د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سيدمنتظرشاه

08.09.2013 12:35    |   سيدمنتظرشاه زموږه کلی (۲)

شعر

31.05.2013 17:05    |   سيدمنتظرشاه بي باوره کرښه

شعر

16.02.2013 12:20    |   سيدمنتظرشاه دګلاب نباتي اواګرونوميکي ځانګړتياوي (پنځمه برخه):

داچې دګلونو موسم را روان دی نو لازمه وګڼل شوه چې دګلونو نباتي او اګرونوميکي ځانګړتياو درنو لوستونکوته وړاندې شي څو په هيواد کې د ژوند دچاپيريال دساتنې ترڅنګ دګلونو اقتصادي، صنعتي، ټولنيز او فرهنګي ارزښت په پام کې ونيول شي. څو هيواد مودګاونډيواونړۍ والو هيوادونو په څيرد ګلابو دټولو اقتصادي اړخونو څخه ګټه واخلي او له دې لارې موپه ملي عوايدکې لوړوالي راشي او دنوروپرمختللو هيوادونو په څيريې دمحصولاتو څخه ګټه واخلي.

02.02.2013 13:50    |   سيدمنتظرشاه دګلابوفرهنګي اوښکلاييزارزښت ۴ برخه

د تاريخ په اوږدوکې ګلابونه دنړۍ له ډيرومنل شووګلونوڅخه ګڼل شوي دي چې دژوند په بيلابيلو اړخونوکې دهنرمندانو، ګلروزونکو، شاعرانواومليارانوله خوا کارول شوي، ستايل شوى اود خوښيو، ښاديو، مذهبي اوملي مراسموپه لمانځلوکې ورځينې کاراخيستل شوى دى.

18.01.2013 19:57    |   سيدمنتظرشاه خلک،‌زاڼې

غازي وطن، شهيد يې کلي او زما ښکلي خلک زما په ذهن کي انځور دي د وخت څلي خلک مورې ! له چا دې د کنډو بچيو پوښتنه وکړم خدایه ! په تا مې مور سپارلي وو ښاغلي خلک

31.12.2012 17:59    |   سيدمنتظرشاه مړه کامونه

د ملي شورا هغه څوارلس دورې مې سمې یاد ته نه راځي، هسې به مې يا د کوم سالک له خولې اوريدلي وي او يا به يې د معاصرو تاريخې يادونو له مخې شميره را مالومه وي. خو ددې وروستيو دوه دورو عيني او ريښتنی شاهد يم. ان تردې چې د نوموړې غميزی په لړکې مې يو کانديد دوه، چې د نورو په پرتله راته مناسب ښکاره شوي وو په نښه کړي او ټاکلي دي، ګوندی طبيبان شي او د يو ډاډمن قانون په چوکاټ کې زما د ټولنيز ژوند ناروغه ټپونو ته درملپټۍ او بې وزليو ته د پای ټکی کيږدی. خو هغسې ونه شوه، هيله هماغسې هيله پاتې او بشپړه نه شوه.

17.12.2012 21:01    |   سيدمنتظرشاه دقلم يون

ادبي ليکنه چې ديوافغان له هيوادسره دمينې څخه سرچينه اخلي

09.12.2012 18:23    |   سيدمنتظرشاه دګلاب جغرافياوي خپريدنه (دريمه برخه)

دګلونوپيدايښت اوپراختياپه اړه جلا جلا پوهانوخپلې نظريي ليکلي دي اوپه دې اړه په زړه پورې څيړنې او لټونې کړی دي چې په لنډ ډول په دې ليکنه کې ورته اشاره شوې ده.

31.10.2012 18:24    |   سيدمنتظرشاه د ګلاب جغرافياوي خپرېدنه (دريمه برخه):

دجغرافياوي، اقتصادي او فرهنګي ارزښت په اړه دګلاب محصولات په لنډ ډول روښانه شوي دي او يو تخنيکي معلومات د درنو لوستونکو له پاره په ليکنه کې په پام کې نيول شوي دي.

06.09.2012 20:31    |   سيدمنتظرشاه ګلاب (دوهمه برخه)

وايي چې ګل هغه نعمت دى چې الله (ج) له جنت څخه زموږ نړۍ ته دجنتي ډالۍ په توګه را استولى دى. يوجنتي الهام دى چې له ښکلا، رنګ اوعطرونوڅخه يې دمينې، بلنې، جرګې، سولې اوخوښۍ څرګندونه کيږي. له همدې کبله په ټولنيزژوندکې دانساني اړيکو ترمنځ دسولې، مينې، ورورولۍ ،يووالي، خوښۍ او وياړ دسمبول په مانا پيژندل شوى اوپه ټولنه کې دسوکاله ژوند يو څرګند بيان دى.

11.08.2012 14:10    |   سيدمنتظرشاه ګلاب (Rose) (لومړۍ برخه)

ګلاب په بشري ټولنيز ژوند کې ديوې ځانګړې برخې خاوند دی چې پردې بهير کې بيلابيل سمبولونه ځانته خپل کړي دي.

28.09.2011 15:45    |   سيدمنتظرشاه غلې

په دې ليکنه کې دغلوپه استازيتوب يوازې غنم ترمطالعې لاندې ونيول شول. په دې موخه چې دنوموړي نبات دکرسيمه پراخه ده اوداوبولاندې اوللمې شراطوکې دودې اوحاصل ورکولووس اوتوان لري. له بله پلوه دغه غله په پراخه کچه له بهرنيوهيوادونوڅخه راځي سره له دې چې که په هيوادکې اړوندومقاماتوله لارې لازمي تدابيرپه کارواچول شي نونږدې ده چې زموږهيوادبه داړتياوړغنم خپلوبزګرانوپه مټه توليداوداتشه به ډکه کاندي. همداراز دمني دکرموسم رانږدې شوى لازم ليدل شوي چې دکرنې دکارمندانو، محصلينواوګرانوبزګرانوله پاره ټولې هغه لارې چارې چې دغنمودحاصل دلوړوالي اودکيفيت دښه والي سبب ګرځي دکرله پيله بيا ان دحاصل اخيستلواوپه ساتنځايونوکې دځاى پرځاى کولو پورې په پام کې نيول شوي دي.

25.08.2011 13:29    |   سيدمنتظرشاه دوه شعرونه

هسک دذهن مې راپوښي تردې دمه، ستا د مينې د واورين پوړ ساړه ژمي کابل - ١٠\٠٧\٠٩

25.08.2011 13:22    |   سيدمنتظرشاه دخرما ميوه اوښکلاييزارزښت يې

لکه څنګه چې په تېرومخونوکې يادونه شوې ده ددې اثريوه موخه له يوه نبات څخه دوه ګونې ګټه اخيستنه ده په همدې اړه يولړنباتات چې دميوې ترنامه لاندې پيژندل کيږي دلته دميوې ترڅنګ دښکلايزوونواوبوټوپه توګه هم ترمطالعې لاندې نيول شوي دي. په دې لړۍ کې موخرما چې نه يوازې داچې مبارکه ميوه ده دخپلې طبيعي او سمسورې بڼې له مخې مودښکلاايزوونواوبوټوپه لړليک کې دڅوموخوله کبله ونيوله. ١. خرمازرګونه کاله وړاندې بشري نسل دلوږې ژغورلى دى. ٢. مبارکه ميوه ده چې دالله په کتاب اودرسول کريم (ص) په ګڼوحديثونوکې يې يادونه شوې ده. ٣. طبيعي ښکلالري اوتل شين نبات دى چې دژوندپرچاپيريال ګټوره اغيزه لري. ٤. ښکلاايزونباتاتوپه سر کې قرارلري. ٥. دميوې دتوليدترڅنګ له طبي ارزښت څخه برخمن دى.

24.08.2011 21:22    |   سيدمنتظرشاه تاند

دځوانۍ هسک چنارمې له برمه پريوځي

05.02.2011 22:30    |   سيدمنتظرشاه شومه دم

وخت شومرورد تورو شپو تر سلسلو خداى زده چې پخلاشي د سپېدو تر سلسلو پېيمه شوګېرۍ به د پېړېو شومه دم کې نور ژوند به زنګومه دکلو تر سلسلو