د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له لندن نه، د نوي افغاني کال د مبارکۍ پيغام

تازه خان ويال 20.03.2016 10:12

بسم الله الرحمن الرحيم!

له لندن نه، د نوي افغاني کال د مبارکۍ پيغام


ګرانو افغانانو، درنو خويَندو او وروڼو،

د ۱۳۹۵ م (هجري شمسي) نوي افغاني کال نوروز مو مبارک شــــه!
نوروز افغاني تان مبارک بــــاد!


په بريتانيا کې د اوسيدونکو افغانانو د ټولنی ټول غړي او رهبري هيئت، په افغانستان، پښتونخوا، بلوچستان، سيمه او نړۍ کې، ټولو افغانانو او بلوچو وروڼو خويندو ته د افغاني نوي کال د رادبره کيدو په مناسبت صميمانه مبارکي وايو.
لوی خدای دې دا نوی پيل شوی کال نيکمرغه، بختور، د پخپلواکۍ، سولی، امنيت او هراړخيز پرمختګ کال کړي.
دا څه چې د نړۍ نيواکګرو چورګرو، د پاکستان او ايران سره په ګډه، د ناراوا اوحريصانه شيطاني ګټو د اشتراک په اساس، په افغانستان، ازادو قبايلو، پښتونخوا او اوسني بلوچستان کې، د کلونو کلونو راهيسی پيل کړي او روان کړي دي، د سترو وحشيانه برباديو په لړ کې، هر پسرلی اود هرکال هره ورځ د افغانانو په وينو رنګوي، هره ورځ تربلی زيات، د تاريخي افغانستان او د افغاننستان د ميړني او تاريخي استعمارماتوونکي ملت او دهغه د شاوخوا وروڼو اولسونو د اتحاد او يووالي ضروري او حياتي کار ځنډوي او د ازاد بلوچستان د جوړښت او قوام ښيرازه ورانوي. ددې ځنډ او ورانۍ د مخنيولو او ددې ګڼو، وسي، زورورو او بېرحمه دښمنانو د شومو نيتونو او پلانونو د ماتولو رسالت، يوځل بيا، لوی خدای افغانانو ته ورپه غاړه کړی دی .
ددې ستر حياتي، مقدس او وياړلي رسالت د سرته رسولو دپاره د ملي تيارۍ اولنی قدم د ملي حاکميت او دولتي جوړښت د هرم سمښت دي. .
په تکر وايو چې، موږ د افغانانو په ولسي اتحاد، ملي هوښيارۍ، تاريخي درايت او د پايښت او ملي بقاء دپاره د خدای (ج) ورکړي قابليت او بې ساري ملي استعداد په اتکا او د لوی خدای په فضل او کرم دا هيله او توقع لرو چې د افغانانو لوی او پياوړی ملت به ډېر زر د يوه لوی سرتاسري ملي او جوړوونکي مصلحت په زور او برکت د خپل ملي – دولتي حاکميت دا موجود نامتناسب مخروط سم او د لويو شيطاني ځواکونو په ګټه او امر مغرضانه، ناسوري او بدرنګ تقسيم ختم کړي، نوي، په خپله ملي اراده جوړ کړي، واحد ملي – دولتي حاکميت ته به د وطن نه د ټولو دښمنانو د لاسونو د لنډولو، د هيواد د يووالي، بنيادي او اساسي ابادۍ څرګند لوری او عملي پروګرام وټاکي او وطن او وطنوال به ددې جاري شرم، فقر، درد، رنځ، ځوَر، بې وسۍ اونهايي بربادۍ نه وباسي.
ومن الله توفيق،
په درنښت
د ټولنی رهبري هيئت


سيدجان کارواني
د افغانانو د ټولنی مشر

West Acton Community Centre
Churchill Gardens,
LONDON W3 0JN
د معلوماتو ټيليفونونه:
020 8993 81 68 او 020 8993 21 29