د هېواد وياړلې خپلواکي
18.08.2007 04:00د ګران هېواد د خپلواکۍ مبارکي ټولو هېوادوالو ته وايم
زما ضمير په ماشومتوب کې خپلواکي غوښتله
مور به تړلم په سوزني ما به په چغو ژړل
خپلواکي د خدای پاک يو سپېڅلی نعمت دی، چې هر چا ته يې دا حق ورکړی دی تر څو په خپلواک او آزاد ډول ژوند وکړي، نو له همدې امله د نړۍ ټول هېوادونه د خپلواکۍ حق لري او بايد چې خپلواکه واوسي.
زه به دلته د خپلواکۍ پيژند تاسو ته وړاندې کړم:
خپلواکي د نورو له کنټرول، اغيز او ملاتړ او مرستې پرته آزاد حالت دی.
استقلال يا خپلواکي: آزادي لرل، په آزادي کار کول، د نورو له لاس وهنې پرته د خپل کار اداره کول دي.
په همدې توګه آزادي: د مرييتوب خلاف ده او آزاد، حلالوني (حلال زېږدی) آر (اصيل) او هغه څوک چې له هر راز تړاو لرې وي1.
خپلواکي که هر مهال د هغه وخت له شرايطو سره تعريف شي او بېلابېلې شننې پرې وشي، خو آر يا اصلي جوهر يې هماغه د نورو له يوغ او اغېز پرته د خپل واک او اختيار لرل دي.
په همدې خاطر زموږ ګران هېواد افغانستان هم د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی، چې خپلواکه دی او دغه خپلواکي يې په 1919 عيسوي کال د جون د مياشتې په دريمه نېټه د امان الله خان د واکمنۍ په وخت کې تر لاسه کړې ده، چې انګريزانو په هغه وخت کې له دريو خوا څخه (ننګرهار، پکتيا او کندهار) څخه په افغانستان تیری وکړ او د افغانستان غيرتمن ولس په زغرده د هغوی دفاع دهمدغو دريو مورچلونو څخه وکړه او نه يوازې خپل هېواد ته يې د خپلواکۍ وياړ ور په برخه کړ بلکې د نړۍ ډېرو نورو هېوادونو ته يې هم د دغه نعمت تر لاسه کول ورزده کړل او ځينې خو يې له خپل ځان سره خپلواکه هم کړل.
موږ ته په کار ده ، چې خپل ګران هېواد همداسې خپلواکه او ازاده وساتو او پرې نه ږدو چې پردی يرغلګر زموږ پر هېواد باندې خپلې منګولې خښې کړي.
او دا ورځ چې د زمري (اسد) د مياشتې د 28 سره سمون خوري بايد هر وخت ولمانځو تر څو موږ او زموږ راتلونکی نسل د خپلواکۍ په ارزښت ځان پوه کړي او دا ارزښت وپېژني. خپلې خبرې په دې شعر پای ته رسوم.
آزادي تر باشاهيه لا تېری کا
چې د بل تر حکم لاندې شي زندان شي
د تلپاتې خپلواک افغانستان په هيله
رفيع الله ستانکزی
لوګر، محمد آغه