د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مثنوي

محمدسروروکيلي 08.03.2012 12:05

کله بهارکله خــزان ســــي دادژوند بــدلون و ګوره
چي زړېږي نــه پــوهیږي،دا نــا خـــبــر اوړون و ګـــوره
ژوندپـــر ســـر ده د اوبـــو پــاڼه، پــورته کښته کیـــږي
داهـــــر لــــــور تــــه چـــي روانه، انســان نــه په پوهیږي
ځواني تېریږي خوډېرژر،ولـــي مغــرور یې پــه ځـــان
راځــي بیــا نــه دامــهـــال ،کــه هــرڅــه وکــړې پــه ځـــان
هیڅ به پوه نه سي پــه ځـــان،سوڅنګه تېردغه دوران
ارمــــان اودرېـــغه درېـــــغه تش خـیالونه راوړي زیان
دځوانۍبــهارچـــي تېـــرســـي دپېرۍ خزان یې راسي
ټول ګلونه سي هم مړاوي،د بڼ ښکلاتې خزان را سي
داټــول ویـــل مــي ځـــان ته، بـــل ته نه نیســـمه ګـــوته
غــونډکارونه د اســمان دي،هــر ناخـــواله ورته جوته


لیکونکی محمدسرور وکیلي