د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د میرمن بهیر د ۱۳۹۱ کال د اوومې غونډې ریپوټ

نعیمه غني 08.05.2012 18:39

میرمن کلتوري-ټولنیز بهیر د شنبې ورځ د غویي په شپاړسمه نیټه دکابل ښارد ښوونې او روزنې په تالارکې اونیزه غونډه وکړه.غونډه د زمزمې نیازۍ به ویندویۍ د ورځې په یوه نیمه بجه پيل شوه د غونډې مشره میرمن شاه ګل (ګلزاده)او میلمانه یې د الجزیره ټلویزیون خبریاله آغلې جنیفر او د سویس د ملي رادیو خبریاله آغلې کاراین(وینګر)وې ، د غونډې په سر کې د تل په څیر په کاري مسایلو لنډې خبرې وشوې او د میرمن بهیر د دارالانشأ له خوا د( زري کړکي) د جایزې ګټونکو هریوه سلګۍ غزل( آریوبي)، نعیمه (غني)،اوښکلا ساحل (ځدران) ته مبارکي وویل شوه او د نوموړې جایزې د ځانګړنو په اړه یې د میرمن بهیر غړو ته معلومات ورکړل.( دا جایزه د کتاب د اونۍ د پای په مراسمو کې د( کتاب ښار) د ټولنې له خوا پينځو تنو هغو میرمنو ته چې په دو وروستیو کلونو کې یې چاپ شوي آثار درلودل ورکړل شوه.) چې میرمن بهیر د دې جایزې د ورکونکې ټولنې  له مشر ښاغلي نجیب (منلي) او د د ګتونکو د غورکونکو له هیئت نه مننه وکړه چې دا جایزه یې سږ کال د میرمنو لپاره ځانګړې کړې وه.

د غونډې په دوهمه برخه کې د نظیفې نیازۍ په شعر کره کتنه وشوه چې شعریې په دې ډول و.

کاشکې زه یو شین طوطي وی

په هوا کې ګرزیدلی

غرونه او رغونه مې لیدلی

د خدای طبیعت مې ښه په ځير سره کتلی

چې خوندونه مې اخیستی کائیناتو

کاشکي زه یو شین طوطي وی

کاشکي زه یو شین طوطي وی

هسکو غرو ته رسیدلی

بیا مې دمه د پامیر غرو کې کولی

بیا  کرار،کرار راتللی

بیا مې خپل وطن په ځیر، ځیرښه کتلی

کاشکي زه یو شین طوطي وی

کاشکي زه یو شین طوطي وی

وطن ټول دا ښکلی، ښکلی

خو په ښو کې مې یو ښه ځای پیدا کړی

د چنار په لوړو سرو کې مې وای ځاله

خدای چې سره او سپين ګلان مې ډیر خوښیږي

هغه پرخه چمنونه چنارونه مې یادیږي

خدایه! پاک کړې دغه خړ او تور ګردونه

چې مې نشې نازولی هم ناروغه

دا د جنګ او د باروتو لمن ټوله

خدایه! ورک کړې شیطانان زموږ له کوره

خیر که نه یم شین طوطي له خړ کابله

نظیفه یم امن غواړم سوله غواړم خپل وطن ته

شعر د موضوع په اړه ټولو ګډونوالو مثبت نظرونه درلودل او د نوموړې شعر یې د ښه خیال او غوره تصویر درلودونکی وبللو ، پاکیزې آرزو یې د طوطي تشبې په اړه وویل دا یوه مذکره تشبهه ده که د هغې په ځای یې له یوه بل مرغه سره د مثال په ډول له کوترې سره تشبیې شوې وی،نو ښه ښځینه انځور به یې وړاندې کړی و، همداراز حمیرا کاوون یې د شعر د وزن د ماتیدو خبره کوله ،سولې نیازۍ  وویل ښکلی نظم دۍ خو که شاعره یې لږ ځه به غور سره بیا کتنه وکړي نو زه ډاډه یم چې له دې نه به هم ښکلی شي ، هرشعر په لومړي سرکې لږ څه خامیانې لري او د شاعر په  بیا،بیا لوستلو سره دا ټکي د اصلاح وړ دي.لطیفې( لالهاند) دپورتنیو نظرنو په تائيد سره زیاته کړه د شعر په وروستۍ برخه کې د شاعرې د نوم راوړل هم په آزادو نظمونو کې دود نه دي چې نعیمې بیا په  وروستې بیت کې د نظیفې د نوم په ځای د کوترې د نوم د راوړلو وړاندیز وکړ اوشاعرې همدا بیت داسې اصلاح کړ:

زه کوتره یم د سولې امن غواړم خپل وطن ته.

د غونډې په پای کې د تل په څیر مشاعره وشوه او د غونډې ګډونوالو هر یوې میرمن شاه ګل ګلزاده،لطیفې لالهاند،هیلۍ احدي،زمزمې نیازۍ،لیمې نیازۍ، حمیرا کاوون، ګلالۍ امرخیل ،شکریې کمالزۍ، مجاهدې مبارز،اوږۍ امیل، تورپیکۍ مومند،بلقیس محبوبي(حقیق)،نعیمې او نورو خپل شعرونه ولوستل.غونډه د ورځې په څلورو بجود مازدیګرنۍ په خوړلوسره پای ته ورسیده.

دیادولو وړ ده چې د میرمن بهیر اوونیزې غونډې له دې وروسته د هرې شنبې په ورځ دوه بجې په ده افغانان کې د پوهنې وزارت په کلوپ کې جوړیږي.