د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په مورنۍ ژبه زده کړې او د پوهنې وزارت

رفيع الله ستانکزی 13.11.2012 20:08

په مورنۍ ژبه زده کړې د زده کوونکو يو بشري حق دی، چې د نړۍ هر قانون او هرې علمي څېړنې یې اغېزمنتيا او ښه والی په ډاګه کړی او تاکيد یې ورباندې کړی دی. د بېلابېلو ژبو پيدا کوونکو خاوند ستر څښتن تعالی هم هر قوم ته د هماغه قوم په ژبه پيغمبر لېږلی دی، چې وکولای شي، خپل قوم ته په خپله ژبه د دين مفهومونو په ساده او آسانه ډول ورورسوي؛ نو په همدې پار مورنۍ ژبه د نړۍ د نورو قانونونو ترڅنګ اسلامي قانون هم مهمه او اغېزمنه ګڼلې، چې بايد هر ماشوم او په لويه کې هر انسان بايد په خپله مورنۍ ژبه زده کړې وکړي.
دا چې موږ اوسمهال په خپله مورنۍ ژبه خپلو ماشومانو او يا لويانو ته د زده کړو زمينه برابره لرو؟، آيا موږ خپل حق ترلاسه کړی؟، آيا د خپل حق د ترلاسه کولو په پار مو څه ترسره کړي؟ آيا چارواکو چې مسؤليت یې زموږ د حقونو راکړه ده، خپله دنده په سمه توګه ترسره کړې؟ او آيا موږ د کورنيو او د خپلې ژبې د ويونکو په توګه خپله دنده او رسالت په سمه توګه ادا کړی؟ دا او دېته ورته نورې ډېرې پوښتنې ښايي زموږ په ذهنونو کې راوګرځي، خو اوسمهال يې یوازې همدې څو پوښتنو ته د ځواب لپاره تم کېږو او د ځوابولو هڅه یې کوو.
الحمدالله موږ تر بل هر وخته دا مهال د زده کړو لپاره ښه چانس لرو، د زده کړو د ترسره کولو لپاره زموږ د هر انسان – لوی او واړه په زړه کې ډېرې هيلې شته دي او زرغونې شوې دي، دا چې موږ د دغو هيلو د لا زرغونتيا لپاره کار وکړو، دا به مو غټه توره کړې وي او خپل مسؤليت به مو ادا کړی وي، کنه نو خدای، رسول او خپل ملت ته به ګنهار يو، دا مسؤليت او ستر ثواب هغه وخت ترلاسه کولای شو، چې د خپلو ماشومانو او لويانو په خوښه ورته زده کړې برابرې کړو، د هېواد د ډېريو وګړو خوښه په خپله ژبه د زده کړو ترسره کول دي، چې زموږ اوسني چارواکي يې په پوره کولو کې ناکامه دي، په تېره بيا د پوهنې وزارت، کېدای شي، د پوهنې وزارت ډېرې برياوې ولري، خو د مورنۍ ژبې د زده کړو د برابرولو په برخه کې یې لا خپل مسؤليت په سمه توګه نه دی ادا کړی. په لکونو ماشومان لا د خپل روا حق څخه محروم پاتې دي او دا محروميت يې د وروسته پاتې والي او له زده کړو سره د نه لېوالتيا لامل دی. په مورنۍ ژبه زده کړې د نورو بنسټيزو حقونو (د اوبو، خوړو، هوا او روغتيا) په شان يو بنسټيز حق دی؛ که ورنکړل شي، خدای مه کړه د لوست له مرګ سره به مخ شي.
ولې په مورنۍ ژبه زده کړې غواړو؟
د پوهانو وينا ده، چې له ښوونځي څخه د ماشوم د مورنۍ ژبې وېستل، د ماشوم وېستل دي؛ نو د دې لپاره، چې د هېواد بچيان له ښوونځيو څخه وېستلو ته اړ نه کړو، نو بايد د دوی د حق د ورکولو په برخه کې چوپه خوله پاتې نه شو، ځکه کېدای شي نننۍ چوپتيا مو د سبا ورځې د تباهۍ پيل وي.
که ماشوم ته په خپله مورنۍ ژبه زد کړې برابرې شي، هغه به دېته نه اړ کېږي، چې لومړی دوهمه ژبه زده کړي او بیا لوست يا درس، ماشوم به نېغ په نېغه درس يا لوست زده کوي او په ښه او آسانه ډول به يې ذهن ته سپاري او د ذهني ودې ترڅنګ به يې له لوست سره مينه او لېوالتيا هم ډېره شي.
خو که ماشوم په پردۍ ژبه زده کړې وکړي، هغه اړ دی لومړی هغه ژبه زده کړي، چې ده او يا دې ته لا پردۍ ده، دوی ورسره اشنا نه دي. که يې وتوانېدل چې ژبه زده کړي بيا به لوست زده کوي، له دې لارې به مو ماشوم کمزوری، البته په اروايي لحاظ کمزوری او کم جراته ټولنې ته وړاندې کړی وي، پرځان به وېسا يا متکي نه وي، يو ډول عقده يي انسان به ورنه جوړ وي.
اوس نو چې موږ ته د خپل دې بنسټيز حق اړتيا او اغېزمنتيا هم په ډاګه شوه او دا هم را معلومه شوه، چې تر اوسه لکونه ماشومان له دې حقه محروم پاتې دي. آيا موږ د دې محروميت د له منځه وړلو په پار څه کړي دي او کنه؟
ډېری دوستان له تېرو کلونو راهيسي په ډېر زحمت سره د دې حق د ترلاسه کولو په پار منډې او ترړې کوي، دغو منډو يې ځای ځای ښه پايله هم لرلې، خو د پوهنې وزارت د بې پامۍ له امله دا منډې اوس بيا ټکنی شوي او د هغو منډو په پايله کې چې کومې ژمنې شوې وې، هغه يې نه دا چې نه دي پوره کړي، بلکې د دې حق د غوښتلو او يا د دې ستر ارمان د پوره کېدو په مخ کې يې نورې ستونزې هم زېږولې دي.
د پوهنې وزارت په ځينو د ګوتو په شمار ښوونځيو کې پښتو ټولګي جوړ کړل، خو يوازې په پښتو ټولګيو جوړېدو خبره نه خلاصېږي، دغه ټولګي مسلکي ښوونکي غواړي، ښه او د اوسمهالو غوښتنو سره سم کتابونه او سمې درسي خونې غواړي. له بده مرغه چې تر اوسه یې هېڅ هم نه دي پوره شوي، يوازې دا نه چې مسلکي ښوونکي يې ورته استخدام کړي نه دي، بلکې د يو ډول رشخند په توګه يې هماغه پخواني پارسي ژبي ښوونکي، چې پښتو ژبه يې سمه لا زده نه ده ورته د ښوونکي په توګه مقرر کړي دي. له دې کار سره يې د مورنۍ ژبې د زده کړې پلويان له مورنۍ ژبې زړه توري کړل، ماشومانو خپلې کورنۍ ته د دې پروسې څخه شکايت وکړ او حتا ځينې کورنۍ اړ شوې، چې خپل ماشومان بېرته هماغو پخوانيو ټولګيو ته بدل کړي، دا يو ډول په لوی لاس پلان شوي کار ته ورته عمل دی، پښتو ټولګي جلا کېږي، دې ټولګيو ته د هماغه ښوونځي د ادارې له خوا په بده سترګه کتل کېږي، خو په لوی لاس ورته نوي او پښتانه مسلکي ښوونکي نه استخدامېږي.
ځينې وخت د پوهنې وزارت چارواکي دا وايي، چې د ماشومانو کورنۍ خپل ماشومان دغو جلا شويو ټولګيو ته نه داخلوي او د هغوی له خوا لېوالتيا کمه ده، ځکه دوی په دې کار کې پڅ دي، ځينې ځايونه د دوی دا خبره سمه ده، خو زما پر اند په ډېريو برخو کې د همدې وزارت دغه ډول کړنې چې د پارسي ژبي ښوونکي له خوا ورته تدريس کېږي، داسې ښوونکي په پښتو ژبه تدريس ته را استول کېږي، چې په پښتو خبرې نه شي کولای؛ نو داسې ښوونکي به څنګه تدريس وکړي. ماشومان به هرو مرو له دې حالته سر ټکوي او کورنۍ چې بل بديل نه لري، اړ کېږي، خپل ماشومان بېرته پخوانيو ټولګيو ته بدل کړي.
بيا هم په خپلې خبرې ټينګار کوم، چې د پوهنې وزارت سره سره کورنۍ هم بايد خپل ماشومان وهڅوي او هغوی ته دا حق ورکړي، چې په هغو ټولګيو کې زده کړې وکړي، کوم چې د دوی په مورنۍ ژبه دي. له دې لارې به يې خپل ماشومان په نامستقيم ډول زده کړو ته هڅولي وي او راتلونکی به يې ورته روښانه کړی وي.
کورنۍ هم بايد په دې برخه کې بې غوري ونه کړي او تر ډېره بريده هڅه وکړي، چې خپلو ماشومان ته خپل حق ورکړي او د دې حق د اخیستلو په برخه کې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړي.
د پوهنې وزارت بايد د تشريفاتو ويناوو او نمايشي غونډو څخه خپل ډېر پام د ماشوم د بنسټيز حق ورکولو ته واړوي او د ماشومانو سره دې د سترې کېدونکې جفا مخنيوی وکړي.

په مورنۍ ژبه د زده کړو د ارمان د ترسره کېدو په هيله