د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په بلجیم کې د افغانانو لخوا د نوي جومات پرانسته وشوه

جاوید احمدزی 09.04.2012 20:08

نن یکشنبه د اوري د میاشتې شلمه چې د اپریل د اتمې سره سمون خوري د یو شمېر افغانانو په ملاتړ او کومک په انتورپن کې د افغانانو اسلامي او کلتوري ټولنه په دی وتوانیده چې دمسلمانانو او په ځانګړې ډول د افغانانو دعبادت او دماشومانو د دیني ښوونې او روزنې لپاره د محمدي په نوم جومات په رسمي غونډه کې پرانسته.

په دغه غونډه کې تقریبا دوه سوه پنځوس کسانو شاوخوا ګډون کړی وو، دغرمې په دوه بجو پېل شوه سربیره د بلجیم د بېلا بیلو ښارونو د جرمني او هالنډ څخه هم یو شمیر افغانان برخه وال وو، لومړی د قران عظیم الرشان څومبارک ایاتونه تلاوت شول ورپسی د انتورپن دښار د افغانانو په استازيتوب عبدالقاهر واصفي ټولو میلمنو ته خورا ګرم ښه رغلاست ویلو ترڅنګ په خپلو خبرو کې زیاته کړه جوماتونه ټول د الله تعالی کورونه دي او دا جومات چې دافغانانو لخوا جوړ شوی نو هدف یی همدا دی چې د یوې خوا به افغانان سره راټول او دبلې خوا به هغه کلتور، عنعنات چې د افغانانو ترمنځ وجود لري خوندي پاتي شي.

په نوموړی جومات کې به د پنځه وخته لمونځ ترڅنګ د قران کریم د ختمونو، مذهبي مراسمو، اخترونو او دیني زدکړې پرمخ وړل کیږي.

غونډه د قران پاک په ختم پای ته ورسیده چې پکی د افغانانو د اتفاق، ورورولۍ ترڅنګ د افغانستان د سولې او سمسورتیا لپاره دعا وشوه، د یادونې وړ ده چې غیر د انتورپن څخه دبلجیم په نورو ښارونو کې هم د افغانانو لخوا جوماتونه وجود لري.

په پای کې د ټولو میلمنوڅخه هیله وشوه تر څو په تیاره شوې ډوډۍ کې برخه واخلي کومه چې د انتورپن میشتو افغانانو لخوا برابره شوی وه.