د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دقلم يون

سيدمنتظرشاه 17.12.2012 21:01

ماته هرڅه رڼا ژباړلي وو، زه درڼاګانودکلي هستوګن وم،له لومړنيوڅخه وم چې رڼا اومشالونه مې راوړي وو، زه د تيارو په ژبه نه پوهيدم، کله کله که به مې د تيارې کوم تصوير په خيال واند راپريوت وبه بوږنيدم بيابه ترډيره ځاى ته نه راتللم. نه پوهيږم چې څه راوشول اولکه دبور بوړکۍ غوندې مې د تيارو د توپان چت په سرراپريوت. ورو، ورو د تيارو په ذهن کې ورننوتم، ړومبى يوژباړن ته اړين وم خو هغه هم په ګوتورانغى، يووستوى دټکني ماښام په درشل کې يوې اوږدې شپې ته ور غاړې وتم.
په رڼاکې خلک ډيرشيان په سترګوويني، فکر پرې پرېکړه کوي او دژوند پرواټ لاره باسي خوپه تياروکې خبره بل ډول ده دلته يوازې غوږونه دي چې دافسانوي ديوانوپه بڼه د يويشتمې پيړۍ دسړي خوړوونکو دپلونو ښکالواوري اودذهن تر بريده يې رارسوي او يوازې زړه دى چې پردغه ترهجن واټ دلار ويستلو پريکړه کوي.

زماپه سترګوکې دومره واک کله وچې په تياروکې ووينم،د ستوروهملارى شم اودشپې تيروتنې وژباړم خوله نيکه مرغه چې پردې ساړه واټ کله غوږونوکله مې زړه پاللم او کله کله به يو نيم ستوري هم ګوښى نه پريښودم. غوږونو، دهغوي دخوځ د ښکالوازانګې زمادذهن تر بريده رارسولې چې دسپيدو دښکلا لوټ ته په څاوکې ناست وو. زړه هغه هسې ژباړلې چې په ښکيل شووواټونويې زماهوډاويون لاپياوړى کاوه.
په همدې اوږده شپه کې مې دافسانوي ديوانوتصويرونه دذهن په پراخه دښته کې بې واره راټوکيدل اولکه پردي ځواکونه اولښکرې په بې پروايي سره په مارش،مارش تيريدلې او دهرې ريژې سره به يې زماتاندې اونيمزالې هيلې دمارش دسرو ګامونولاندې مروړلې اوله ځانه سره به يې اخيستې، کله به مې ديوه، ديو انځورترسترګوشو چې زموږ دکلي دشپنوستوني به يې زبيښل اوکله به مې د ذهن په سارا کې هغه روو سر را وواهه چې زموږ نيمزالې به يې لوټ کړې وى او اوس یې ځانونه دهغوي دپت او عزت ساتندويان بلل.خوکله کله به مې يواشنا اوازهم ترغوږه شوچې:
زماسرغړانده اوسرګردانه!
((وړمه ورځ مې ستادتاريخ يوه پاڼه ولوسته چې په کې ليکلي وو د١١ پيړۍ امپراطور، ددې پاڼې په يوه ژۍ کې په سره کرښه ليکل شوي ووچې يوازې دجنوبي اسيادخلکوسوکالي، خپلواکي او ورورولي غواړي، پردې ليکلاردې پوره لاره ووهله خوزه پوه نه شوم چې دا راسا لاريوون ولې ټکنى شواو ددې لوې وچې جرګه مشري او سرولي دې ولې له لاسه ووته.

يوه ورځ دې خلکوته دخپلواکۍ، یووالي، مينې اوګډژوند لوست ورکه، بيادې تراروپاپورې دخپلې عقيدې ولې وغزولې اودخپل تهذيب يولوی ښوونځی دې هست کړ، خوډيرژرله خپل پلارني ټاټوبي محروم اوبيا دژوند ترپايه پرديس پاته شوې خپل کورته په پټوسترګوراغلې، نن دې خوا اوشاځوځان ولاړ دي او له فلسفې دې چاکومه څیړنه هم ونه کړه.
هوپرون خوستايوه ويلي وو چې ((زه خوشال به دکفن سره راپاڅم- که مې وليدچې افغان دچاغلام دی))پوهيږم چې داوصيت دې هم پرځای کړی دی ځکه پرون مې ستادتيرمهال يوه کوچنۍ ګوښه ولوسته، په کې ليکلي وو هلته چې دښکيلاګرو د ظلمتونو په دايره کې لمرنه لويده نوبيا ستاپرمټه دظلمونو تيارې د سويلي اسياله لمنې ټولې شوى، همداسې وشول اود لومړي ځل له پاره دډيرې سترې امپراطورۍ اميل دلمرونوپه سيمه کې وشليد، ډيروفکرکاوه چې ته به سرغندوى، بولندوى او سرلارى پاتې شې، خوهسې ونه شول، ستادزړه ټوټه نيمه شوه او ته بيالکه ملنګ دخپل کلي په دروازوکې بهرپاتې شوې، خو دلته يې هم هوسا پرينښودي پرديس شوې اوخپل کورته په پټو سترګو راوګرځيدې لکه چې ستاسودود همداسې وي چې دکارسړي موله کوره شړۍ.
مور خپل بچيان یوپه يو پيژني، پوهيږم چې په خټه کې دې ارامي نشته، بيا لکه دثورتالنده او تنا له هسکوغرونو راښويه شوې اودنارواوو څخه دژغور په هیله دې له چارسدې نه ترکيسه خانې پورې ښارونه په خپلووينوومينځل، خو څه په لاس درنغلل، ښه دې وکړل چې دعدم تشددپرواټ دې يوه ډيره اوږده لاره ونيوه، هوداښه وه خوته يوداسې ارام سمندر يې چې زړه کې دې توپانونه خوځيږی او ارام کله منې لکه څپې اوړې رااوړې کله دتاريخ پريوکمراوکله يې پربل کمرلويږې.
پرون ماسپښين دې يوبل زبرځواک هم له پښووغورځاو، دتاريخ پر وچولي دې دخپلواکۍ يوه بله ډيوه هم ولګوله.خوددې وياړنې لوټ ته دې بل چامټې رانغښتلې دي او داسې بريښي چې داوياړ اوپرتم دې هم له لاسه وباسي.داټولې درسره منم تاڅوک دتورې پرمټه نه شي مری کولی،ستامټه، هوډ اوميړانه له تورې لوړه ده خوداوارې زه ډيرترهيدلی اووارخطايم ځکه نوره له تاسره څوک دتورې لوبه نه کوي، هغوي ته ستاتوره اوشوبلې مالومې دي، ستا دشوبلواوپرتمونوکيسی يې په خپلو تاريخونوکې ساتلې دي،هغه ستاپه شان نه دی چې شاته نه ګوري،هغوي ته دالاره مالومه ده، خوزه يوه کاواکه انديښنه لرم او هغه دا چې دا وارې ته خپلوبړيڅوورته دپښواو لاسو تړلی يې، خو خيرداهم دومره دچورت خبره نه ده ځکه تاڅو څوځلې داثابته کړې ده چې ستامړی هم پروت وي نوانشاالله څوک به پرې دبريدګواښ ونه کړي خوزه د داسې يوې پلمې څخه ډارلرم، چې هغه په سترګو وينم، په غوږونو يې اورم او په بدن يې احساسوم، ټه لګيايې لاهماغه غړکۍ شاربې چې کوچ ترې نه ووځي،داځل نو که ته همداسې ويده پاته شوې نوبيابه ترابده مری اوغلام پاتې کيږي او هغه ډار چې زه يې په سر اخيستی يم اوته پرې غلاميږي، هغه، هغه دقلم وسله ده چې له تاسره يې رقم ډيرکم اوپه ګانده کې يې ته له چلولوڅخه محروم يې.

هو، يوه وروستۍ خبره مې واوره، ستادکلي جوماتونه، مدرسې اوښوونځي نيږدې نيمه پيړۍ کيږي چې ستادبړيڅوپه لاسونوړنګيږي. هوکی، که همداسې بې توپيره پاتې شوی نوزه دې وينم چې ته غلام يې، مري يې او له دې غړوندي به سربهرنه کړې)).

له هغې دمه تردې دمه مې هماغه اشنااوازپه غوږونوکې انګازې کوي، زړه مې غواړي چې يو لوړغرته پورته شم غرونو، ناوونو، شوبلو، ځنګلونو، سيندونو، شپنو، ميندو، مشرانو، کشرانو ان له ځمکې تراسمانه نارې کړم چې ((هغه ډار چې زه يې په سر اخيستی يم اوته پرې غلاميږي، هغه، هغه دقلم وسله ده چې له تاسره يې رقم ډيرکم اوپه ګانده کې يې ته له چلولوڅخه محروم يې)).


ډسمبر ۲۰۱۱