د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر د دیارلسمې غونډې رپوټ

نعیمه غني 19.06.2012 10:33

میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر تیره شنبه د ۱۳۹۱کال د غبرګولي میاشتې په ۲۷ نیټه د ښوونې او روزنې وزارت  په تالار کې غونډه وکړه.

غونډه د ورځې په یوه نیمه بجه د شکریې جلالزۍ په ویندویۍ پيل شوه د غونډې مشره اغلې صحابه خروټې او د هیواد د ادبیاتو پيژندل شوې څيرې او د پښتوادبیاتو قدرمن استاد او لیکوال ښاغلي سعد الدین(شپون) په غونډه کې د میلمه په توګه حضور درلود. د غونډې په سرکې د ښاغلی استاد سعدالدین شپون د ورور د مړینې له کبله ښاغلی لیکوال او د دوی له لارې د دوی درنې کورنۍ ته  تسلیت وویل شو له هغې وروسته په کاري مسائلو خبرې وشوې او په لړ کې یې د بهیر د دارالانشأ له خوا د بهیر د ګډونوالو د تیرې اونۍ په فعالیتونو رڼا واچول شوه، میرمن ساهره شریف وویل  تیره اونۍ د افغان کلتوري ټولنوجرګې د دارالانشأ غونډه وه او دا چې میرمن بهیر د دې ټولنې غړیتوب لري نو د بهیر په استازیتوب اغلې  تورپيکۍ مومند او ساهره شریف په دې غونډو کې د ګډون او تصمیم نیولو حق لري چې له همدې حق نه په استفادې سره میرمن ساهره شریف په تیره غونډه کې ګډون کړی و او هلته د سرشمیرنې په مسئله باندې سره خبرې وکړې هغې زیاته کړه چې د دې ټولنې له خوا تل  په مهمو او حیاتې مسائلو خبرې کیږي او میرمن بهیر هم خپله پوره او فعاله ونډه په کې اخلي، بله د بحث وړ موضوع د میرمن بهیرپه ملاتړ د پیغلې پاکیزې ارزو له خوا د مقالو د ټولګې د کتاب د چاپ وه چې په تیره اونۍ کې یې د چاپ چارې بشپړې شوې، همداراز په تیره اونۍ کې د ارګ ریاست جمهوري په کلنۍ مشاعره کې د میرمن بهیر ګډون او د هیواد د جمهور ریس له خوا د دې بهیر د فعالیتونو په هکله د معلوماتو د غوښتلو او د بهیر د تکړه غړې توبا ندا د ستایلو  همدارنګه د هیواد د تکړه شاعر ښاغلي جیلانې جلان د هندارو دره د کتاب د مخ کتنې په غونډه کې د آغلې پاکیزه ارزو د په زړه پورې مقالې د اورولو مسئلې هم  یادې شوې او د بهیر دارالانشأ په دې اړه خوښي وښوده او دا فعالیتونه یې د بهیر او په ټولو کې د افغان میرمنو د ودې او پرمخ تګ لپاره مثبت وارزول.

له کاري مسائلو وروسته میرمنو له ښاغلي استاد سعدالدین شپون نه غوښتنه وکړه چې  خپلې د لیکوالۍ تجربې له دوی سره شریکې کړي او ښاغلي استاد لیکوال هم په اوسني عصر کې د ټولنې او خلکو په وړاندې د لیکوال د رسالت په هکله میرمنو ته معلومات ورکړل او ویې ویل :

د ننۍ نړۍ په پیچلو او مغلقو مسائلو د عامو وګړو سر خلاصیدل ګرانه خبره ده له دې کبله وګړي لیکوال ته د یوې موثقې مرجع او د اعتبار وړ کس په توګه پناه وروړې او اعتبار پرې کوي چې له دې سره د لیکوال رسالت شروع کیږي چې باید لومړی دا نړۍ تیر اوس او د  حقایقو په پام کې نیولو سره تر یوه بریده راتلونکی مطالعه او پيش بیني  کړي او بیا د خپلو همدې مطالعاتو په رڼا کې یو عیني تصویر لوستونکي ته وړاندې کړي تر څو د هغه لپاره د پوهاوي او رهنمایۍ وسیله وګرځي . ښاغلي لیکوال زیاته کړه چې که د یادو مسئلو تر څنګ لیکوال د خپلې ټولنې او خلکو له ژبې، کلتور او د ژوند د کچې نه خبر نه وي او د دوي په خپله عامیانه ژبه چې خلکو ته د پوهیدو وړ وي خبرې ونه کړي نو دا ډول لیکوال په ټولنه کې ځانته ځاي نه شي موندلی او د خلکو د تائید وړ نه ګرځي او له ټولنې نه فاصله پيدا کوي.

د غونډې په پای کې ښاغلي لیکوال استاد سعدالدین شپون  میرمن بهیر ته د ځینې تخنیکي وسائلو د اخیستلو لپاره سل ډالره نغدي مرسته وکړه چې د بهیر د دارالانشأ له خوا د کور وداني په ویلو سره ومنل شوه او د دې مرستې معنوي اړخ یې له مادي هغې نه دروند وبللو ځکه چې دا مرسته د هیواد د فرهنګیانو او په تیره بیا د ښاغلي لیکوال ملاتړ او همکاري له میرمن بهیر او افغان میرمنو سره څرګندوي په غونډه کې دې میرمنو حضور درلود او شعرونه یې ولوستل: رخسار ساحلجو، لیمه نیازۍ، کبرا کیا،سیمین صدف،سونیتا مدبر،هیلۍ احدي،نظیفه نیازۍ، شکریه کمالزۍ، بلقیس محبوبي، زمزمه نیازۍ، ساهره شریف، ګلالۍ امرخیل،جمیله صافۍ، تورپيکۍ مومند،اوږۍ امیل،مدهونا حیدري،پاریسه خزان،پاکیزه ارزو،حوریه سپیڅلې،صحابه خروټې، فریده فقیري او صالحه سروري. غونډه د مازدیګر په څلورو بجو د مازدیګرنۍ په خوړلو سره پای ته ورسیده.

له غونډې وروسته د میرمن بهیر غړو د نامتو لیکوال، شاعر او نوښتګر انځورګر استاد ومان نیازي د پلالې هنر د انځورونو په نندارتون کې ګډون وکړ چې په کتاب ښار کې پرانستل شوی و.