د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرد شپیتمې اوونیزې غونډې رپوټ
15.03.2012 00:07د میرمن بهیر نوبتي غونډه د کابل په نوي ښار کې د ښځو چارو وزارت ته څیرمه د زده کړې په تالار کې د ۱۳۹۰کال د کب د میاشتې په ۲۰ نیټه د غرمې په یوه بجه پیل شوه د غونډې مشره آغلې ګلالۍ امر خیل او ویانده یې زمزمه نیازۍ وه.
غونډه د بسم الله الرحمن الرحیم په ویلوسره پیل او په سر کې دمیرمن کلتوري-ټولنیز بهیر د دارالانشأ له خوا د مارچ د اتمې( د ښځو د پیوستون د نړۍ والې ورځې) په مناسبت د نړۍ او هیواد ښځو په تیره بیا د میرمن بهیر غړو ته مبارکي وویل شوه او له دوی نه د لا پرمخ تګ او دښځو د روا حقونه په لاس ته راوړلو کې د نه ستړې کیدونکو هڅو غوښتنه وشوه له دې وروسته په کاري مسایلو خبرې وشوې او د بهیر د غړو د وړاندیزونو په اړه چې د اړیکو د منظم کیدو اود چارو د سمون په اړه یې درلودې بحث وشو د غونډې ډیره برخه د مور او لور تر منځ اړیکو نا سم والي او له دې امله راولاړو ستونزو ته ځانګړې شوې وه چې د داکتر او ارواپوه ښاغلي نجیب الله زاخیل وال له خوا لومړی لکچر وړاندې شو،او له هغې وروسته د بهیر د غړو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول چې د بهیر میرمنو دا لکچر ډیر ګټور وباله.
د غونډې وروستۍ برخه مشاعره وشوه چې د ښځو د نړۍ والې ورځې په ویاړ د ښځینه ستونزو په اړه ویل شویو شعرونو ته ځانګړې شوې وه او د بهیر د غړو له خوا هرې یوې اوږۍ امیل ،ګلالۍ امرخیل،توبا ندا ،پاکیزه آرزو، زمزمه نیازۍ ، جمیله صافۍ، سپوږمۍ، هیلۍ احمدي،نظیفه نیازي، نعیمه غني،لیمه نیاز.....او نورو شعرونه ولوستل.
د یادولو وړ ده چې د وخت د کمښت له امله په ټاکل شوی شعر کره کتنه راتلونکې غونډې ته وځنډیده.