د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د(ول مصدر ) پکار وړل

محمدسروروکيلي 06.01.2014 20:52

د(ول) وتونکځی یامصدرپه ډېرو نورو ژوبوکي هم بې قاعدې اوقوي مصدر دی . په الماني ژبه کي ورته (sein)وایي اوپه انګلیسي کي ورته (to be)وایي . د(ول) مصدریولازمي (Intrasitive)مرستندویي یاني معینه مصدر دی،چي دنورومصدرود تیرو زمانو په ګرادان کي مرسته کوي .دساري په توګه : (زه تللی یم .) په ماضي يي قریب کي . په ماضي بعیدکي : (زه تللی وم .) لیدل کیږي،چي د(تلل مصدر) په ګران کي د(ول مصدر) په مرسته دواړي ماضي زمانې جوړي سوي .داګران د یوه لازمي مصدر وو په دوتیرومهالوکي .اوس ئې ګردان په متعدي( وتونکځي)کي ګورو . د(خوړل وتونکځی) دساري په توګه : (ماډوډې خوړلې ده .)داپه ماضي قریب مهال کي پېښه سوې ده .اوس په ماضي ئې بعیدکي : ( ماډوډې خوړلې وه .) یاني دپښتوژبي ټول لازمي او متعدي (وتونکځیونه)ماضي مهالونه ئې د(ول مصدر)په مرسته ګردانيږي . په الماني ژبه کي د (ول)یاني د (sein)مصدر دځینو لازمي مصدرو دماضي بعیداوماضي قریب دمهالو په جوړولوکي مرسته کوي . لکه : (تلل) = (gehen)سره . ماضي قریب ئې
(Ich bin gegangen.)او ماضي بعیدئې (Ich war gegangen.)په انګليسي کي د (ول مصدر) یاني
( to be)داستمراري زمان اومجهول (passive)جوړولو لپاره پکار ځي . د(لوستل مصدر) حال اسمراري ئې : (I am reading.)څرنګه چي لیدل کيږي دغه مصدر په هره ژبه کي خپل ځانګړی استعمال لري . هره ژبه خپل ځانګړتیاوي لري . دغسي هم دپښتو ژبه خپل ځانګړتوب لري . که موږ د(ول) دمصدر ګردان وګورواو دهغه پکار وړل په لیکنه کي وګورو توپیرسره لري . زه نه پوهېږم،چي پکاروړل د
(ول مصدر) هم په موافقه (جوړجاړي)سره سوی اوکه دګرامرله مخي سوی دی . زه چي د(ول مصدر)ګردان کورم خو (ول) نه پکښې راځي . د(ول مصدر) ګردان : [زه یم -- ته یې -- دئ دی -- دا ده -- موږ یو -- تاسویاست -- دوی دي .] دحال زمانه . [زه وم --- ته وې --- دئ وو --- دا وه --- موږ وو --- تاسو واست --- دوی وه .] مطلق مهال . دلته نو (ول) چیري دی،چي په ځینو لیکنو کي لیکل کیږي،چي [دوی ول ]؟
په پاړسي کي (ول) = (بودن) ژباړه کيږي؛خودوی هم کامل مصدر پکار نه وړي بلکي مصدر سم ګردانه وي . [بودم--- بودی --- بود --- بودیم --- بودید--- بودند . ]ماضي زمانه؛ دلته خوپه ګردان کي هم مصدر نه ښکاري . یوازي المانان په جمع کي د«موږ» او«تاسو»دضمیرونوسره پخپله مصدر پکاروړي . موږ په ګردان کي د(ول) مصدر پکار نه وړو .المانان وایي : (Wir sind --- Sie sind.)داڅرنګه چي بې قاعدې مصدر دی د(sein)مصدر نه څرګندیږي؛ خوالمانان په دغو پورته دو ضمیرونوکي مطلق په نېغه مصدر په ګردان کي راولي . دادالمانۍ ژبي خصوصیات دي . هغه بیا دپښتوژبي ځانګړتیا ده .
په ځینومقالوکي لیکلي وي . دساري په توګه : « دوی پرخپل ځایو ول .» دغسي جمله په لهجو کي نه تر غوږه کيږي اودلهجوپه لیکنه کي نه ترسترګو کيږي . زموږ نننی اوراتلونکې معیاري ژبه به د«ګړدودونو» څخه راځي نه د نیولوجستي څخه . افراطي نیولوجستي نه ده ښه؛خو « ضروري نیولوجستي » پکار ده؛ په دې شرط چي ګړه یاني کلام ئې ادبي ښکلا،ګرامري بنسټ او دپښتو ژبي دلهجو پښویه پکښې ولیدل سي . که دانه وي هربدلون به دپښتوژبي په تاوان او په نقصان وي . خپل عیب دوږو منځ دی نه لیدل کيږي؛زه فکرکوم،چي نیولوجستان دانه ویني؛ خو بل څوک ژر ورته ځیرکيږي او ویني ئې .ما په خپل هري لیکني کي دنیولوجستانوڅخه دغه غوښتنه کړې ده،چي په جوړولو کي دلغتوافراط و نه کي . داځکه چي په پای کي به سوچه لرغونې پښتوژبه مړه وي اوپرځای بې بله ناکاره ژبه منځ ته راسي،چي هغه به هم ژرله منځه ولاړه سي؛نوپه دغه ډول به ئې پښتو له منځه وړې وي . نیولوجستي چي ترحده واوړي نوساري ناروغي سي ژبه هم ورسره ناروغې سي . ددې ناروغۍ درملنه بایدوسي،داځکه چي دنیولوجست هره ګړه چي خوښه نسوه پرځای ئې بله ګړه جوړه وي . موږبایدزیاروباسو،چي ددغي ناروغۍ مخه ونیسو .
هرکله چي موددې ناروغۍ مخنیوی وکی؛نودناسمولیکلو اوناسموکلمو نه په امان کیږو .
په ځینو مقالوکي لیکلي وي . دساري په توګه : « دوی کولای شول چي کابل ته راسي .»
کولای؛ خندلای؛ خوړلای؛تللای؛ چيښلای اونور دخپلومصدرو څخه راغلي کړني دي،چي دشول دمصدرسره یوځای کيږي یومرکب مصدر جوړه وي،چي جمله ئې تریوځایه التزامي ده . اوس ئې مرکب مصدرونه ګورو: [ کولای شول؛ خوړلای شول؛ تللای شول]اونور .
په جمله کي :[دوی کولای شو چي راسي . ]دغه جمله که څه هم مثبته ښکاري خومنفي ده .« دی نه دی ورغلی .» [موږکولای شو؛ تاسو کولای شوای؛ دوی کولای شو.]
ارواښادخدای (ج)بخښلي دپښتوژبي بابا«رښتین» پخپل (پښتوګرامر جزء اول) په۲۳۶ مخ کي لیکي : [مصادرپښتوازروي استعمال چندحکم وحالت ذیل رادارا میباشد--- ۱)مصادر پښتو دارای حکم جمع مذکربوده وهمه افعال،صفات ورابط باآن بصورت جمع مذکراستعمال میگرددچون : هره ورځ وهل ټکول ښه نه وي . زیات خوړل ضررلري . لیدل کتل موسره وشوه .] یاني دمصدر څخه دنامه،ستایني په ډول کاراخستل کيږي نودجَمعيّ مذکرپه ډول راځي .لکه چي وایي : کتل په سترګو؛ اورېدل په غوږو کیږي .
دپښتومتمم اومرادف مصدرونه ډېر دي؛خودغه لاندي څلورچي ډېر استعمال لري اودنورو مصدرو سره راځي ګورو. لکه : «کېدل = شول او کول = کړل» . دغه مصدرونه په ګردان کي یوبل سره تکمیله وي .په جمله کي ئې پوره مصدر نه راځي . لکه : [کیدل؛شول اویاکول؛کړل ].
په پښتو ژبه کي دوه مصدره پرله پسې راځي . لکه : [تړل کېدل؛ وهل کېدل؛ غورځول کېدل] اودغسي نور . خوددغو په ګردان کي يوازي کېدل ګردانیږي اودسرمصدرئې پخپله مکمل راځي لکه : [ غل وهل کیږي . پسه تړل کيږي ] اونور . دغه جملې مجهولي (passive)جملې دي . دلته کېدای سي، چي دمتمم مصدره نه په تیر مهال کي کار واخستل سي . که د «کول» سره مصدر راسي؛نو جمله معلومه (active) وي . لکه :
[ وهل کول؛وېشل کول؛غولول کول؛ کتل کول] اونور . ددغو مصدروڅخه «کول »ګردانیږي اوپه تېرمهال کې دمتمم مصدر «کړل» څخه کاراخلي . لکه : په تېرمهال کي : [ تاوېشل کړي؟ ؛ تاغولول کړي! ] اودغسي نور .
اوپه بله لیکنه کي مي ولوسته : [مادوی ته خپل معلومات وړاندي کړل .] زما په آندښه به داوي، چي داسي ولیکل سي : [ ماخپل معلومات وړاندي کړه .] چي مصدرئې « وړاندي کول » دي .
دلاندي جملو پرځای به ښه وي،چي داسي ولیکل سي له یوه مخه ټول غله ول له یوه مخه ټول غله وه مامعلومات وړاندي کړل مامعلومات وړاندي کړه په صنعتي هېوادوکي کېدلای شول په صنعتي هېوادوکي کېدای سي یاکېدای شي دوی ښه خلک وودوی ښه خلک وه --- موږ ښه خلک وو ډېرلیکونکي د(وه) او (وو) توپیر نه کوي . حال داچي ډېر توپيرسره لري . دپښتوژبي دمصدرو بحث ډېر پېچلی بحث دی ښه به داوي،چي دارواښادپوهاند«رښتین» «پښتوګرامر جزء اول» وکتل سي . په پښتو ژبه کي ټوله دماضي زمانو فعلونه طابع دمذکرو اود مؤنثوصېغو دي یاني که مفعول مذکر وو فعل یوډول ویل کیږي که مفعول مؤنث وو فعل بل ډول ویل کیږي .لکه : د«لیدل مصدر» ماضي مهال :
[ ما داليده،چي راتله .] - [مادی لیده،چي راتی .] - [مادالیدلې وه،چي ناروغې وه .] -
[مادی لیدلې وو،چي ناروغی وو. ]


اخځونه :
۱ــ پښتوګرامر جزء اول پوهاندصدیق الله «رښتین»
۲ــ تست وگرامرانگلیسی نگارش جوادعسکري
۳ ــ گرامر زبان آلمانی دکتر نصرالله حریریان
۴ ــ DUDEN Die Grammtik دچاپ کال ۱۹۷۳


د