د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نږدې غايــه

تازه خان ويال 21.05.2012 14:29

د برخليک په لــَـوحــه ليـکــَــمَــه په خپــلــه
د زړې په ځای يــوَه نــویِ لـــيکـــه بــــلــه
واړَه مــېــنــه ټول اِختيار يې ځانته غواړم
له ګرېوان مې د اغيار باسم منګــــَو لـــه
زوړ ميــراث د اِستِعمار له بېخــــه کاږم
په دې نوي به يې پـــاکه کــړم خځــلـــــــه
ايله خـپل خپــلول غــواړم نه د بــل څـــه
حق غـــوښتنه مې د ژوند لار و ټــاکلــــه
د برلین ديوال ــ ډيورند ړنګــَـــَول غـــواړي
لـــه چتراله ، لــه کـــوژکه تر ګـــــومـــــلــــه
که نـــــــړۍ مې يو کېدو ته نه پــرې ږَدي
د جـــــهان به تَــنيسته کـــــــړمــــه [دَربَلـَـه]
يابــه خپل وېشلی کور بيا يو محــــل کړم
يابه دغه د فِِـــريــــب دُنــيـــــــا ګــــوډلــــــــه
شيطانان که د ګاونډ مې نه سمـيـــــږي
د بـــــدل رَویــــــه به لږڅــه کړم بــدلــه
ګډ کاروان به تاريخي منزل ته سيخ کړو
زما لــه کوَټیِ ، پېښَوره تر کابــــلـــــــه
له امو نه تر چېلاسـه، تر ســـېــويـــــــــــــه
خپله خاوره مو چې ګــــرده خپلــه کـــړلـــــه
بيا افــغـــان ددې جـــوګـــه دی اِنشاء الله
چې ګاونــډ هم، اســـيـا هم کـړي [ پـر بـــــلــه]
چاکران يې په [پیـنــځو اوبو] کې غـــواړي
دُر مــونـــده شي د ژور بــحـــــر لــه تـــلــــــه
ځو چې خلاصه خپله لار کړو ســمندر ته
په پــرَدۍ لار قــــافِــــــــله شي را لــوټـــــــلــَــه
خدای (ج) خـو نه بــدلـوي حال دهــغو خـــلکو
چې پـــراتــــــه وي بې تصـمـيـمه بې عــــمـلــــه
ځـــان چې يو کـــــړو ملاتړلی اسمان مـــل دی
خپل تـقـديـــــــر شو بــــدلــــولی لــه ازلـــــــــــــه
چې حُجره جومات غبرګ سټېج د ازادۍ کړو
خـــان، مُــلا د افــغــانــيــت مــــــــلا که تړلـــــه
چې د يوه لــمانــځــه اِمام او مُــقــتــدي شو
افــغــاني صـفـونـه جــوړکــړو يَــو د بــلـــــــــه
خـــــلافت د خدای په لوی افغان هیواد جوړ
روح د لــوی احمد ژوندی کړو بيا يو ځــلــــه
د افــغان خــاوریِ د هــرقــوم ، هـــریِ ژبیِ
هر افــغان مو خپل رســـتــم شي لــه زابــلـه
د افغان – بــلوچ پــه ګــډ ګــــودر بــــه واورو
د دوو حورو د بنګړو د شرنګ [ بــــدلــــــه]
بيا بــه خـــــدای خــبر کــــــــه دا ارزو پوره شي
کــــــه دا ځــل مو دا موقِـــــــع بيا وبــــايــلــلــه
پېښور، کــــوټیِ، کابــل تــــه ځــــولۍ نيسم
چې يــــوه کــړي د تاريخ جوړښت ته ډلــــــــه
هــر افـــغـــان بــــــه يې بِـــــلال د اذانــــــه شي
وياله ستا يې که(؟؟؟) لــمــنــه و مــنله