د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ناسور مخنيوی

تازه خان ويال 19.01.2011 11:17


د لوى خداى په نامه !


د ناسور مخنیوی


د روان کال د سنبلې د مياشتې د 27 نيټې د ولسي جرګې ټاکنیِ د افغان ولس وېشنیِ ته د تړنیِ او مِلي تربَــتَـوَنیِ تر داسیِ جال لاندیِ ترسره شوې چې د هيواد د سرحدونو نه د باندیِ او د بحرونو راپوریِ غاړه، ګڼ شمېر، ملا تړليو تاريخي دُښمنانود ګډ سنجَول شوي بافت له مخیِ، مخکیِ له مخکیِ، پېرل شوی و . په دې جال کې د نغښتي دېرش ميليونه افغان ولس د اسارت کړۍ به ، د همدې کږې، له غبن او درغليو سکڼل شَویِ راتلونکیِ« ولسي جرګې» په مرسته، د دُښمنانو ددې پراخیِ ټلوالیِ په کثيفو شيطاني لاسونو، ورځ تر بلیِ، داسیِ تنګيږي چې د تحميل شويو جنجالي تنګوونکو او وژونکو توپيرونو په پړسَــوونکي تحَقــُق به يې يو د بله سره د ګډ ورورانه افغاني ژوند او مِلي ګوزار ې نه بيزاره کړ ي (؟؟؟) .
که، هو، ( که ) دا د ډېر اوږده تاريخي عُمر نامُمکِن يې، خدای(ج) دې نه کړي، مُمکِن کړ نو بيا به، د مِلي اسارت ددې خونړي جال ، په ټاکل شويو برخو کې، هغه ، له مخکیِ، ټاکل شوي مزي داسیِ کش کړي چې د هيواد د وروڼو قومونو او افغاني جغرافيوي سيمو ترمنځ د استعماري مجويز شویِ تجزيې او مِلي وېشون کټارې او برلېني ديوالونه جوړکړي . په داسیِ حالت کې به، بيا نو، د پياوړي او عظييم تاريخي افغان ملت د نه ماتيدونکي مِلي وطنپال مقاوت په ځای د کوچنيو، بې ځواکه، بې تاريخه، بې مِلي غروره او بې مِلي لرليده اسيرو حقيرو واحدونودداسیِ بې وسۍ سره مخامخ وي چې په اِستِعماري او اِستِثماري اوږدمحاله نيواک کې به يې هيڅ ډول مُشکِل په مخه کې نه دريږي .
ددا شان شيطاني خوب او دوزخي محال خيال د ريښتيا کولو او تحقـُق دپاره، د تېریِ پېړۍ په اتيايمو (۱۹۸۰ يمو) کلونو کې ، شوروي اِشغالګرو هم، د همدغو نـنــنيو ته ورته ځان ، ځاني غرور او وطن خرڅوونکو داخلي ګوډګيانو په کــَمیِکوزیِ او غـُلام مَــنِشانه خِدمت او مرستیِ، پوره لاس او پښې ووهل . شورويانو د خپلیِ بقاء او افغان ملت نه د اِنتِقام دپاره ددې مېړني ولس وېشل د خپلیِ مرموزیِ کرغيړنیِ ستراتيژۍ په حيث تعقيب کړل .
دوی په افغانستان کې ، د راتلونکي مِلي تقسيم په مردار نيت ، د دولتي حاکميت دوهم مرکز وټاکه او د موازي دولتي تشکيلاتو جوړښت يې پيل کړ . خو د لوی خدای په فضل، د افغان ازادي دوست تاريخي ملت د هميشنۍ بقاء او تاريخي پايښت د ور اعطاشوي ذاتي مِلي پوټانشيَل په برکت، د افغاني اِنقِطاب په دواړو اړخونو کې، د مُتعهِدو وطنپالو افغانانو د زړورو، بېباکو، سرښندونکو او دار منونکو مبارزو په نتيجه کې نه يوازي د افغان د وېشون شوروي ستراتيژي ماته کړای شوه ، بلکه پخپله شوروي او نظم يې هم د تېر تاريخ برخه وګرځيدل .

دلته زما غوندیِ افغانان په دې عقيده دي چې امريکاـ بريتانيا او ورسره ګرده غربي ټلواله هماغه د مات او مړه شوروي ناکامه افغان دُښمنه ستراتيژي، د زياتو مادي اِمکاناتو او وافِرو ( ښيو او چپو) مسلکي زرخريده ايجينټانو په بې ډاره ، بې شرمه او بې درېغه مرستیِ او چوپړ سره په بېساري سرعت او وحشيانه زور، په مُصمم او پيګيرانه ډول تعيبوي او د مِلي درزونو، قومي مقابِلــَوي مخامخ کونو، اِنحِرافي نژادي ـ سمتي ذِهِنيتونواو مصنوعي نفرتونو په ايجاد او چاغـَونه کې خطرناکیِ او ورانوونکیِ لاسته وروړنیِ او زيان رسوونکیِ ګټنیِ لري .

نيواکګرو،د ولسي جرګې د همدې يادشويو تېرو اِنتِخاباتو په درشل کې ، داسیِ تغيرات مهندِسي کړل چې دټاکنو د مرکزي او وِلايتي کميسيونونو او خاصو سيمو او ولايتونو، په اکثرو رهبري اومُهِـمو کاري مُقامونو باندیِ د خپلو ګډ هدفه مُتعصِبو نوکرانواوځينو نويو په لاس مَــرَليو تأثير منونکواو فساد پَذيرو ځای په ځای کړيو عناصِرو له لاریِ يې ، په شرمناک غبن او بې مثاله ټګيوبرګيو، راتلونکیِ ولسي جرګه دداسیِ رسوا سکټاريسټو افرادو اودُښمنانو روزليوـ سپانسرکړيو وړو ډلګيو د تسلــُـط او اِنحِصار دمُهلِک خطر سره مخامخ کړه چې که ددې ستریِ ملي او وطني شرمَوونکي فاجعیِ مخه ونه نيول شي نه جِبرانيدونکی مِلي زيانونه اړولی شي .

په خپلوسترګو ليدلو شاهدانو، وطندوستو ژورناليستانو، پوهانو، څېړونکو، د حقوقو او اِحصايې د څانګو متَخصِصينو او سياستوالو د ټاکنو د تدوير د وخت، د ټاکنو د ورځیِ په جريان او بيا د رايو د شمېرنیِ او شکايتونو ددرجَوَنیِ او څېړنیِ په پروسه کې بې شمېره داسیِ موانِع، فسادونه، درغلۍ، قانون ماتونیِ او بې ترتيبۍ په ګوته او بربنډیِ کړې چې د ټاکنو اصالت او مشروعيت يې په نه ترميمېدونکیِ کچه وران کړی دي .
په ۲۹ ولايتونو کې دسالِمو عمومي پارلماني ټاکنو دپاره سوله ييز مناسب او مساعِد حالات او شرايط نه وو موجود او په ځينو کې خو يې د ټاکنو په درشل او جريان کې د محلي افغانستان دُښمنو اجيرو قوتونو په لاس په ټاکليو ځايونواو سيمو کې امنيتي حالات داسیِ خراب کړل چې ټاکلي ولسونه د رايو د اِستِعمال د حق نه محروم کړي .
د نورستان، کنړ، ننګرهار، لغمان، کاپيسه، لوګر ، پکتيا، خوست، پکتيکا، غزني، ميدان وردګو، زابل ، ارزګان، کندهار، هلمند، نيمروز، فراه، هرات ، غور، بادغيس ، فارياب، شبرغان، سرِپُل، بلخ، سمنګانو، بغلان، کُندُز اوتخار کې ، په متعددو دربستو ولسواليو او د حساب نه وتليو سايټونو او محلونو کې اِنتِخابات یا ونه شول (ځکه کېدای نه شول) او یا پرېنـَښودل شول چې وشي . له همدې امله اِنتِخاباتو عمومي او سراسري خِصلت نه لاره او د مِلت مناسبه او روا نمايده ګي يې اصلا ايجادولــَی نه شوه .

اِنتِخابات، د نيواک سره د تړليو ټوپکسالاروـ قاچاقبرو اوسياسي ـ مافيايي زورمندانو د نفوذ په پراخو ساحو کې ، مستقيم نه وو . خاصو زورَورو او هدفمندو پردي پرستو اود نيواکګروپه خِدمت کې سر سپارلو نوکرانوته د ناقانونه او ناروا لارو چاروبکسونه ډک شول او د زيات شمېر «نامطلوبو»(د اِشغال د نقشو تطبيق ته د مُضرو) زورَورو او نازورَورو بکسونه یا په زور تش وساتل شول ، يا قرنتين ـ باطل او يا تش کړل شول .
د رايو د شمېر پروسه، د بدنامو سکټاريسټانواو افغانستان دوښمنه رسوا مشاهيرو د نصبَولو، د ورکړل شويو ليستونو د تطبيق او ډالري تبادُلاتو په خاطِر ، په څو پوړونو کې، څو واره پُرکاري، تراش او صيقل شوه . ددې پُرکارۍ ، تراش او صيقل د توجيه کولو د تسهيل دپاره، د ولسونو دشمارل شويو رايو ډک، (بې لــُزومه)، شته بکسونه دربست باطل او کوم خيالي، ګويا، پخــوا ورک شوي، د رايو ډک بکسونه په مُعجزوي ډول پیداکړل شول .
د ګوتو په شمار وطنپالو او د هيواد وحدت او مرکزيت او تل ترتله بقاء ته متعهِدو کانديدانو او ځينونورو ، د هرچاسره ، ګوزاره کوونکو ته د کاميابۍ حق ځکه ورپرېښوَل شو چې کوندیِ په ولسي جرګه کې نمونــَـوي حُضور يې وکړای شي د دې اِنتِخاباتو مرداري او بدرنګوالی پټ او د هغیِ شاته د پرديو له خوا، په ډېریِ زيرکۍ او حسابي دِقت سره، طرحه شویِ مِلت او هيواد ماتوونکیِ نقشې او پروژې د يوې مودې پوریِ له انظارو پټیِ کړي .
ددې مِلي فاجعیِ د درولواو شنډولو يوه مُطمئِنه چاره داده چې دا جعلي او د مهندِسي شويو نتايجو زېږوونکي اِنتِخابات بې اِعتِباره او په دواړو کميسيونونو کې د درغليو د سازمان کوونکو رهبران محکمې ته وړاندیِ شي .

د ۱۳۵۶ د سرطان له شپږويشتمیِ نه ترننه پوریِ ډېرئ بدلونونه ، بې له اوږدمهاله سنجَوَل شويو مِلي ستراتيژيو او بې له پخو مِلي شعوري ـ اِجرائي مؤسِساتواو ايسټبليشمينټونو، يو، نيم مِلي خوتــَوکلي او زياتره غيرِ مِلي نُسخه يي بدلونونه دي . اکثره دغه بدلونونه، په تېره بيا دا اوسنی مِلت اومِلي سراسري حاکميت وژونکی بې کنتروله وحشي لېونتوب اودا روانیِ کاوبايي اِستِعماري نخرې يې، د افغانستان د جوړښت ، تاريخ، نوم او موجوديت دُښمنانو ته، د دوه کسيزو، درې کسيزو او څو کسيزو تمايُلاتو نه ددې اوسنيو متعصبو سکټاريسټي ډلګيو تربريده د رسيدو پوریِ د ودیِ څربې او مساعِدیِ زمينیِ شوې .
خو که چيریِ د راتلونکیِ ولسي جرګیِ دپاره، دا اوسنی، د نړيوال خونړي اِستعار او افغانستان دُښمنه سکټاريزم له خوا، په شريکه، تجويز شوی او په کمپيوټري دِقت سره له مَرل شويو مُهرو نه په ماهِرانه ډول اُودل شوی ترکيب قانوني کړل شي دا به ددې سرطاني ډلګيو ستر ستراتيژيک برياليتوب او د افغانستان وحدت او مرکزيت ته د ناسور زخم وي . د هيواد چارواکي مِلي وظيفه، افغاني وجيبه او تاريخي مسئوليت لري چې ددې مِلي او وطني ناسور مخه ونيسي .

تازه خان ويال