د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د میرمن کلتوري-ټولنیز بهیر د ۱۳۹۱ کال د دوهمې غونډې ریپوټ

نعیمه غني 07.04.2012 20:10

دمیرمن کلتوري-ټولنیز بهیر نوبتي غونډه د ۱۳۹۱کال د وری د میاشتې په دولسمه نیټه د ښځو چارو وزارت ته څیرمه د زده کړو په تالار کې جوړه شوه .غونډه د ورځې په یوه بجه د بسم الله الرحمن الرحیم په ویلو سره د زمزمې نیازۍ په ویندویۍ پيل شوه .د غونډې مشره آغلې بلقیس (محبوبي حقیق) او میلمانه يې د هیواد تکړه شاعر او لیکوال ښاغلی طائر( ځلاند)، او د ویښوځوانانو د ټولنې غړې آغلې بریښنا(نسیمي)وو.د غونډې په سر کې د تل په څير په کاري مسائلو لنډې خبرې وشوې چې لړ کې یې د بهیر د دارلاانشآ تر څنګ ښاغلي طائر ځلاند د پښتو په نړیوال کنفرانس کې  د میرمن بهیر د  پلاوي په

ټاکلو او د هغوی د سفر د تابیا په اړه خبرې وکړې او لازم تصامیم یې ونیول،د غونډې په دوهمه برخه کې د ښاغلي استاد علم ګل(سحر)له خوا د ډرامه لیکلو د لکچر لومړی لوست وړاندې شوو چې د بهیر غړو هغه ډير ګټور وباله.د کره کتنې په برخه کې د بهیر د تکړه او هڅاندې شاعرې شفیقې (خپلواک)شعر لومړی د هغې له خوا ولوستل شواو له هغې وروسته د غونډې د ګډون والو خپل نظرونه پرې ورکړل :

 

دا هم د کره کتنې لپاره وړاندې شوی شعر:

  که اوږدې زلفې خورې، خورې، خورې کړم

  تا به ورک تا به ایرې، ایرې، ایرې کړم

  که مې لږ د نړۍوال ژوندون ته پریږدي

  جوړې زه به بیا دیرې، دیرې، دیرې کړم

  وخت به راشي د امید په لار روانه

  دا ستا شونډې به سپيرې، سپيرې، سپيرې کړم

  لکه نن چې زه په تورو شپو تپيږم

  ستا دا ورځې به تیارې، تیارې، تیارې کړم

  ستا له پامه غورځیدلې ځکه خوښ یې

  زه دریادې به وعدې، وعدې، وعدې کړم

  ته له ستړي انتظاره ستړی ښکارې

  ځه! درلنډې به شېبې، شيبې، شیبې کړم

  ته چې راشې ځان له تانه به قربان کړم   

  په بڼو به مې جاروحجرې، حجرې کړم

  ستا له ګرمې غیږېې څومره زر کړم بیله

  دا ستا مورته به ښېرې، ښېرې، ښېرې کړم

  تا ویل د رباب ترنګ سره درځمه

 د (خپلواک)ژوند به نغمې، نغمې، نغمې کړم

نظریات:لومړی ښاغلي طائر ځلاند د شاعرې د ستایلو په لړ کې وویل: ښایسته غزل دۍ،د غزل اجزآ لکه مطلع،کافیه،ردیف ټول په کې په نظر کې نیول شوي،لکه ځنګه چې په غزکې موسقیت او آهنګ له لفظونو ځخه د ترکیبونودجوړولو په مټ رامنځ ته کېږي  دلته هم شاعرې د کافیې په دری ځلي تکرار سره غزل ته یو خاص موسقیت ورکړی چې دا یو نوښت دۍ او تر اوسه چا نه وو کارولی.نوموړي زیاته کړه چې په شعر کې د احساس بیان هم په عالي بڼه شوی او شاعرې له خپلو تجربو نه استفاده کړې ده او دا یې په شعر کې ځرګنده کړې ده چې دا دیوې ښځینه شاعرې شعر دۍ چې دا ډیره ښه خبره ده .

له هغه وروسته ښاغلي اوږۍ امیل،توبا ندا او ګلالۍ امر خیل د  پورتنې ستاینو په تائید سره لاندې دوو ټکو ته د نقد اشاره درلوده:

:1  که مې لږ دا نړۍوال ژوندون ته پریږدي

که تل د نورو نه د ګیلو پر ځای له خپله ځانه سره صادق واوسو او له راکړل شویو فرصتونو نه ګټه پورته کړو نو د نړۍوالو ګرمولو ته به وخت پيدا نه کړو. چې په دا ډول اصلاح شو :پښتانه که خدای په یوه ټغر راټول کړي.

                    جوړې زه به بیا دیرې، دیرې،دیرې کړم

او بل دا بیت چې وایي:

:2 لکه نن چې زه په تورو شپوکې اوسم  ستا دا ورځې به تیارې، تیارې، تیارې کړم

دا بیت ښه پيغام نه لري او له شاعر سره ښایي چې د یوه مثبت کس په توګه ټولنې ته تل د سولې او مینې پيغام ورکړي. خو جمیلې صافۍ بیا وویل دا د دو تنو تر منځ د کشمکش او ګیلو خبره ده او دا د ټولو لپاره کوم پيغام نه دی او د شاعرې خپل تصور دی.

زمزمې نیازۍ او پاکیزې ارزو بیا د خپلواک د نوم په راوړلو نیوکه وه او ویل یې چې که څه هم شعر په لوستلو کې ښکاري چې دا یوې ښځینه شاعرې لیکلی خو دا نوم د نارینوو نوم دې او په کار وه چې دلته نه وی راغلی.  د غونډې په پای کې د تل په ځير مشاعره وشوه چې هرې یوې اوږی امیل،پاکیزه آرزو، ګلالې امر خیل، بلقیس محبوبي، نظیفې نیازۍ، لیمې نیازۍ،توبا ندا،نعیمه غني خپل شعرونه واورول، په پای کې د شاعرې رحیمه (پښتونجار)نوې چاپ شوې شعري ټولګه په میرمنو وویشل شوه او وپتیل شوه چې په راتلونکو غونډوکې به د دې ټولګې مخکتنه تر سره کړي غونډه د ما زدیګرپه څلورو بجو پای ته ورسیده.

د یادولو وړ ده چې په راتلونکې غونډه کې به د پاکیزې ارزو په لنډه کیسه کره کتنه وشي.