د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بګتۍ(لوبه)

جاوید احمدزی 10.12.2011 11:50

ټوله نړۍ ګورۀ د ژوندون په لاره تلوار کړی
پښتون خوشې روزګار کړی

کاغذ قلم خپل دوښمن بولی
ډيران به تل ګلشن بولی
نور نيم،نيم خو ځان يومن بولی

اغيار ته څه وايی نه پر تربور مدام يلغار کړی
پښتون خوشې روزګار کړی

تيارو کې له دنیا بې خبر
ظلمت کې له عقبا بې خبر
کلی خان له ګدا بې خبر

شتمن خاندی په غريبان ټيټ د نيکه وقار کړی
پښتون خوشې روزګار کړی


سفرونه د ټول جهان کا
غير ملکونه ډ ير ښه ودان کا
چې فکر يوسی بيا ارمان کا

اوس پر سر وهی لکه مچ د غلطي اظهار کړی
پښتون خوشې روزګار کړی