د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د میرمن بهیر د ۱۳۹۱ کال د اوولسمې غونډې رپوټ

نعیمه غني 16.07.2012 13:16

میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر تیره شنبه د چنګاښ د میاشتې په څلورویشتمه نیټه د ښوونې او روزنې د وزارت په تالار کې غونډه وکړه.

غونډه د ورځې په یوه نیمه بجه پیل شوه چې ویانده یې پاکیزه ارزو او مشره یې آغلې ساهره شریف وه د دویچه ویله د رادیو د پښتو څانګې مسوؤل او ژورنالست ښاغلی نجیب الله(زیارمل )او د سلام وطنداره د رادیو خبریال ښاغلی قدیر رسا د میلمنو او د غونډې له جریان څخه د ریپوټ اخیستونکو په توګه حضور درلود.غونډې درې برخې لرلې چې په سرکې په کاري مسائلو خبرې وشوې او پریکړه وشوه چې د هوا د ډيرې تودوخې له امله به د میرمن بهیر غونډې د روژې په مبارکه میاشت کې نه جوړیږي، او له اختره وروسته به غونډې بیرته په عادي توګه روانې وي.همداراز د میرمن بهیر دارلانشأ په افغانستان کې د ښځو د حقونو په وړاندې د زور زیاتي د زیاتوالي په مسئله او په تیره بیا د پروان په ولایت کې د یوې میرمنې په علني توګه او پرته له محکمې وژلو باندې خپله ژوره اندیښنه وښوده او د دا ډول کړنو د ترسره کوونکو لپاره د افغانستان د عدلي او قضايي مراجعو څخه د سختې سزا غوښتونکی شو. او په دې هکله آغلې پاکیزې ارزو یو شعر ولوست او روان حالت یې یو خفه کوونکي حالت ته تشبه کړچې په لاندې دول و:

نور له رنګونو سره لوبې نه کړم

نور مې شوخ رنګه ټیکري په تور دسمال کې نغاړم

نور د پاولیو د پایزیبو شرنګا نه جوړوم

نور د بنګړیو شرنګا نه جوړوم

نور سلایي په په سترګو نه تیروم

ځکه چې

 لا زمانې په سپينو سترګو کې زه توره یمه

لا زمانې بدرنګې سترګې زما په لور کږې پاتې دي

لا د زمانې تنګ نظرونه زما په لور کاږه پاتې دي

ځکه زه ښځه یمه

نور له رنګونو سره لوبې نه کړم

نور مې شوخ رنګه ټیکري په تور دسمال کې نغاړم

د رواجونو په تور تم کې به نور ژوند کومه

زولنې نه ماتومٔ!

زه به اوس هم د پرمختګ په یویشتمه پيړۍ

د جاهلانو د پیړیو رواجونه کوم

زه به اوس مخکې له دې

چې سترګې وغړوم دنیا وګورم

د پاک خالق ښکلې کائینات  

ښکلی انسان وګورم

ښایسته ژوند، ښایسته جانان وګورم

یو ځل له ځان سره دا سوچ کومه

چې زه یوه ښځه یمه

سترګې به نه غړوم

روح به بندي ځان به تیارو کې ساتم

ځکه زه ښځه یمه

لا زمانې په سپینو سترګو کې زه توره یمه

لا زمانې بدرنګې سترګې زما په لور کږې پاتې دي

لا زمانې تنګ نظرونه زما په لور کاږه پاتې دي

ځکه زه ښځه یمه .....!!!

د غونډې په دوهمه برخه کې د شکریې جلالزۍ په شعر کره کتنه او له هغې وروسته مشاعره وشوه چې ګډونوالې یې له وردګو ولایت څخه ثنا سیلۍ د تلیفون په لیکه اوفریده فقیري، هیلۍ احدي،پاکیزه آرزو،حوریه سپیڅلې،نجیبه ستانکزۍ،ریحانه بهیر،نظیفه نیازۍ، بلقیس محبوبي حقیق، رخسار ساحلجو، مدهونا حیدري، ساهره شریف،لطیفه لالهاند، شکریه جلالزۍ او نعیمه حاضرې وې.

غونډه د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسیده.

د یادولو وړ ده چې د میرمن بهیر غونډې به د روژې په مبارکه میاشت کې نه جوړیږي او د سنبلې په څلورمه به غونډې له سره پیل شي.