د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په لندن کې د مرحوم زرملوال د ياد غونډه

تازه خان ويال 24.01.2013 13:20

بسم الله الرحمن الرحيم!

په بريتانيا کې د اوسيدونکو افغانانو د ټولنیِ خبرتيا

د تېره قلم او روانیِ ژبیِ څښتن، غېښتلی او هڅاند ژورنالېست، مصمم جرګه مار او خوږ ژبی مرکچي، قدرمن غلام محمد زرملوال د اوږدې او ځوروونکیِ ناروغۍ په وروستياڼ کې د خپلوانو، ملګرو، ژونديو او ژوند سره مخه ښه وکړه . نيمګړیِ هيلیِ او نيمه خوا ارمانونه يې شاته پرېښول .
اِنالِلهِ و اِنا اِليهِ راجِعون !
مرحوم زرملوال صاحب په بريتانيا کې د اوسيدونکو افغانانو د ټولنیِ د بنياد ايښودونکو او مخکښو غړو په جمله کې و . د نه شتون د ماتم سيوره به یې، د ټولنیِ په مجلسونو، ادبي او کلتوري غونډو، د ځنده، غوړېدلیِ پرَته وي او دا ټولنه به، ښايي هيڅکله، ددغه خدای بښلي خالي ځای په پوره او مناسب ډول ډک نکړای شي .
خو ډاډ او تسل دا دی چې ارواښاد زرملوال صاحب داسیِ اثار، ليکنیِ او ترجمې هم په ميراث پرايښي دي چې افکار او يادونه به يې د تل دپاره ژوندي وساتي .
په بريتانيا کې د اوسيدونکو افغانانو د ټولنیِ د مشرتابه ډله، يوځل بيا، خدای بښلي زرملوال ته له ربه ښکلي جنتونه غواړي او د ټولنیِ د ټولو غړو په استازيتوب د هغه مغفور کورنيو ـ اولادونو او خواخوږو ته د جميل صبر هيلیِ او تسليتونه وړاندیِ کوي.
لکه څنګه چې خبر يئ، د تلترتله تللي، ګران زرملوال صاحب فاتحه به، د راتلونکي یکشنبې(دوَيم) په ورځ، چې د جِنوَرۍ د مياشتیِ د اووه ويشتمیِ نېټې سره برابره ده، په لندن کې، د افغانانو په مرکزي جامِع جومات کې نيول کيږي . بيا، ورپسې، د بلیِ يکشنبې(دوَيم) په ورځ، چې د فِبروَرۍ د مياشتې د دريمیِ نېټې سره سرخوري، دده د درانه او خواږه ياد غونډه، د ټولنیِ د مرکز په تالار کې، د ماسپښين په دوو بجو، جوړيږي .
د دوستانو او علاقمندانو ګڼ ګډون به، په دواړو مناسِبتونو کې، د ثواب، ښکلا او درَنښت د ډېرښت موجِب شي .
ليدو ته مو سترګیِ په لاره .
سيدجان کارواني
د ټولنیِ مشر

دټولنیِ پته:
West Acton Community Centre
Churchill Gardens,
LONDON W3 0JN
د معلوماتو ټيليفونونه:
020 8993 81 68 او 020 8993 21 29