د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د میرمن بهیر د۱۳۹۱کال د دولسمې غونډې رپوټ

نعیمه غني 13.06.2012 01:36

میرمن کلتوري-ټولنیز بهیر د تیرې شنبې په ورځ د غبرګولي د میاشتې په شلمه نیټه غونډه وکړه. غونډه د ورځې په یوه نیمه بجه د هیلۍ احدي په ویندویۍ پيل شوه د غونډې مشره شکریه کمالزۍ او میلمانه یې د هیواد تکړه شاعران او لیکوالان هر یو ښاغلی محب الله زغم او آغلې مدوهونا حیدري و، د غونډې په سر کې په کاري مسائلو لنډې خبرې وشوې چې په لړ کې یې د میرمن بهیر د دودیزې کلنۍ مشاعرې چې د رڼا تر سر لیک لاندې هر کال جوړیږي په هکله میرمنو خپل نظریات سره شریک کړل او وپتیل شوه چې په راتلونکې غونډه کې به په دې اړه لازم تصامیم ونیول شي.

دیادونې وړ ده چې په دې برخه کې د شکریې کمالزۍ، ګلالۍ عمرخیلې، زمزمې نیازۍ او هیلۍ احدي په ګډون یوه کمیټه هم وټاکل شوه چې د اوونۍ په بهیر کې په دې اړه غونډې ولري.

د غونډې په دوهمه برخه کې د ښاغلي محب الله زغم له خوا د لنډې کیسې او په هغې کې د انځور په هکله یو په زړه پورې لکچر وړاندې شو چې د بهیر میرمنو هغه د خپلې لیکوالۍ د ودې لپاره ډیر ګټور وبللو او د هغه د غځیدو غوښتنه یې له ښاغلي لیکوال څخه وکړه .

له هغې وروسته د کره کتنې په برخه کې د نوې او هڅاندې شاعرې مدهونا(حیدري) په شعر کره کتنه وشوه او میرمنو هرې یوې پاکیزې، لیمې، زمزې، فریده فقیري او ګلالۍ جانې خپل نظرونه او مشورې له شاعرې سره شریکې کړې.

د غونډې په پای کې د تل په څیر مشاعره وشوه چې میرمنو هرې یوې پاکیزې ارزو،لیمې نیازۍ، زمزې نیازۍ، ګلالۍ امرخیل،شکریې کمالزۍ، فریده فقیري، مدونا حیدري او راغلو میلمنو هریو ښاغلي امان الله ایمان او ښاغلي ګل آغا احمدي خپل شعرونه واورول.

همدارنګه د هیواد دیوشمیر ولایتونو له کلیو څخه هغو نجونو او میرمنو چې په ټولنه کې د واکمن جهل له امله نه شي کولی د میرمن بهیر او دهغه د ولایتي څانګو په غونډو کې ګډون وکړي او زیاتره خپل شعرونه په مستعار نوم خپروي او اوروي، خپل شعرونه د ټیلفون په کرښه د میرمن بهیر په غونډه کې د غونډې په جریان کې واورول. او ددغو یو شمیر خویندو هغه شعرونه چې د ټیلفوني پیغامونو له لارې رارسیدلي ول هم ولوستل شول.

غونډه د ورځې په څلورو بجو د مازدیګرنۍ په خوړلو سره پای ته ورسیده. یاده دې وي چې د میرمن مرکزي بهیر غونډې هره شنبه په یوه نیمه بجه د پوهنې وزارت په کلوپ کې جوړیږي.