د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ځان غلطول

تازه خان ويال 05.11.2011 13:56

ځان غلطـــَول
شپه شوه د لسيزو سهر چېریِ دی
ستړي کړو پردۍ تيارو لمر چېریِ دی
خدايه له شامته مو نور وژغوره
لاره کومه خواده رهبر چېریِ دی
زه ورته حيران پرېشانه ګورمه
لاس مې اغيار نيسي دِلبر چېریِ دی
سره د ځان په وينو مو لاسونه کړل
ځان غلطــَول دي اختر چېریِ دی
مخه د کاروان خو تــُـــرکِستان ته شوه
وياله مکه چېریِ سفر چېریِ دی