د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زه او زما ضمیر

جاوید احمدزی 12.01.2012 11:42

نن مې وکړی خپل وجدان سره خبرې
د ضمیر له پټ جهان سرې خبرې
ورته ياد مې کړل د هالنډ ډېر ګلونه
چې عدن سره سيالي کوي باغونه
له نګهته يې مچۍ په ګډا راځی
مفتون زړه ته زما بيا هم ژړا ر اځی
ستاينه مې ورته پيل کړه د ښکلو
مونږيې کړو لکه اخګر د اور بڅرو
صفت مې ورته وکړو ، پاریس دپيغلو
څه د بلجيم د اياغو ، ډکو پيالو
ناڅاپه شعور نه داسې اواز راغی
مساپر روح ته يو سوزاوګداز راغی
وويل همیش مسلمان يم زه پښتون يم
دخپلې خړې خاورې به تل مجنون يم
تار،تار څادر زړې څپلۍ مې يادېږي
قسم د تناره ډوډۍ مې يادېږي