د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دګلاب نباتي اواګرونوميکي ځانګړتياوي (پنځمه برخه):

سيدمنتظرشاه 16.02.2013 13:20

ګلاب ښکلى او زړه راښکوونکى نبات دى چې دبوټي بڼه يې نيغه، يا د چيلې اويا په نورو ونو د ختونکي اويادهغوي پر څانګونښلي اوپرې په ځوړنده توګه ژوند کوي. ګلونه يې غټ، ښکلي، زړه راښکوونکي په سپينو، ژیړو او سرو رنګونو موندل کيږي چې عطره ييزه ښه بوي لري ونه يې تر ٧ مترونو پورې لوړيږي.
ګلاب څوکلن نبات دى چې جينس يې روزا (Rosa) اود روزاسيي (Rosaceae) دکورنۍ پورې تړاو لري. د روز (Rose) کلمه ،فرانسوي ژبې له لاتيني ژبې روزا (Rosa) څخه راخيستې چې دګلاب مانالري.
ګلاب په نړۍ کې له سلوڅخه ډيرې نوعې لري چې دطبيعي ښکلا له مخې يې ټولې نوعې د طبيعي ښکلا، فرهنګي او صنعتي ارزښتونو تر څنګ په نا پلانه توګه د اروايي هوساينې له پاره کرل کيږي، په ليدلو سره يې انسان ذهني ارامتيا احساسوي، له همدې کبله د پخوانيو زمانو راهيسې يې دبشرپه فرهنګ کې يو ځانګړى ځاى ساتلى دى.
لکه څنګه چې دګلونوډيرۍ ډولونوله اسياڅخه سرچينه اخيستې ده يانې اصلي ټاټوبى يې د اسيالويه وچه ده، ډيرلږ يې داروپا، شمالي امريکا اوشمال لويديزی افريقاپورې تړاولري اوله دې سترو وچو څخه دنړۍ نوروهيوادونوته وړل شوي اوهلته يې کرنه دود شوې ده. همداسې يې په زړه پورې،اصلي نوعې داسياپه هيوادونوکې موندل کيږي. ګلاب دګلونود ښکلاله پاره دوه رګه شوي دي په نړۍ کې يې انواع په اسانۍ سره دوه رګه کيداى شي.
دګلابوپاڼې په ساقه په متناوب ډول را زرغونيږي، ديولړګلابود پاڼو غاړې د ارې په شان غاښونه اود ځينې نوروغاړې دغوږواليو په شان ګردې دي، ګلان دساقې په لاندينۍ برخه کې واړه اغزې لري چې ګل ته دنورونباتاتوپرتنه دختلوزمينه برابره وي.
دګلونوانواع:
ګلاب له سلوڅخه ډيرې نوعې لري چې د روزا جينس د بيلابيلو جنيراو د تړاو له مخې په څلورو فرعي جنيراويشل شوې دى چې په لنډ ډول يې يادونه کيږي:
١. هلتيميا (Hulthemia)
يوازينۍ فرعي جينراده چې دنوروجنيراوو په شان يې پاڼې مرکبې نه دي، دساده پاڼولروونکې ده. منشا يې د سهيل لويديځې اسياهیوادونه دي چې تردې مهاله يې دوه نوعې په ګوته شوي دي چې د Rosa persica او Rosa berberifolia په نامه ياديږي.
٢. هيسپرهودوس (Hesperrhodos)
دهيسپرهودوس جنيراپه يونان کې موندل کيږي چې دلوېديځ ګلاب په نامه ياديږي غوره نوع يې تراوسه د Rosa minutifoliaده. يوه نوعه له شمالي امريکا څخه چې علمي نوم يې Rosa stellate دى هم په کې شامله ده.
٣. پليتيف هوډان (Platyfhodon)
دپورتنې جنيرايوه نوعه دRosa roxburghii په نامه ياديږي له ختيزې اسياڅخه يونان ته وړل شوې ده چې اوس يې د نوموړي هيواد د ښکلاييزوګلونوپه ليکه کې ځانګړى ځاى خپل کړى دى.
٤. روزا (Rosa)
د روزا فرعي جينيرادګلونودرنګارنګۍ، ښکلا اودود له مخې په ١١ نوعو ويشل شوى ده چې هره نوعه يې د خپلوځانګړتياوو لروونکې ده. ددې فرعي جينيرا انواع په لاندې ډول دي:
• بنکسياني (Banksianae)
دګلونورنګ يې سپين اوژيړ دى دچين په هيوادکې ډير کرل کيږي.
• برک ټيټاى (Bracteatae)
درې ښکلې نوعې لري چې دوه يې د چين او يوه يې دهندوستان له هيوادڅخه ده.
• کانيناى (Caninae)
ددې نوعې ګلان،ګلابي اوسپين رنګي ګلونه لري چې اصلي هستوګنځاى داسيا،اروپا او شمالي افريقاهيوادونه دي او وروسته بياو نوروهيوادونوته دسوداګریواو نورو انساني راکړو ورکړو په درشل کې وړل شوې ده.
• کارليناى (Carolinae)
په شمال امريکا کې موندل کيږي چې دګلونودښکلا له امله ګڼ شمیرمينه وال لري.دپاسنۍ نوعې ګلونه سپين، ګلابي او روښانه ګلابي په زړه پورې رنګونه لري.
• چاينسيس (Chinensis)
دانوع دچين اوبرما په هيوادونوکې موندل کيږي غوره سپين، ګلابي،ژيړ،سره اومرکبو رنګونوګلان لري چې له همدې امله يې دکر زمينه پراخه ده .
• ګاليکانه (Gallicanae)
دګاليکانه دنوعې منشادلوېديزې اسيااواروپاڅخه سرچينه اخيستې ده او وروسته و نورو هيوادونو ته خپره شوې ده. دګلونو رنګونه يې ګلابي، سروته ورته اوپه ګلپاڼوکې يې ولاړې ليکې لري چې په ګلونوکې يې دطبيعي ښکلاوو کچه لوړه وي.
• جيمنوکارپاى (Gymnocarpae)
دجيمنوکارپايوه نوعه چې د Rosa gymnocarpa په نامه ياديږي په شمال لوېديځه امريکا او نورې يې په خنيزه اسياکې موندل کيږي.
• لايويګيټ (Laevigatae)
ساده سپين ګل دى چې له چين څخه يې سرچينه اخيستې ده.
• پيمپينې ليفوليا (Pimpinellifoliae)
دنوموړې نوعې اصلي ټاټوبى د اسيا او اروپاهيوادونه دي. دګلونورنګ يې سپين، ګلابي، روښانه او ابي دى، ګلپاڼې يې ليکې لري، چې نوموړو ليکودګلونوښکلا لا زياته کړې ده اود سيالانيانو پام يې په خپل موسم کې ځانته را اړولى دى.
• روزا (Rosa)
دنبات اصلي هستوګنځاى دشمالي افريقي هيواد دى خوله نيکه مرغه په هرځاى کې موندل کيږي. ددې نوعې ګلونه سپين، ګلابي، ابي اوسور ته ورته رنګ لرى.
• ساين سټايلى Synstylae
ساين سټايلى په هرځاى کې موندل کيږي. ګلونه يې سپين، ګلابي اوسره رنګونه لري،په زړه پورې ګلاب دى.
ساقه اوپاڼه:
ګلاب بوټه يې ونه ده چې داقليم په پام کې نيولوسره له يوڅخه تراوو متروپورې لوړوالى لري، ساقې يا څانګې يې اغزي لروونکي دي، واړه ډيراغزي لري، پاڼې يې مرکبې دي،زياتره يې پنځه پاڼييزه دي دپاڼې پاسنۍ سطحه يې ډیره زرغونه اولاندينۍ يادپاڼې شايې يې تورې ته ورته شنه ده. داصيل ګلاب څانګې خوا اوشا اوپورته وده کوي. ګلاب په ټوليزه توګه لمر ته ښه وده کوي، دودې بڼه يې يادګلابود بسترياله نورو بوټوسره، دشنو ديوالونو، د چيلی اويااحاطې په څيرده.
ډيرۍ ګلان پنځه ګلپاڼې لري پرته له Rosa sericea کورنۍ څخه چې څلورګلپاڼې لري. هره ګلپاڼه په دوو بيلو نرمو برخوويشل شوې ده چې سپينه اوبانجاني وي. په ډيرولږوانواعوکې نوموړې هغه ژيړه اوسره وي.
ګلپاڼې (Petals) پنځه کاسپاڼې (Sepals) هم لري پرته له Rosa sericea څخه چې څلور کاس پاڼې لري، دا پاڼې په بشپړه توګه اوږدې دي چې له پاسه خواڅخه هم په اسانۍ سره ليدل کيداى شي اود ګلپاڼوپه شا اوخوا کې دشنوټکو پشان ښکاري.
تخمدان دګلپاڼواوتاسپاڼولاندې پروت دى، په ګلونوکې دګردې ليږد دحشراتوپه مرسته ترسره کيږي چې وروسته دګل ميوه اوتخم منځ ته راځي، تخم يې په يوه کڅوړه کې پروت وي چې دهيپ (Hip) په نامه ياديږي.
ګل (Flower) :
دروز دکورنۍ ګلان سخت، معمولا پاڼې، پاڼې اودګلونورنګونه يې سره، قرمزي، سپين اوياژیړته ورته دساقې پرمخ په ځانګړې توګه اوياهم د ګل غوړیدو په موسم کې د وږي په شان له دريوڅخه ترپنځو او وروسته کيداى شي چې په ځانګړې توګه هم پرڅانګه و غوړيږي.
دګلابوميوه (Aggregate fruit) :
ميوه يې دتوتانودميوې په څيرجوړښت لري چې تخم يې دميوې په تشه کې پروت دى چی روزهيپ (Rose hip) يې بولي يولړاهلي ورايټي هيپ نه توليدوي، همداسې ددوې ګلپاڼې ډيرې نږدې اوډکې وي چې د ګردې اخيستلوله پاره ورته هم زمينه نه برابريږي. ډیرو ګلانوکې نوموړې کڅوړه (Hip) سور رنګ لري ليکن په ډيرولږوکې د کڅوړې رنګ تيزبانجاني اوياتوروي لکه په (Rosa pimpinellifolia) کې چې دتخم کڅوړه تيزه بانجاني اويا تور رنګ لري. هره تخمي کڅوړه (Hip) له بهرنۍ نرمې اوغوښينې طبقې څخه جوړه شوې ده چې دهاى پنتيم (Hypanthium) په نامه ياديږي، له ٥-١٦٠ پورې تخمونه په کې شته دى. (په تخنيکي توګه يوازې تخمي ميوې د اچين (Achenes) ) په نوم ياديږي چې په زيلانځ يا تخمدان کې په ښه توګه ځاى پرځاى کيږي. دځينوګلانوپر څانګونري شخ ويښته ډوله اغزي او دګلانو تخمي کڅوړې دډیرو نباتاتوپه پرتله دسي د ويټامين بشپړه زیرمه ده. تخمي کڅوړه دځينو الوتوونکو خوراکي توکى دى. دګلونوپر ساقويوه بله تيره وسله اغزي دي چې په تخينکي توګه دګلونوپه باندينۍ برخه راووځي چې په بنداو د بندونوپه منځ کې شتون لري. دګلونواغزي کاږه اوتيره دي. اغزي ګلاب ته په نورو ونواو بوټوباندې دختلوپه چاره کې مرسته کوي. ګلاب، نه يوازې داچې ښکلاييزنبات دى يولړيې دڅارويوله پاره دخوراکي توکوپه ډول کارول کيږي، ريښي اوڅانګې يې دخاورود تخريب مخنيوى کوي.