د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

میرمن بهیر د چاپیریال ساتنې نړیواله ورځ ولمانځله

نعیمه غني 18.06.2013 12:57

میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر د میرمن بهیر د جون ۵ نیټه د چاپیریال ساتنې نړیواله ورځ و نمانځله د بهیر غونډه ددې ورځې په ویاړ مشاعرې او مقالو ته ځانګړې شوې وه.
د غونډې په پیل کې د چاپیریال ساتنې په هکله لومړی پاکیزې ارزو لنډې خبرې وکړې له هغې وروسته میرمن سایره شریف د چاپیریال ساتنې په اړه وینا وکړه.
ورپسې د میرمن بهیر غړې آغلې شکریې کمالزۍ په همدې اړه خپله مقاله ولوسته او د چاپيریال ساتنې ارزښت یې په هیواد او نړۍ کې د ډیر مهم موضوعاتو څخه وګڼلو او دې مسئلې ته یې د خلکو او چارواکو د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د مقالو د اورولو وروسته د مشاعرې وار راورسید چې د میرمن بهیر د مخکینۍ خبرتیا سره سم ټول شعرونه د چاپيریال ساتنې موضوع ته ځانګړي شوي وو، او میرمنو هر یوې لیمې نیازۍ،حورې سپیڅلې، پاکیزې آرزو، مرضیه امین،مسعودې نیازۍ، بریښنا نسیمي، شهناز بابکر خیل، زمزمې نیازۍ،مینې ابراهیم خیل،نظیفې نیازۍ، کائینات سعادت، دنیا طوطاخیل، جمیلې صافۍ،کرشمې، شکریې جلالزۍ،مینې منګل، سایره شریف، پاریسې خزان او نعیمې په کې شعرونه ولوستل.
د چاپیریال ساتنې د نړیوالې ورځې په اړه غونډه لیکوال او شاعر ښاغلي علم ګل سحر وارزوله او د چاپیریال ساتنې په برخه کې یې د میرمن بهیر غوندې د ټولنیزو او کلتوري ټولنو د کار و فعالیت پر چټکتیا ټنیګار وکړ. په پام کې وه چې د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې ریس ښاغلی شهزاده مصطفی ظاهر هم د میرمن بهیر په دې غونډه کې ګډون وکړي او خپله وینا واوروي خو په دې اړه په بله غونډه کې یې د ګډون له امله په دې غونډه کې برخه وا نه خیسته هیله یې وکړه چې په نورو غونډو کې ګډون وکړي او میرمن بهیر او د چاپیریال ساتنې ملي اداره د چاپیریال ساتنې په برخه کې ګډ پروګرامونه طرحه او عملي کړي.
غونډه د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسیده.