د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دپښتوژبي اړتوري(حرف ربط)(Conjunction)

محمدسروروکيلي 25.02.2012 06:24

دپښتوژبي اړتوري (حرف ربط)(Conjunction) :
اړتوري یا (Conjunction) په ويګړو(جملو) کي خپل ټاکلي ځایونه لري، که له دغه ځایو څخه بدلون مومي خپله اصلي مانا او مفهوم له لاسه ورکوي . داځکه چي ځیني ګړي هم قید (Adverb) وي او هم (Conjunction) . لکه : « لاتر اوسه » ، « څرنګه او لکه » او «څرنګه چي .» که د اړتورو ځایونه بدلون مومي هغه مطلب چي لیکونکی یې غواړي وېوایي نې سوادا کولای . د اړتورو دند ده،چي دوه عبارته یا دوي ګړي سره وتړي سره اړې کړي . نو زیار باید وایستل سي،چي پر خپل ټاکلي ځای باندي په جمله کي استعمال سي . دلته دساري په توګه ګورو،چي دیوې کلمې په کار وړل په جمله کي خپل ګرامري هویت څومره له لاسه ورکوي : «ښه » په اصل کي دګرامر له مخي ستاینه ده . اوس یې په جمله کي ګورو : «محمود ښه دی .» دلته« ښه » قید (Adverb) دی .کې درابطې له خوا وګورو محمود مسندالیه،«ښه» مسنداو « دی » رابطه ده . قیدهغه کلمه ده،چي دفعل یاستایني یا یوبلي ګړي سره راسي او هغه مقیده کړي . قید د جملې دارکانو څخه دی . اوس دلته قیدونه (Adverb) او اړتوري (Conjunction) سره پرتله کوو او په جملوکي یې ګورو . قیدونه ډېر ډولونه لري .
لکه : مهالي (زماني) قیدونه (Temporal Adverb) : اوس،نن،ژر،پخوانی،لومړی،تراوسه،هیڅکله،پرون،سهار،ماښام،برایي،سږ اودغسي نور.
ددغو قیدو لپاره پوښتنه کېږي : کله؟ څه مهال؟ په کوم وخت کي؟
ځایي (مکاني) قیدونه (Lokal Adverb): دلته،هلته،پورته،کښته،دباندي،دننه،شی خوا،کیڼه خوا ، سربېرن،ترشا،ترمخ،هغه خوا، او دغسي نور .ددغوقیدو لپاره پوښتنه ده : چيري؟ پرکوم ځای؟ پرکومي خوا؟
څرنګواله اودډول قیدونه (Modal KoAdverb) : په هیڅ رنګه،څه ناڅه،په خوښی سره،جوړ ،ډېر ، په کراره، ژر ، په اسانۍ،خامخا،ټول،بېخي نه،دغسي، اودغسي نور . ددغو قیدولپاره پوښتنه کېږي : څرنګه؟ څنګه؟څنګه ډېر؟
نورقیدونه : بیابیا،سمدلاسه، وړیا،هسي،په څرګندډول،په لوی لاس اودغسي نور ډېر.
داهغه قیدونه دي،چي دپښتو ژبي په لیکنه کي تره ډېره بریده استعمال لري . دقیدوډولونه بیخي ډېر دي دلته ددغو يوڅولږو یادونه وسوه .
اړتوري یاحرف ربط (Conjuction) هغه کلمي دي،چي دوه عبارته یا دوې کلمې سره وتړي یا یې سره اړې کړي؛لکه څرنګه چي موترمخ هم وویل . اړتوري لکه : او،یا،وروسته،که،تر،ترهغه ځایه،بلکه، اودغسي نور .
ډولونه داړتورو یا حروف ربط(Conjunction) :
اړتوري په جملو کي چي راځي په دوه ډوله دي . لومړی کونیونکسیونونه چي دوې اصلي جملې یا دوې فرعي جملې سره تړي،چي سمه وونکي اړتوري (Koordinierende Conjunktion) ورته وایي . لکه : ولي چي،نو دغه رنګه،او .
دوه برخيزه سمه وونکي اړتوري لکه : یابه . . . یایې، نه یوازي چي . . . بلکه، نه په . . . نه په، کله کله . دغه اړتوري دوې جملې سره تړي،چي په یوه جمله کي یوامکان ښه یي او په بله جمله کي بل امکان ښه يي . دساري په توګه : «يابه ته داموټر رانسي،یايې زه بل چاته ورکوم . » بله بېلګه :
«دی نه په الماني خبري کولای سي اونه په پاړسي پوهيږي . » بله بېلګه : «خوشحال خان خټک نه یوازي چي شاعر وو،بلکي توریالی هم وو .»نور ډولونه دسمه وونکواړتورو لکه : خو(اما)،یا،بلکي،لکه،یوازي،خود،ځکه،نو،کله چي،تر،دغه ډول،
ترهغه ځایه،لاپرېږده،هو،باالکل،اوکنه،پرته له هغه،له دې کبله،نوځکه،ځکه نو .
دوېم ډول داړتورو یا حروف ربط چي دغه دوېم ډول ته (Subordinierende Conjunction) تابعي اړتوري وایي ،چي دغه اړتوري اصلي جمله د فرعي جملې سره تړي . دغه فرعي جمله په اصلي جملي پوري اړه لري . دغه اړتوري په دغه ډول دي .لکه : چي،ولي چي،کله چي،کوم وخت چي،هغه مهال چي،که،ځکه چي،اودغسي نور .
که څه هم لیکوالان دغه فورمول ته لږ کتنه کوي،خوبیا ودغو اړتورو ته په لیکنه کي اړتیا سته .
دتابعي اړتورو په جمله کي په کار وړل . څو بېلګي : «زه انتظار باسم،چي ته نن زما کورته راسې . » بله :
« موږ نن روغتون ته نه ولاړو،ځکه چي هواباراني وه .» اړتوري سته،چي هغوته ربطي قیود وايي،لکه : ځکه،نو،هغه وخت،بیانو، اودغسي نور . ددغو اړتورو په جملو کي او دهغو په سمو ځایوکي په کار وړل حتمي کار دی . ځیني مهال کېداسي،چي په جمله کي دیو او نیم اړتوري څخه سړی تېرسي ،خو دغه دا مانا نه لري،چي اړتوري یا قید دي په جمله کي نه وي .

لیکونکی محمدسرور وکیلي


اخځونه :
۱:- (Deutsche Sprachlehre Jägel) ۹۸ تر۱۱۱ مخونه
۲:- (English Grammar und Test by Jawad Askari) ۱۵۹ تر۱۶۳ مخونه
۳:- (Lehr-u.Übungsbuch der deutschen Grammatik) ۱۳۹تر۱۴۴ مخونه
۴:- دستور زبان فارسی (پنج استاد) ۲۰۶ تر ۲۱۰ مخونه
۵:- (Wikipedia Grammatik)
۶:- دپښتوگرامر جزءاول صدیق الله«رښتین» ۳۷ مخ