د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ذهني پياوړتيا د لارښوونو دوهمه برخه

رفيع الله ستانکزی 02.10.2007 04:00

دويم لوست

د مغز ساتل

د مغز د ساتلو لپاره بايد څه ډول شرايط برابر شي؟

تر هرڅه وړاندې لومړی بايد پوه شو، چې زموږ مغز زموږ د بند د نورو غړو په څېر وينه اخلي، په ۲۴ ساعتونو کې د ۲۰۰۰ څخه تر ۲۲۰۰ ليتره وينه زموږ په مغز کې جريان ترسره کوي، دا اندازه وينه زموږ د بدن د وينې د ټوليز حجم ۴۰۰ برابره ده.

د وينې لړۍ په مغز کې د هيجاناتو او مغزي کړنو له امله چټکتيا پيدا کوي او د خوب په حالت کې بېرته ورو کيږي، له بله پلوه ځينې دقيقو علمي ازميښتونو ښودلې ده، چې ډېر تيز هيجانات او ډېر مغزي کار زموږ د مغز تودوخه ۰/۱ درجه لوړوي او د خوب په حالت کې د ۰/۱ څخه تر ۰/۳ پورې بېرته ښکته کيږي، چې دا موضوع د وينې د جريان رول زموږ په مغز کې په ډاګه کوي.
لکه څنګه چې پوهېږو زموږ وينه اکسيجن ته اړتيا لري، نو د دې لپاره چې زموږ حافظه ښه کار ترسره کړي او يا هم د کوم فکري کار د سرته رسولو لپاره موږ بايد خپلې وينې ته په پوره او ښه ډول اکسيجن برابر کړو. خو څه ډول؟ لږ تر لږه موږ بايد په خپل اونيز مهالوېش کې يوه ورځ دا ور ډېره کړو چې موږ باي په اوو ورځو کې يو ورځ په آزاده هوا کې د ښار څخه بهر تېره کړو او له بله پلوه موږ بايد د فکري او ذهني کارونو د سرته رسولو لپاره لږ ډېر مهال په نظر کې ونيسو، د بېلګې په ډول: که چېرې تاسو زده کړيال (محصل) او يا زده کوونکی ياست، په هر ساعت کې يو ځل د خپلې کوټې کړکۍ خلاصه کړﺉ او د يوې يا دوو دقيقو لپاره په ژوره توګه ساه واخلی، په کومه کوټه کې چې د سګرېټو او نورو شيانو له امله هوا خرابه او مرداره شوې وي، بايد په هغه کوټه کې لوستنه (مطالعه) ونه کړو، له هغو بخارونو څخه چې ستاسو د کوټې اکسيجن په خپل ځان کې ورکوي له هغو څخه ډډه وکړﺉ؛ لکه هغه بخارۍ ګانې چې د ذغال، ګاز يا نفت سوځوي او دا بخارۍ ګانې به د ګوټې څخه بهرته کومه لارهم نه لري، نو د دې لومړي اصل پايله داده، چې د مغز د ښه ساتلو لپاره بايد: د خپلې وينې لپاره په منظم ډول پوره او کافي اکسيجن ورکړﺉ.

د مغز د ښه ساتلو لپاره دويم اصل پوره او کافي خوب کول دي، دا خو څرګنده او روښانه خبره ده، چې پوره او ارام خوب د حافظې د آرامتيا سبب ګرځي، خو ځينې وګړي سره له دې چې د خپلې حافظې د کمزورتيا څخه سرټکوي، فکر نه کوي چې کم خوبي د ده د مغز طبعي جريان ته زيانمنه ده، نو د شپې له پلوه پوره او آرام خوب د فکري او ذهني کارونو لپاره د مغز او حافظې ښه چمتو کول دي، بايد په څلورو وېشتو (۲۴) ساعتونو کې بالغ وګړي لږ تر لږه بايد ۷ – ۸ ساعته، زده کړيالان او زده کوونکي (۱۶ څخه تر ۲۲ کاله) بايد ۸ ساعته خوب وکړي، نو بايد ووايو چې زموږ د دويم اصل پايله په وړ اندازه ارام خوب کول دي.


خپله حافظه مه خرابوﺉ!!!


لکه څنګه چې مخکې مو وويلې، کولای شو، خپله حافظه د ځينو اصولو او قواعدو په کره او سم ډول کارولو او سرته رسولو سره پياوړې کړو او دغه پايلې هغه مهال ګټورې په زبات رسيږي، چې ټول هغه غړي بايد د فزيولوژي له نظره ښه حالت او جوړښت ولري، کوم چې د حافظې د عمل کولو په لړۍ کې ونډه او دنده لري، ځکه چې که دا غړي پياوړي وي، نو حافظه هم پياوړې پاتې کيږي او کنه بيا د حافظې څخه هم د ښو پايلو هيله نه شو کولای.


آيا دود يا لوګی حافظې ته زيان رسوي؟

که چېرې وګورو ځينې عملي (معتاد) وګړي وايي، چې سګريټ څښول د دوی د حواس او فکر تمرکزيت ساتي او د دوی سره د ځينو غمونو په هېرولو کې مرسته کوي، ښايي د مغز د بې سده کولو وروسته ېې د لږ مهال لپاره فکر غلط او غم يې هېر شيو خو د ډېرو پوهانو په انده اوږد مهاله او پرله پسې دود او ګرد د حافظې لپاره زيانمن ده او په ځانګړې توګه هغه کسان چې عملي دي دوی به د د (۴۰) کلنۍ څخه وروسته د حافظې دکمزورتيا څخه د نورو هغو وګړو په پرتله چې عملي نه دي، ډېر ځوريږي، نو پر دې بنسټ موږ فکر کوو، چې زموږ د دريم اصل پايله د دودونو—سيګريټ او نورو څښلولو څخه دې ډډه وشي.
او بالاخره د الکولو (شرابو) د څښلو دې په کلکه ډډه وشي:
که چېرې تاسو د خپلې حافظې د پياوړې کېدو سره مينه لرﺉ، نو د الکولو د څښلو څخه په کلکه ډډه وکړﺉ. په منظم ډول د شرابو څښل د حافظې د کمزورتيا لامل کيږي.

خو کوم شی چې بايد په پام کې ونيسو هغه دا چې په تصادفي او ناڅاپي ډول د لږو شرابو او الکولو څښل هم د انسان ځينې يادښتونه د حافظې څخه ورکيږي او په پرله پسې ډول د شرابو څښل خو د حافظې د ډېرې کمزورۍ سبب کيږي.

ټول پوهېږو کوم مهال چې څوک په مستۍ کې وي، له هغو پېښو څخه چې د ده په څنګ او چاپيريال کې پېښيږي کابو هېڅ يې په ياد نه پاتې کيږي. بايد په هر وخت کې خو په ځانګړې توکه بايد د لوستنې، په کوم پروګرام کې د ګډون کولو او يا هم چېرته د وينا کولو څخه مخکې د الکولو حتا د وربشو د اوبو او نورو د څښلو څخه دې هم په کلکه ډډه وشي، نو زموږ د څلورم اصل پايله داده چې د الکولو او الکولي څښاکو (مشروباتو) د څښلو څخه ځان وژغورﺉ. په لنډ ډول ويلای شو، چې دغه لانديني څلور اصله د مغز د ښه ساتلو لپاره په ياد وساتی:
۱- خپلې وينې ته په ښه او پوره ډول اکسيجن ورکړﺉ.


۲- په کافي اندازه او آرام ډول ويده شی.


۳- دود مه مصرفوﺉ.


۴- د الکولو څښلو څخه ځان وژغورﺉ.


دويم (۲) تمرين

دا هماغه لومړني تمرين ته ورته تمرين دی، خو د (۲۰) شلو کلمو يا نومونو د نوم لړ سره:

ځلا، ډيوه، سندلۍ، کښتۍ، مينه، زده کړه، پخته، لرګی، توره تخته، لوښی، نښه، ملګرتيا، توپ، لوبه، سيند، بوټ، پوښ، ليک، کتاب او قلم.
پورتنی نوم لړ د يوې نيمې دقيقې لپاره ولولی او بيا د دغه نوم لړ کاغذ له سترګو پناه کړﺉ او کوښښ وکړﺉ، تر څو پورتني ټول په ترتيب سره ولولی او هغه څه مو چې په ياد دي هغه وشمېرﺉ.

که چېرته ستاسو د (۱۸ – ۲۰ ) پورې نومونه په ياد پاتې وو، نو افرين او مبارک مو شه ستاسو حافظه ډېره زياته ښه ده، که چېرې مو د (۱۵ – ۱۷) پورې نومونه په ياد پاتې وو، ستاسو حافظه بيا هم ډېره ښه ده، که چېرې مو د (۱۰۱۴( پورې نومونه په ياد پاتې وو، نو ستاسو حافظه منځنۍ (متوسطه) ده او که چېرې د )۱۰( څخه لږ وي، ستاسو د کمزورې حافظې ښکارندويي کوي او دا په ډاګه کوي، چې تاسو د خپلې حافظې په کارولو نه پوهېږﺉ، په داسې حال کې مه وارخطا کيږﺉ، ځکه چې په راتلونکو تمرينونو کې به داسې ځانګړې درسونه تاسو ته د همداسې نوم لړونو (لستونو) د يادولو په اړه وړاندې کړو.
ګرانو لوستونکو اوسنۍ پايله د خپل يادښت په کتابچه کې وليکی، ځکه چې په دې درسونو کې د پرمختګ څخه وروسته يې د همدغې پايلې سره يې پرتله کړﺉ.

دريم (۳) تمرين

دا تمرين ډېر آسانه دی، په دې تمرين کې تاسو کولای شی د خپلې تېرې ورځې څرنګوالی او څنګه والی په انځوريز ډول وليکی او د تېرې ورځې د کارونو په اړه هم وليکی، تر څو موږ ته ستاسو د تېرې ورځې بشپړ تصويري کلام په لاس راشي، که چېرې د ستړيا احساس کوﺉ، نو په يو بل کار پيل وکړﺉ او وروسته د )۱۵( پنځلسو دقيقو يا نيم ساعت څخه بيا په دې کار بوخت شی.
په راتلونکو درسونو کې به د يو شي د نه هېرېدلو او اړوندې موضوع خبرې وشي، ځکه چې زموږ ټولنه کې ډېری وګړي د همدې کمزورﺉ څخه ځوريږي.

نور بيا....

ژباړه او اوډنه:   رفيع الله ستانکزی