د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زما زرغونې لورې !

جاوید احمدزی 23.10.2011 17:52

ستا د اختر په کالیو زه په هغه شان نه سم هوسېدلای، لکه ته چې هوس په کولای سې ، ځکه ستا کاليو د هوس کولو سره سم و ماته هغه ماشومان را ياد سي ، چې ستا په کالیو اغوستلو د يو ډول مايوسیو سره مخامخ کېدلای سي ٠
زما زرغونې لورې ! زه د هوس کولو په عوض یو ډول عذاب هم حسوم ، که څه هم و تا ته دا حال نه سم معلومېدلای٠
ته خو نه پوهېږې مګر زما حال د ډېر زړه سوی دئ ، ځکه زه د دوو مختلفو جذبو په منځ کې واقع يم ، زما دا وقوع د ژرندي د دوو پلونو ښه مثال دئ ، ځکه یوې خواته ستا هوس کول د کالیو راوړلو ته ما مجبوروي ، مګر له بلې خوا ستا د کالیو اغوستلو په وخت کې زما زړه د یو ډول سوز او سوځلو سره مخامخ کېدونکی دئ ، ځکه د نورو بېوزلو ماشومانومايوسانه کتني ستا د کالیو د لیدني په اثر زما په دماغ کې خطور کوي ، دهمدې خاطرې خطور ما ډېر سخت معذوبوي او دا عذاب تر هغه لذت ډېر دروند او معذوب دئ ٠
زما ګرانې لورې ! ته خو زما د زړه غوښي بلل کېږي ، مګر زه ستا هوس سره سم عذاب هم حسوم ، او هغه هم په همدې وخت کې چې تا ګلالي کالي واغوستل ، ته ورې او اوس سمدستي د باندی وزې ، او نورو ته همدا رنګين کالي ښکاره کوې ، مګر د همدې ښکاره کولو سره سم زما پريشانه خاطرات ستا د هوسونو سره ملګري دي او هر کله بچۍ! که ته پوهېدلې او دا دې حسولای سوی چې زما پلار په همدې هوسونو سخت عذاب سره مخامخ کېدونکی دئ ،تا به زما د زړه له پاره همدې ډول بېوزلو ماشومانو ته خپل کالي نه ښودلای، د خپل پلار پر حال به دي رحم کولای، مګر ته خو نه پوهېږې او خپل پلار زخمي زړه ته نه سې ترميمولای، او د همدې ډول زخمونه التيام ته دي هيڅ فکر نسته ٠
ته هوس کوې او هغه هوس چې ستا د پلار زړه په زخمي کېږي ، ته خاندې او هغه خندا کوې چې د پلار تر سترګو دې د همدې مظلومانو او بېوزلو په خاطر اوښکي تويېږي٠
لورې! ستا پلار د ډېر رحم وړ دئ ، ځکه له يوې خوا ستا د هوس پوره کېدل دی خپله وظيفه بولي او د بلې خوا ستا د نويو کالیو ښکاره کېدل نورو بېوزلو ته ستا پلار ډېر سخت په عذابوئ، اوس نو ستا خوښه اې زما د زړه ټوټې او زما د عذاب موجبې !
(دا د ارواښاد محمد دين ژواک ليکنه ده )
ارواښاد محمد دين ژواک د 1997 ع کال په اګست کې په المان کې د 81 کلونو په عمر وفات او هورې ښخ سو ٠


اخځونه : اوسني ليکوال څخه

جاويد احمدزی بلجيم د انتورپن ښار څخه