د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

رفيع الله ستانکزی

20.10.2014 20:47    |   رفيع الله ستانکزی نوی حکومت او سترې ننګونې

ولسمشر غني په دې لنډ وخت کې د نورو ستونزو ترڅنګ د هېواد اصلي ستونزو سره ښه جدي برخورد کړی دی او له همدې امله یې په خلکو یانې عام ولس کې محبوبيت ډېر شوی، ولس بېرته راتلونکي ته هيله پيدا کړې او په راتلونکي باوري شوي دي. پخواني ولسمشر کرزي نوي ولسمشر ته لړزانده حکومت، چې له مافيايي کړيو تر ستوني ډک و او دی پرېښود. ځينې دوستان وايي چې پخواني ولسمشر په ډېرو سختو شېبو کې رهبري وکړه، خو زه وایم تر هغه اوس حالات سخت دي، هلته یوې ډلې سره حالت ستونزمن شوي و، خو اوس له هماغې ډلې په لسهاوو ميليونران، قومندانان، اتلان او زورواکان زېږېدلي، پخوا بې پوښتنې پیسې راراونې وې، خو اوس هرڅه په دقت کوي، هلته ولسونه په ډېره مینه بېرته خپل وطن ته راستانه شول، ولې په همدې څو کلونو کې یې هيلې په نهيلۍ بدلې شوې او اوس په دې تېرو څو میاشتو کې ولس زښته ډېر نهیلی شو، اوس اوس هم ځينې کړۍ هڅول کېږي، چې د اوسني حالت پرضد خبرې وکړي او اوسنی حکومت په تزلزل کې وښيي، ښايي دا کړنې بهرنۍ او کورنۍ ريښې ولري.

11.08.2014 08:49    |   رفيع الله ستانکزی لوگری ولس د پاڼ او پړانګ ترمنځ

ټاکنیزو لانجو ټول هېواد له ستونزو سره مخ کړی، که له یوې اقتصادي، امنیتي او کولتوري ناورینونه زموږ په هېواد راځي، له بلې خوا سيمه ييز چارواکي هم دا موکې له لاسه نه ورکوي او تر خپلې وسې پورې د ملت پر ستوني پښه ږدي. یو له دغو ولايتونو څخه لوګر دی، چې دپلازمېنې کابل سویل ختیځ لور ته پروت ولايت دی او دجنوب ختیځ دروازه هم بلل کیږي. له ډېرو خبرو اترو به تېرېږم، چې د دې ولايت ناامني په مرکز او نورو سیمو څومره تاثير کوي، راځم اصلي کیسې ته، چې له اوسنۍ ګونتیا د لوګر والي، ښاروال، د ولايتي شورا ریس، امنیت امر، د ولسي جرګې وکيل او نور ناوړه ګټنه کوي، دوی په دې ولايت

06.02.2014 10:14    |   رفيع الله ستانکزی د بېګنۍ مناظرې؟ لنډ جاج

د خپل هېواد تېر ته چې ګورم، دا هم ښه بولم، ځکه چې لومړی ځل واک د رايو له لارې لېږدول کېږي او د يو بل پرضد د مرميو د ويشتلو برخلاف تبصرې کوي. زه چې څومره د مناظرې په اړه پوهه لرم، مناظره کې بحث او د يوه او بل پروګرام ننګول دي او ورسره د خپل پروګرام او طرحې څخه ننګه کول دي، خو د طلوع تلویزون په بېګانۍ مناظره کې دا هیڅ یو هم نه و او د استاد داود جنبش په وینا يوې ګروپي مرکې ته ورته و، چې هر یو به خپل ځواب وایه او د بل په پروګرام به یې هیڅ نقد نه کاوه. زما تمه له دې مناظرې دا وه، چې دوی به په رښتیا مناظره کوي او د طلوع مسؤلين به دوی په رښتیا هم مناظرې ته رابللې وي، خو چې ومې لیدل یوازې همدا ګروپي مرکې وې او بس. دا ځل یې کوښښ کړی و، چې ځان روڼ وښيي او د خبرو د ټاکلو لپاره یې قرعه واچوله، چې پيل یې قيوم کرزي وکړ. له دې به راتېر شم، چې مناظره څنګه وي او ولې دوی داسې ونه کړل، اصلي خبرو ته به راشم، په ټولیز ډول د پنځو نوماندانو وضعیت ته په کتو سره يو څو کرښې ليکم:

13.11.2012 18:08    |   رفيع الله ستانکزی په مورنۍ ژبه زده کړې او د پوهنې وزارت

ه مورنۍ ژبه زده کړې د زده کوونکو يو بشري حق دی، چې د نړۍ هر قانون او هرې علمي څېړنې یې اغېزمنتيا او ښه والی په ډاګه کړی او تاکيد یې ورباندې کړی دی. د بېلابېلو ژبو پيدا کوونکو خاوند ستر څښتن تعالی هم هر قوم ته د هماغه قوم په ژبه پيغمبر لېږلی دی، چې وکولای شي، خپل قوم ته په خپله ژبه د دين مفهومونو په ساده او آسانه ډول ورورسوي؛ نو په همدې پار مورنۍ ژبه د نړۍ د نورو قانونونو ترڅنګ اسلامي قانون هم مهمه او اغېزمنه ګڼلې، چې بايد هر ماشوم او په لويه کې هر انسان بايد په خپله مورنۍ ژبه زده کړې وکړي.

27.11.2008 10:02    |   رفيع الله ستانکزی والي صاحب خدای دې راوله!

21.09.2008 21:16    |   رفيع الله ستانکزی اسلام، سوله او نړيواله ورورولي

03.12.2007 20:01    |   رفيع الله ستانکزی دجرات ماڼۍ مې داسې ړنګه شوله

08.10.2007 01:00    |   رفيع الله ستانکزی واده په نړيوالو متلونو کې

١- د واده کولو پر مهال تر ټولو ډېره مشوره دې د غوږونو سره وکړه نه د سترګو سره (آلماني متل) ٢ – هغه څوک چې د پيسو لپاره واده کوي، په اصل کې نوکري ته ځي. (فرانسوي متل)

02.10.2007 01:00    |   رفيع الله ستانکزی د ذهني پياوړتيا د لارښوونو دوهمه برخه

دويم درس د مغز ساتل د مغز د ساتلو لپاره بايد څه ډول شرايط برابر شي؟ تر هرڅه وړاندې لومړی بايد پوه شو، چې زموږ مغز زموږ د بند د نورو غړو په څېر وينه اخلي، په ۲۴ ساعتونو کې د ۲۰۰۰ څخه تر ۲۲۰۰ ليتره وينه زموږ په مغز کې جريان ترسره کوي، دا اندازه وينه زموږ د بدن د وينې د ټوليز حجم ۴۰۰ برابره ده.

07.09.2007 01:00    |   ژباړه او اوډنه: رفيع الله ستانکزی حافظه او هوش

18.08.2007 01:00    |   رفيع الله ستانکزی د هېواد وياړلې خپلواکي

زما ضمير په ماشومتوب کې خپلواکي غوښتله مور به تړلم په سوزني ما به په چغو ژړل

12.08.2007 01:00    |   رفيع الله ستانکزی اديسون د مخترعينو اتل

دغه اتل چې له زرو څخه يې ډېرې غټې او وړې اختراعګانې کړي دي نورو وګړو ته د نصيحت په ډول وايي: ((زيار او آزمون)) دغه حکمت لرونکي نصيحت هغه ته په ټوله نړۍ کې مشهورتيا وروبښله او همدغه نصيحت د خلکو د ژوند لارښود وګرځېد.

12.08.2007 01:00    |   رفيع الله ستانکزی توريالی هېروون يو پټ استعداد

په نړۍ چې هر څومره وخت تېريږي، په هماغه کچه د زمانې وضعه ورسره بدلون مومي او د زمانې د وضعې د بدلون سره سم د انسانانو د ژوند ډولونه، اخلاق او اندونه هم بدلون مومي.

03.08.2007 01:00    |   رفيع الله ستانکزی په افغانستان کې د ژباړې تاريخي شاليد

13.05.2007 01:00    |   رفيع الله ستانکزی لنډۍ