د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په لندن کې د افغانستان د استقلال ياد

تازه خان ويال 19.08.2015 13:14

په لندن کې، د افغانستان د استقلال ياد

ګرانو افغانانو، درنو خويندو او وروڼو،

په بريتانيا کې د اوسيدونکو افغانانو د ټولنی ټول غړي او رهبري هيئت دنيمګړي افغانستان د استقلال د ياد ۹۶يمه کليزه، په افغانستان، پښتونخوا، بلوچستان، سيمه او نړۍ کې، ټولو افغانانو ته نيکمرغه، بختوره، پخپلوکې د روغی جوړی لارښود، په نه پخلا کيدونکي دښمن باندی د ماتوونکي سرتاسري افغاني هجوم محرکه، د پوره افغانستان د پوره ازادۍ او د ورور بلوچستان د ازادانه برخليک د ټاکنی دپار د الهام څريکه او منبع غواړو.

د نيمګړي افغان استقلال د ياد سږنۍ لمانځنه په داسی حال کې کيږي چې د نړۍ د چور او تالان د نامتو مضرو استعماري خطرناکانو په ناوليو نيتونواو مردارو، تل تر تله، په وينو لړليو لاسونو، د ګاونډيو ازلي دښمنانو سره په مصلحت، په خپلو متضادو روزليو منونکو باندی، د دوه سري، دوه لاري اودوه منزلي دولت په شکل، د افغانانو د ملي مرکزي حاکميت تباه کوونکي ويش، له يوې خوا او له بله پلوه، د هيواد دشتون د دښمنانو سره غير پروتوکولي او مشکوک غير ډيپلوماټيک چالچلن او د خپل، تر ۳۵ کلن يرغل لاندی، کور، تاريخي افغانستان، د راز او نياز د دروازو، ګنډو او بوخڅو ورته خلاصولو افغانستان د نابودۍ د پاڼ په سر درولی دی.

موږ د افغانانو په ولسي اتحاد، ملي هوښيارۍ، تاريخي درايت او د پايښت او ملي بقاء دپاره د خدای (ج) ورکړي قابليت او بې ساري ملي استعداد په اتکا او د لوی خدای په فضل او کرم دا هيله او توقع لرو چې د افغانانو لوی او پياوړی ملت به ډېر زر د يوه لوی سرتاسري جوړوونکي مصلحت په زور او برکت د خپل ملي – دولتي حاکميت دا موجود، د لويو شيطاني ځواکونو په ګټه او امر مغرضانه، ناسوري او بدرنګ تقسيم ختم کړي، نوي، په خپله ملي اراده جوړ کړي، واحد ملي – دولتي حاکميت ته به د وطن نه د ټولو دښمنانو د لاسونو د لنډولو او د هيواد د بنيادي ابادۍ څرګند لوری او عملي پروګرام وټاکي او وطن او وطنوال به ددې جاري شرم، فقر، درد، رنځ، ځوَر او بې وسۍ نه وباسي.
ومن الله توفيق،
په درنښت
د ټولنی رهبري هيئت



د ټولنی مشر
سيدجان کارواني

West Acton Community Centre
Churchill Gardens,
LONDON W3 0JN
د معلوماتو ټيليفونونه:
020 8993 81 68 او 020 8993 21 29