د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ليکنه کي «له» که «د»؟

محمدسروروکيلي 07.05.2013 00:04

ګرانوښاغلو لوستونکوزماڅخه غوښتنه کړې،چي هغه لیکنه،چي مي په ۶ .۷ .۲۰۱۲م ک کي ( په لیکنه کي «له » که « د »)ترسریزه لاندي وټول افغان اوبېنواویبپاڼو ته لېږلې وه یوځل بیاخپره سي . نودښاغلو لوستونکو دغوښت سره سم مي ددوېم پلا لپاره بیادغه لیکنه ودغه ښکلو ویبپاڼو ته دخپرولو دپاره واستول . ددې لپاره چي بېخي «څوواریزه» نسي یوڅو نوي تړښتي ټوټکي «ادات » مي دلهجو «ګړدودو » څخه راپیداکړې د ښه پوهاوي لپاره مي دپخوانۍ لیکني سره یوځای کړه . ترمخ تر تړښتي ټوټکوڅولهجه یي ټوټکو ته راځم : لکه : ( څخه؛ نه؛ ځني ) دغه ټوټکي چي په لهجو کي په کاروړه کیږي ددغو دروسرو مانا یوه ده . لکه چي وایي : ( له کوټې څخه راووځه = له کوټې نه راووځه = له کوټې ځني راووځه . ) ځیني لهجي « څخه » ځیني بیا « نه » او ځیني بیا «ځني» پکار وړي؛څرنګه چي موپه بولګه کي ولیده . د « له » او «د » توپیرونه په لاندي لیکنه کي په ښه ډول سوي دي؛ خودلته ئې لنډه یادونه کوم . « د» په پښتوژبه کي اضافي حالت ښیي لکه : ( داحمد کتاب .) دلته « د » اضافي حالت ښیي . ( دمیاشتي څوکریه اخلې .) دلته ارتباطي حالت ښیي . « له » له یوې خوا ظرف مکان دی،چي وایي : ( له کوره بهرمه ځه .) – (له کابله راغلم . ) ارتباطي حالت ئې لکه : ( له هغوضامِن واخله . ) - ( له پلاره مه خوابدی کېږه!) اوداسي نور . څرنګه چي پورته وویل سوه په پښتوژبه کي ګډ یاتړښتي ټوټکي (prepositions ) سته؛ هم دغسي په نوروصنعتي ژبوکي تړښتي ټوټکي شتون لري . ټوټکي هغه توري دي چي پخپله ځانګړې مانا نه لري،خو دوې ګړي سره تړي اوخپله ورستې ګړه دبلي ګړي سره پوره کوي اوکه دغه اضافي توری نه وي جمله نه پوره کيږي یاني نيم ګړې به وي او مانا نه ورکوي . لکه : ( تاته وایم ) دغه د « ته » ادات چي په دغه جمله کي نه وي جمله مانا نه لري .
« د » یو خپلواکه ټوټکی دئ که دغه ټوټکی له « سَره » یا « څخه » سره راسي تړښتي یاګډټوټکۍ جوړه وي . لکه : « د. . . سره » دواړه ټوټکي دي چي یوګډټوټکی ئې جوړ کړی دی بولګه : ( دپلار سره دي یوګړی کښېنه . ) یا ( دبریالي سره مه ځه . ) - بل ګډټوټکۍ « د . . . څخه » لکه : ( د اکبر څخه قلم واخله . ) یا( داکبر نه قلم واخله . ) نور ګډټوټکي لکه : « له . . . څخه »؛« له . . . سره »؛ « له . . . نه » بولګه : « له . . . څخه » تفضیلي صفت هم جوړه وي . لکه : « سرپ له اوسپني څخه دروند دی . » یا وایو : « سرپ تر اوسپني دروند دی . » یا « دی له تا نه تکړه دئ . » « له دغي ښځي سره ځوی دئ . » دلته حالت ارتباطي ښیي . « بیا . . . سره » بولګه
« بیا زماسره ځې؟ » یا « کله سره » بولګه : « کله سره ګورو؟ » په پښتو ژبه کي ګډ ټوټکي ډېر دي . تړونکي
( قید ) او ټوټکي هم ګډ سره راځي . دغه څو بولګي دټوټکو اوګډ ټوټکو دلهجو څخه دلته وښوول سوه . لاندي هغه دپخوانۍ لیکنه ده .
«د» او «له» دواړه ټوټکي (حرف اضافي) (Prepositions) دي،چي په زمان او مکان (temporal,local) پوري اړه لري . په ځینو لهجو کي ډېر د «د» څخه کار اخلي او په ځینو نورو کي بیا د «له» څخه ډېر کار اخلي او دغسي په لیکنګ کي هم ځیني مهال پر سم ځای باندي نه وي استعمال سوي . «له» او «د» دواړه په پاړسي کي د «از» مانا لري او په انګلیسي کي د (of , from) مانالري او په جرمني کي د (von , aus) مانا لري . پاړسي ژبي د«از» حالت اضافي (Genitiv) څخه دومره کار نه اخلي . دساري په توګه د«ازمن » پر ځای د «زېر» څخه کار اخلي . نه وایي،چي «کتاب ازمن» د دي پر ځای وایي «کتابِ من» موږ ادات اضافي سم وایو: « زما کتاب» موږ دلته دملکي ضمیر (Possessive pronoun) څخه کار اخلو. او په جرمني ورته (mein Buch) او په انګلیسي ورته (my Book) وایي . په پښتو ژبه کي په ارتباطي اضافي یاني (connective case) لومړی داضافي علامه بیا نوم مضاف الیه او وروسته یې مضاف راځي . لکه په دې جمله کي: « د انور کتاب » «د» داضافي نښه ده، انور مضاف الیه او کتاب مضاف دی . کله چي دغه نومځۍ
« ضمیرونه» (Pronouns) لکه : (مي،دي، یې، مو) راسي نو «د» نه راځي . ( خوله مي خوږه کړه . خبره دي خپله ده . کتاب یې دلته دی . کار مو خپل دی .) دلته ارتباط اضافي د ډېرو مطالبو لپاره په کار وړه کېږي او ډېر ډولونه لري . لکه : اضافي ملکي او اضافي تخصیصي . اضافي ملکي هغه دی چي انسان یې مضاف الیه وي او د څښتنتوب وړ وي . لکه : « د احمد کور .» او په اضافي تخصیصي کي مضاف الیه بېله انسانه بل شی مضاف الیه وي، چي د څښتنتوب وړ نه وي . لکه : « دباغ مېوه .» چي مېوه په ځانګړې توګه مخصوصا د باغ ده . اونور دغسي اضافي هم سته چي یوازي یي بېلګي راوړو. لکه : دکابل ښار په پاړسي ورته «شهرِ کابل» او په انګلیسي کي ورته « the city of Kabul» او په جرمني کي ورته « die Stadt Kabul » وایي . په پښتو کي اضافي حالت (Genitiv) «د» او په پاړسي کي «زیر ِ» او په انګلیسي کي «/from of » او په جرمني کي « des, der » مضاف (Genitiv)دي خو دلته یې په پورته بېلګي کي بېله آرتیکله ښېيي .اویا په پښتو کي وایو: « د زرو ګوته » او په پاړسي کي « انگشترطلا ی » او په انګلیسي کي ورته « « Golden ring » the Ring of gold » او په جرمني ورته « goldener Ring » وایي. «د» مو دګرامري له لحاظه ولید، چي اضافي ملکي څښتنتوب ښېیي خو خوا،لور یا اړخ نه ښېیي . که څوک و پوښتي، چي له کومي خوا راځې ځواب به دا وي، چي له کندهاره راځم که فرضا څوک ووایي، چي د کندهاره راځم سمه به نه وي .
« له » حالت ارتباطي (connective case) دی . که چیري یو نوم له دغو ادات ارتباطي سره راسي نو دغه نوم دارتباطي حالت لري . لکه چي ووایو: « له کوره راغلم . » دلته په دغه ځای کي کور په حالت کي د ارتباطي دی او « له » د فعل سره د راغلم ارتباط ورکوي . بله بېلګه ګورو،چي ظرفي خوا لري .
په پښتوکي : « ته له کابله راځې؟ » په پاړسي کي : « تو از کابل می ای؟ » په انګلیسي:
« Do you com from Kabul? » په جرمني: «? Komst du aus/von Kabul » دلته وینو چي د پښتو د«له» سره د پاړسي ژبي «از» د انګلیسي ژبي « from » اود جرمني ژبي « aus/von » یو شی دي .
دی خپل لوست له شنبې څخه پیله وي . « او درسش را از روز شنبه شروع میکند» [ He begins his lesson from Saturday.]- جرمني(Er beginnt sein Unterricht am Samstag .) اوس یي په نور بېلګو کي هم ګورو . « له » د « تر» مانا هم ورکوي . لکه : «له غمه غریبي ښه ده . خو داسي هم ویلای سو: ترغم غریبي ښه ده .» یا وایو « له موره بل څوک خوږ نشته . یا داسي: تر مور بل څوک خوږ نسته . » د ده کور چیري دی؟ « د» دلته علامه د مضاف ده . دی له کوره راغی . «له» ارتباط ښېیي . دلته په کار دي، چي وکتل سي «د» اضافي حالت ښېیي او «له » ارتباطي حالت ښېیي، چي پر خپل ټاکلي ځای په کار وړه سوي دي .
او سې زماني او مکاني اړخ ګورو . د ساري په توګه : سبا د شنبې ورځ ده؛ دی له ننګرهاره راځي . د موټرو کاروان «له » ښاره تېر سو . د ځغاستي لوبه داتلولۍ له معیارونو څخه بلل کېږي . د نړۍ دهېوادنو په ټولو اساسي قانونو کي دا ماده راغلې، چي : « دانساني کرامت درناوۍ کول حتمي کار دی . »
رحمان باباوایي : لـــــه اولـــــه بــــندګــــــي بـــیـــا آزادي ده که مقصود د آزادۍ لرې غلام شه
دصیاد له وحشتونو خپل سر خلاص کړه لکه مرغې خانګي پخپله رام شه
ده دغه ناروغي له پخوا څخه لرله . ستا له لیاري کولای سو،چي خپل کار ترمخ بوزو . « له » دنورو ټوټکو (Prepositions) سره راځي او تړښتې ټوټکي جوړه وي . لکه : له سره، له ښه مرغه، له کومه، له واره، له ورایه او دغسي نور . مکاني پوښتنه : له کوم ځایه راځې ؟ له کامې څخه راځم . مهالي پوښتنه : نن کومه ورځ ده ؟ نن د شنبې ورځ ده . عبدالحمید ماشوخېل وایي : له هغه صیاد حمید وساته خدایه
چي یې لومه کړه د رب ثنا سپاس
دمیرزا حنان کلام : دفلک دباغوان لاس دپرېکېدو دی پرجهان چي دبېلتون تخم کاره
ګُل ورقي دخپل ځان ورکړې وباد ته چي لیدلی ستادمخ دخط رقم دی
«له » د « ته » ځای هم نسي . لکه : «دی له ډاره ځان ته بلا اخلي . » یا « دی له ډاره ځان له بلا اخلي . » دی ګرشک ته ځي . ځیني بیا داسي هم وایي : « دی ګرشک له ځي .» په لیکنګ کي د «د» او « له » په لیکنه کي يې توپیر پام غواړي .

لیکونکی محمدسرور وکیلي
اخځونه :
۱:- Wikpedi
۲:- پښتوګرامرجزءاول پوهاند صدیق الله «رښتین » ۱۰۸ او ۱۰۹ هم مخونه
۳:- تست وګرامر انګلیسی نګارش جواد عسکری
۴:- Duden die Grammatik