښايي دا کاږه فکرونه د مولنتوف (Mullenthof) ليکنه وي چې دسيهليونګ (Sehlewing) له کيسې څخه اخيستل شوي وي چې وايي:
شيطان غوښتل چې اسمانونوته درسیدوله پاره دنسترن له څانګو څخه يوه زينه جوړه کړی، په همدی هیله یی په دی کار پیل وکړ نسترن یی وکرل،چې ددی کار په پایله کی هغې زينې په پورته تګ باندې پيل وکړ خوالله ج يې مخنيوى وکړاو دګل زينه ټوټه، ټوټه شوه دځمکې پرمخ يې سقوط وکړاودګلونو تیرواغزيودشيطان بدن ټپي کړ.