د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لوگری ولس د پاڼ او پړانګ ترمنځ

رفيع الله ستانکزی 11.08.2014 11:49

(د دولتي ځمکې د وېش پر سر د حکومتي چارواکو او ولسي استازو ترمنځ ناندرۍ)

ټاکنیزو لانجو ټول هېواد له ستونزو سره مخ کړی، که له یوې اقتصادي، امنیتي او کولتوري ناورینونه زموږ په هېواد راځي، له بلې خوا سيمه ييز چارواکي هم دا موکې له لاسه نه ورکوي او تر خپلې وسې پورې د ملت پر ستوني پښه ږدي. یو له دغو ولايتونو څخه لوګر دی، چې دپلازمېنې کابل سویل ختیځ لور ته پروت ولايت دی او دجنوب ختیځ دروازه هم بلل کیږي. له ډېرو خبرو اترو به تېرېږم، چې د دې ولايت ناامني په مرکز او نورو سیمو څومره تاثير کوي، راځم اصلي کیسې ته، چې له اوسنۍ ګونتیا د لوګر والي، ښاروال، د ولايتي شورا ریس، امنیت امر، د ولسي جرګې وکيل او نور ناوړه ګټنه کوي، دوی په دې ولايت کې راپاتې ۱۰۰ نمرې ځمکه په خپلو منځو کې وېشلې او ځینو په کې د خپل حزب او ګوند په نامه هم نمرې بېلې کړي، ځینو په کې بیا ځانونه د شهیدانو وارثين او ټېکه داران معرفي کړي، ځینو په کې د امنيت د ټينګښت؟؟ په پار ځانته نمرې نیولې او حتا ځینو ته د اربکيتوب په نامه هم وېشل شوي دي، بله یې لا دا، چې د لوګر پخوانيو واليانو ته هم ځينې نمرې ځانګړې شوې دي، چې دوی دلته خدمتونه؟؟ کړي دي. دا ځمکه دولتي ځمکه ده او پتييل شوې وه، چې د ولايت د اړوندو چارواکو او د سيمو د مشرانو په مشوره اړمنو کورنیو ته ووېشل شي، خو د لوګر چارواکو او استازو تر ټولو نورو وګړو ځانونه اړمن وبلل او یوازې یې په چور او چپاول بسنه ونه کړه، له دې لارې یې هم د دولتي ځمکو د لرلو زړه ښه کړی دی.
دا ځمکه چې سل نمرې لري او په نقشه کې یې لوړپوړیزې ودانۍ هم شته دي، د دغو لوړپوړیزو ودانیو ځایونه یا نمرې لا وختي د ښاروال لخوا په ځينو نالوګري شتمنو په تور مارکېټ کې خرڅې شوي او واردمخه یې لا پیسې هم خپل جېب ته کړي دي، والي هم په دې غبن کې ورسره پوره پوره شریک دی، ولايتي شورا ریس ته به یې هم کومه برخه په کې ورکړې وي او یا به هم د نورو چارواکو په څېر د يوې یوې یا څو نمرو ځمکو لرلو لپاره  ژمنه ورکړل شوې وي او یا هم د اکبر سره د پخوانۍ ستونزې لپاره به یې له دې اوسنیو چارواکو سره لاس یو کړی وي.  د ښاروال، ولايتي شورا ریس او ځینو نورو ځایي اوسېدونکو په وینا په ولسي جرګه کې د لوګر استازي، حاجي محمد اکبر ستانکزي هم د لوړپوړیزو ودانیو غوښتنه کړې وه، چې د دوی لخوا رد شوې، ځکه رد شوې، چې هغه یې لا پخوا په نورو شتمنو خرڅې کړي او پیسې یې خپلو جېبونو ته کړي دي، نو ده ته خو نوې لوړپوړیزې ودانۍ نه شي پيدا کولی، کله چې د دوی ترمنځ په وېش کې ستونزه راپيدا کېږي، خبره رسنیزه کېږي او د یو او بل پرضد اسناد خپروي، حتا دا دی څو ورځې کېږي، چې د ولسي جرګې د استازي لخوا د والي او ښاروال پرضد لاريون او د احتجاج خېمې هم درول شوې دي، حتا دغه لاريون او احتجاج په تاوتريخوالي هم واوښت او جالبه یې لا دا چې په لاريون کې د مشخصو سيمه ييزو رسنیو پر ضد شعارونه هم ورکول شوې دي، هغه داسې رسنۍ، چې د ستونزې اصلي کیسه یې ولس ته بیان کړې او ولس یې له خپله حقه چې له ټولو چارو خبرول دي برخمن کړي، دا نو بیا په هېڅ صورت د منلو وړ نه ده، که دې د چا فرمایشات ونه منل، نو ته بد یې او د بل طرف کوې، که دې ومنل نو بیا خو تر هرڅه همدا ته ښه یې. همدغسې کیسه له موږ سره هم شوې وه، یو وخت و، چې د ولايتي شورا ریس له لوري د اکبر ستانکزي په ملاتړ تورن شوم او بیا وروسته د اکبر له لوري د ولايتي شورا او والي په ملاتړ تورن شوم، خو تېره ورځ مو بیا مخامخ دواړو لوریو ته وویلې، چې موږ ولس یو او د هېڅ چا لوری نه نیسو؛ بلکې د حق نعره کوو او خپل مسؤلیت ادا کوو.  

د لاريون دمخه، والي، ښاروال او ولايتي شورا ریس سره له نورو څو امنيتي چارواکو هڅه کوله، یوازې د لاريون مخه ونیسي او اکبر ستانکزي په يو څو نمرو قانع کړي، خو ګومان کوم، هغه هم دا وړه مړۍ نه خوښوله او د دوی په وینا د غټې مړۍ غوښتنه یانې لوړپوړیزو ودانیو غوښتنه یې لرله، چې پرځای کېدل یې ستونزمن ول، ځکه د هغو لوړپوړیزو ودانیو پیسې لا په نورو تجارتونو د والي او ښاروال لخوا لګېدلي، خبره په کابل کې د کابل مېشتو لوګریانو استازي زمرک پادخوابي ته ورسېده، هغه هم په کې یو ولايتي سفر وکړ او هلته یې له ځايي چارواکو او خلکو سره ولیدل، چې پایله یې همدا راووته، په غصب او ناولتیا کې ټول ښکېل دي، خو یوازې په وېش سره وران شوي دي. ښاغلي پادخوابي هم ډېرې هڅې وکړې، چې کیسه ختمه کړي او ورسره یې د لوګر د مدني ټولنې استازو او ځینو ژورنالېستانو ته هم بلنه ورکړې وه، چې د دوی ترمنځ دا ستونزه حل کړي، که څه هم په هغه ناسته کې چې د تېرې جمعې په ورځ وشوه، اکبرستانکزي شتون نه لاره، ولې بل مقابل لوری و، د ژورنالېستانو او مدني ټولنې له فعالینو د سختو پوښتنو سره مخ شول، له خبرو یې داسې ښکارېدل، چې دوی هم خپل غصب مني، خو چې اوس یې څوک ترمنځ وېش سم وکړي. په همدې ناسته کې د زمرک پادخوابي او زیار مدني ټولنو غړو او نورو ژورنالېستانو لخوا یوه طرحه د وړاندیز په شکل وړاندې شوه او دا طرحه داسې وه، چې پخوا موهرڅه کړي د هغه به ځواب ورکوﺉ او اوس لپاره به هغه هېر کړو، خو د دغو نمرو یا ځمکې له غصبولو او ځانته کولو تاسې تېر شﺉ، په راڼه ډول یې د خلکو او رسنیو په مخکې په اړمنو خلکو د قرعې له لارې ووېشﺉ، چې بیا به نه څوک درنه ګیله کوي او ستاسې ټولو رښتینولي به هم ولس ته معلومه شي، خو له دې وړاندیز سره دغو ښاغلو چندان خوښي نه ښوده او ځان یې تېراوه، په دې وړاندیز کې یوه خبره دا هم وشوه، چې په لوګر کې ميډيا سنټر نشته دی او د لوګر د ميډيا سنټر لپاره به هم یوه نمره ځمکه ورکول کېږي، چې د ښاروال او ولايتي شورا ریس لخوا پرې دعا وشوه، چې دا کار کوو، دوی ګومان کاوه، چې شته ژورنالېستان او مدني فعالين به له دې خبرې سره له خپل وړاندیز او سختو پوښتنو په شا شي، خو داسې ونه شوه او تر پخوا لا پسې له سختو پوښتنو سره مخ شول، دا دی اوس هغه ورځې تېرې شوې، لاريون هم وشو او تاوتریخوالی هم رامنځ ته شو، په دې تاوتریخوالي کې دغو یوه ته هم زیان نه رسېږي، کوم زیان چې رسېږي، که هغه فزيکي زیان اقتصادي او امنيتي زیان دی هغه لوګري ولس ته رسېږي او ولس هم له دې هرڅه ناخبره کله یوه پسې او کله بل پسې منډې وهي، هرڅوک یې د خپلو شخصي موخو د ترلاسه کولو په پار کاروي، د مدني ټولنو او ژورنالېستانو دنده دا ده، چې خپل ولس باید له یادو لوبو خبر کړي او هڅه دې وشي، چې ولس د دوی د شخصي موخو لپاره ونه کارول شي.

د دې ستونزې د ختمولو په پار هماغه وړاندیز باندې باید کار وشي او له هغو سل نمرې ځمکې څخه یې شل نمرې د شهیدانو او نورو عامه ځایونو لپاره ځانګړې شي او نورې اتیا دې د لوګر ولايت د ټولو شپږو ولسوالیو څخه عریضې د کليو د استازو او مشرانو په امضا او منښتې سره دې راټولې او په عام محضر کې دې د رسنیو او نورو مدني فعالینو پر وړاندې پچه پرې واچوي، له دې لارې به هرڅه راڼه ترسره شوې وي او د چا په زړه کې به ګیله هم نه وي او د دغو استازو او چارواکو رښتینولي به هم ثابته شوې وي.


په درنښت