د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په بريتانيا کې د اختر د لمانځه خبرتيا او اختر مبارکي

تازه خان ويال 16.08.2012 18:50

د کوچني اختر په مناسبت مبارکي!
او د اختر لمانځه ته خبرتيا!

په بريتانيا کې د اوسیدونکو افغانانو ټولنه، د سپېڅلي روژې په پای کې د مبارک کوچني اختر په مناسبت، تاسو ټولو لروبرو او په نړۍ کې خوَرو وَرو افغانانو، په بريتانيا کې اوسيدونکو وطنوالو او د نړۍ يونيم مِليارد مُسلمانانو ته مُبارکي وايي .
روژې، پرهېزونه، لمنځونه او عبادتونه مو قبول شه .
د ټولنی رهبري هيئت تاسو ټولو قدرمنو افغانانو ته ځولۍ غوړوي او خواست کوي چې د سپيڅلتيا او دُعاګانو په دې مهال، د دې مبارک اختر د لمانځه په پای کې زموږ په محبوب تاريخي هېواد افغانستان کې ددې روان ملت وژونکي اوږده وحشي جنګ د ختم، زموږ د تاريخي پراخ هېواد د سرتاسري مِلي وحدت او ډېر مُستحکم، ډېر زورور اوډېر عادِل او قانونسالار مرکزي حاکميت د تائمين او وُلسي ښېرازۍ دپاره دُعا وکړئ .
د تېر په څېر به، د اختر لمونځ د اختر د اولی ورځی، د ګهيځ په لسوبجو، د ټولنیِ په تالار کې ترسره کيږي .
تر لمانځه، دُعاوو او مُبارکيو وروسته، د ځوانانو د مېلو،ساتېريو او افغاني اتڼونو دپاره وخت او ځای په پام کې نيول شوي دي .
دټولنیِ پته :
West Acton Community Centre
Churchill Gardens
London W3 0JN
020 8993 2129 & 020 8993 8168
سيدجان کارواني
په بريتانيا کې د مېشتو افغانانو د ټولنیِ مشر