د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مورکۍ ته

جاوید احمدزی 19.01.2012 04:26

مورې په کومه ژبه ستا د مینې اظهار کړم
زما ځان او زما جهان يې بس دا اقرار کړم
دروازه کې ناسته د راتلو لارې مې څارې
... خدای ږو اور پورې په ډېر درم او په دینار کړم
چې مورکۍ مې رانه ملال،خپه،غمجن وی
نور خو بيا زه پښتون نه يم که پر سر دستار کړم
څه ښه وایي جنت د مور د پښو لاندې دی
دا ژوند به نثار تر هغه ژوند هزار هزار کړم
دغه څو بیتونه د غټ ديوان ارزښت لری
ورته ګورۀ ادکۍ داسې ګلګون خپل اشعار کړم
18/01/2012
بلجيم د انتورپن ښار