د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر د ۱۳۹۱کال د اتمې غونډې ریپوټ

نعیمه غني 14.05.2012 14:43

میرمن بهیر د خپلو نوبتي غونډو په لړ کې تیره شنبې د غویي د میاشتې په ۲۳ نیټه د ښوونې او روزنې وزارت په کلوپ کې غونډه وکړه.

غونډه د ورځې په یوه نیمه بجه د زمزمې نیازۍ په ویندویۍ پيل شوه د غونډې مشره آغلې ساهره شریف او میلمانه یې د خوست له سیمه ایزې رادیو څخه آغلې لیلما(یوسفزۍ)او زرغونه( یوسفزۍ) له سلام وطنداره رادیو څخه ښاغلی عاشق الله(یعقوب) د هیواد تکړه شاعر او لیکوال ښاغلی احسان الله(درمل) او آغلې وږمه وې د غونډې په سر کې د کاري مسایلو په برخه کې هغه ریپوټ ته اشاره وشوه چې د نیویارک تایمز په خبري سایت کې د میرمن بهیر په اړه خپور شوی او دا ریپوټ د ځينو بهرنیو میرمنو د پاملرنې وړ کرزیدلی او هغوی د میرمن بهیر سره د مرستو ژمنه کړې چې د بهیر دارالانشأ له بهیر والو میرمنو نه د دې وړاندیز د ځواب غوښتنه وکړه. له دې وروسته د کره کتنې په برخه کې د آغلې مجاهده (مدبر ) په شعر کره کتنه وشوه چې شعر په دې ډول و:

ژوند

کله خزان کله بهار راښيي

زما و هیلو ته یوه لار راښيي

کله خپه کله خوشحال غوندې وي

کله ماښام ته روڼ سهار راښيي

کله په خوا غوندې مې غم راکوي

کله هم لطف د کردګار راښيي

کله دوزخ کله جنت غوندې شي

یو پخوانی دښمن مې یار راښيي

کله یادونه د شبنم په شانې 

په سر د پاڼې نو بهار راښيي

کله هم چاته سمسوري ورکوي

کله هم اوښکې بې اختیار راښيي

کله رقیب سره چې مخامخ شي

هغه ظالم ماته دلدار راښيي

د غم په کلي چې ورګډه شي یو ځل

نو هغه کلی تاته ښار راښيي

دا زنده ګي داسې کارونه کوي

بیوفا یار هم وفادار راښيي

یو با وفا ملګری ستا په نظر

لکه مجرم او جفا کار راښيي

اې مدبرې! نوره بس کړه ګیله

همدغه ژوند په خپله لار راښيي

له هغه ځایه چې د مجاهده مورنې ژبه دري ده نو په شعر کې یې ځينې ګرامري غلطۍ وې چې د بهیر د میرمنو له خوا اصلاح شوې خو د کره کتنې په برخه کې یې ښاغلي احسان الله درمل ځنې نیوکې لرلې او وویل چې دا په اصل کې یو نظم نما غزل دۍ چې د یوه، یوه بیت نقد یې په ځای خبره نه ده او دلته شاعرې د شعر له اوله تر آخره یوه موضوع تعقیب کړې چې غزل د نظم بڼه خپله کړې ده حال دا چې دا موضوع په یوه بیت کې په ښه او هنري توګه بیانیدلی شوی، او که نیت و چې یوازې په یوه موضوع شعر ولیکل شي نو د فورم په انتخاب کې ښايي چې پاملرنه شوې وي.

له کره کتنې وروسته د شعر په اړه لکچر په پام کې وچې د کره کتنې د بحث د اوږدوالي او دمیرمنو د پوښتنو له امله چې د تیر لکچر په اړه یې له ښاغلي احسان الله درمل څخه یې درلودې لکچر راتلونکې اوونې ته وځنډید.

د غونډې په پای کې د تل په څیر مشاعره وشوه چې لومړی له پکتیا ولایت څخه آغلې مرسل(افغان)او آغلې سائمه(افسون) د تلیفون په لیکه خپل شعرونه ولوستل او له دې وروسته د غونډې ګډونوالو هرې یوې ګلالۍ امر خیل، نظیفه نیازۍ،شکریه کمالزۍ، بلقیس محبوبي، عادله محبي، وږمه فضلي، مجاهدې، نعیمه غني اونعیمې خپل شعرونه ولوستل.غونډه د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسیده. د یادولو وړ ده چې د میرمن بهیر غونډې په منظمه توګه د هرې شنبې په ورځ په یوه نیمه بجه د ښوونې او روزنې وزارت په کلوپ کې ترسره کیږي.