د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر د ۱۳۹۱ کال د نهمې غونډې رپوټ

نعیمه غني 21.05.2012 14:33

میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر د خپلو نوبتي غونډو په لړکې تیره شنبه د غویي د میاشتې په دیرشمه نیټه د ښوونې او روزنې وزارت په تالار کې غونډه وکړه.

غونډه د ورځې په یوه نیمه بجه د زمزمې نیازۍ په ویندویۍ پيل شوه، د غونډې مشره آغلې پاکیزه آرزو او میلمانه یې له ننګرهار ولایت څخه راغلې تنکۍ او هڅانده شاعره آغلې رخسار (ساحلجو) آغلې بریښنا(کاکړ) اود هیواد تکړه شاعر او لیکوال ښاغلی احسان الله(درمل) وو.  د غونډې په سر کې د کاري مسایلو په لړکې د میرمن بهیر د دارلانشأ له خوا د میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر دغړې او د هیواد د خوږ ژبې ژورنالیستې  شاعرې او ادب پالونکې حسیبه (شهید) په شهادت د خواشیني په  څرګند ولو سره دهغې پاک روح ته دعا وشوه. ددغې ګرانې خور د شهادت له امله د میرمن بهیر د خواخوږۍ پیغام صادر شو او دغه راز د بهیرله میرمنو نه یو کمسیون په دې ترکیب وټاکل شو تر څو د نوموړې د جنازې په مراسمو کې پر ګډون سربیره د میرمن بهیر خوا خوږۍ د هغې کورنۍ، دوستانو او د افغانانو فرهنګي کورنۍ ته ورسوي، او همداراز ددغې شهیدې خور د تدفین د چارو په تنظیم کې برخه واخلي:

د میرمن بهیر د دارالانشآ غړې میرمن تورپیکۍ مومند

د میرمن بهیر داړیکو دکمیټې مسووله میرمن ګلالۍ عمرخیله

د بهیر د خپرونو د کمیټې غړې وږمه فضلي

د میرمن بهیر د اړیکو دکميټې غړې نظیفه نیازۍ

د میرمن بهیر د تشکیلاتو د کمیټې غړې مرضیه امین

 له دې وروسته  د شعر په اړه د لکچرونو په لړ کې د ښاغلي (درمل) له خوا د شعرد ‌ذاتي اجزأو په هکله په زړه پورې لکچر وړاندې شو .د غونډې په وروستۍ برخه کې د تل په څیر مشاعره  وشوه چې په لړ کې یې له ننګرهار ولایت څخه راغلې شاعرې رخسار ساحلجو ته هرکلی وویل شو او د هغې په یوه ښکلي شعر د مشاعرې پیل وشو، له هغې وروسته له پکتیا ولایت له یوه کلي څخه مرسل(پکتیاوال) د تیلیفون په لیکه خپل شعر بهیر والو ته واورولو او مشاعره  د ګلالۍ امرخیل،تورپیکۍ مومند،شریفې،شفیقې خپلواک،شکریې کمالزۍ، مجاهدې مبارز، زمزمې نیازۍ،مومنې، بلقیس محبوبي، پاکیزې ارزو،هیلۍ احدي، حسینې او نعیمې د شعرونو په ویلو سره پرمخ لاړه. غونډه د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسیده .

د یادولو وړ ده چې د میرمن بهیر غونډې هره شنبه د ورځې په یوه نیمه بجه د ښوونې او روزنې په تالار کې جوړیږي.