د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

والي صاحب خدای دې راوله!

رفيع الله ستانکزی 27.11.2008 11:02

هر ملت او هر ټبر حق لري، چې په آزاده توګه ژوند وکړي او د ژوند کولو لپاره تر ټولو اړين توکی، ښوونه او روزنه ده، چې دا هم پر هر مسلمان فرض شوې ده.
د دغې فريضې د ترسره کولو لپاره بیا چارواکي اړ دی، چې زموږ ښوونې او روزنې ته زمينه برابره کړي او وړ توکي ورته برابر کړي، چې دا دی دا ځل زموږ ګران والي صاحب، جنرال عتيق الله لودين د خپلو نورو چوپړونو ترڅنګ دا ځل د ښوونې او روزنې ډګر ته پام وکړ، جنرال صاحب لودين وويلې، چې په خپلو شخصي پيسو به د لوګر ډېرو ښوونځيو ته کمپيوټرونه راونيسم او هغوی به له نوې ټيکنالوژۍ خبر کړم، چې دا کار يې د  نورو کارونو په څېر د قدر او ستاينې وړ دی، باور وکړﺉ، چې پخوا به مې د لوګر د چارواکو په اړه فکر کاوه، نو لټي، تنبلي او جېب ډکوونه به مې د ذهن په پرده راڅرګندېده، خو اوس د خدای په فضل موږ ته کاريګر او زيارکښ والي خدای را په برخه کړ، د والي صاحب شاليد ته چې ګورم، ان شاالله د لوګر راتلونکی به زرين وي، ځکه چې د طالبانو د پرزېدو وروسته، چې کله د مجاهدينو په جامه کې غلو هرې خواته خولې اچولې نو ښاغلي جنرال صاحب د دغو غلو مخې ته درېدلی او هغوی يې بېرته د خپلو شومو موخو مخ توري وګرځول. د والي صاحب د دغه سترکار لپاره يوازې د لوګر ولس نه بلکې د ټولې پکتيا، خوست او هغو سيمو ولسونه د والي صاحب نه منندوی دي.
دلته يو بل مسؤليت، چې د رسنيو او د قلم د خاوندانو دی، هغوی بايد دغسې کارونه وستايي او تل يې په ښه نامه ياد کړي، ځکه چې هڅوونه د نورو پنځونو او لا ښه کېدو يوازينۍ کيلي ده.
د يادونې وړ ده، چې پخوا تر دې، د حاجي صاحب تاڼه دار په نامه هم په خپل شخصي لګښت د ښوونې او روزنې په برخه کې خپله ډېر زيار او پيسې په مصرف رسولې دي او همدارنګه يو بل سوداګر هم دی، چې هغه هم د ژمي پرمهال د ښوونځيو ښوونکو ته معاش او د لوګر ځينو جوماتونو ته د ژمي لپاره لرګي اخيستي دي.
زموږ يو بل ګران هېواد پال شفيق مريد (ستانکزی) چې په لندن کې مېشت دی او د بېلابېلو لارو يې خپلو هېوادوالو ته چوپړ کړی دی، چې د کرکټ ملي لوبډلې هر  غړي ته يې يو بېل موبايل سيټ او د کرکټ بورډ سره يې دوه لکه افغانۍ مرسته هم کړې، چې د هر يوه هر کار د ستاينې وړ دی.
د دوی ټولو مرکې او ښکلي انځورونه به په راتلونکي کې د يوې ځانګړې پاڼې له لارې خپاره شي.

په مينه