د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په بلجيم کې د مشاعرې خبرتيا

جاوید احمدزی 26.04.2012 02:55

د بلجيم په انتورپن ښار کې د افغان کلتوري ټولنې په کــوربه توب د روان ۱۳۹۱هـ ل دغويې دمياشتې په شپارسمه نيټه چې ٢٠١٢م د مۍ لــه پنځمې سره برابره ده دمــــازديګر په پنځه بـجو دپسرلي ترعنوان لاندي مشاعره جوړه کړي.

نو په دې مناسبت افغان کلتوري ټولنه ټولو ښاغليو شاعرانو، ليکوالانو د ادب او کلتور مينه والو ته په خورا مينه دګډون بلنه ورکوي.

هیله ده د لازياتو معلوماتو لپاره په لاندې بريښناليک او يا هم ګرڅنده شمېره اړيکه ونيسۍ:

بـــــــريښناليک: ahmadzai_khan@hotmail.com
ګرځنده شمېره:۰۰۳۲۴۹٤۷۲۲۸۱۸

پـــــــــته:

EveraertsStraat 97

2060 Antwerpen

Belgium

د افغان کلتوري ټولنې لخوا