د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بلجيم کې د مشاعرې لنډ ګزارش

جاوید احمدزی 08.05.2012 07:52

د لوی او بخښونکي څښتن په نامه

د بلجيم په انتورپن ښار کې د پسرلي تر عنوان لاندې يوه لویه او پرتمينه مشاعره د ٢٠١٢ کال د مئ په پنځمه د افغان کلتوري ټولنې په نوښت جوړه شوې وه ٠
په دغه مشاعره کې چې د ١٥٠ شاوخوا کې د شعر او ادب مينه والو ګډون کړي وو، مشاعره د ماښام په 19:00 بجو د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو په لوستلو د جناب قاري صاحب حسين احمد له خوا پيل شوه ٠
د دريځ چارې د ښاغلي امان الله ساپي له خوا نه پر مخ وړلکېدل ، لومړی له ښاغلی نورالحق نور څخه هېله وشوه چې د افغان کلتوري ټولنې د ترسره شوو او راتلونکو پلانونو په اړه يوه لنډه رڼا واچوی٠
مشاعره کې لاندې شاعرانو خپل،خپل شعرونه ميلمنو ته وړاندې کړل، هېوادپال شاعر ښاغلی ولي محمد نورزي،منلی شاعر ښاغلی نقيب الله خان، ښاغلی وحيد شينواری،ځوان شاعر نقيب الله،ځوان غزلبول شاعر جلال امرخېل ،د شمشاد نړيوال تلويزیون خبريال ښاغلی ساجد، ځوان او تکړه شاعر فضل ربي رستم،ښاغلی حامد احساس،ځوان تاند شاعر سباوون، او ښاغلی احمدزی ٠
محترم عبدلقاهر واصفي د ټولو راغلو شاعرانو څخه مننه وکړه او دپښتو شعراو ادب د پرمختګ پر لورې د مشاعرو او ادبي غونډو د لا زیاتېدو هېله وکړه٠
ښاغلی ساپي هم ډېرې عالمانه خبرې وکړې او د شاعرانو سره د هر راز مرستې ژمنه وکړه ٠
په دغه مشاعره کې د بلجيم له بېلابېلو ښارونو څخه سربیره د هالنډ هېواد نه هم شاعرانو ګډون کړي وو٠
افغان کلتوري ټولنه له هغه دوستانو څخه هم ډېره ډېره مننه کوی چې مونږ ته پيغامونه او برېښنالیکونه رالېږلي وول، په ځانګړی توګه له ښاغلی فضل غني حقمل چې له ګران هېواد افغانستان څخه مونږ ته برېښنالیک راستولی و ، راغلو فرهنګیانو ته د چایو انتظام هم شوی وو٠
مشاعره د وړوکی قاري واصفي د قرانکریم د څو اياتونو په لوستلو او دعا د شپې په 21:30 بجو پای ته ورسیده ٠
په پښتني مينه