د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دتوتينامې څخه کيسه

محمدسروروکيلي 01.12.2013 14:11

راغـــی جـبــرائـیــل وحضــرتي سلیـمان ته
ویــل راستــولــی یــم الله داِنــعام ســـره وتاته
راکـــــړي دي الله دا دژونـــد اوبــه وتــاتــه
کـــه دا وچـیـښې ئې بــه تــرابــده ژوندی پاته
کــــې نــه چيښې ته به مــرې پــرخپل زمان
اخـــتــیـــار دي خـــپـــل کـــه داکــوې کـه آن
پــیــغـمـبــرډېــرپوه اوزیــرک پـرخــپل مقام
وې ویـــله جـــبـــرئیــل تـــه اې عـــالـي مقام
زه کــړمــه سلا له خــپـل پـوهـانوهوښیارانو
بـــیـــابه ځـــواب درکــړم چـي څه ویل یارانو
هــوښیـارنودمجلس کړه سلا دچيـښولـوداوبو
مــــرغـــــانــــوالــــوتــوکوهـم سلاکړه د اوبو
په ژووکي ږیږګی راغی ومجلس ته په تازه
ده واخـــستــل له پــیــغـمبــره دخبــرو اجازه
وویـــل ږیــږګــي: اې حـضـرتي پـیـغمبـره!
مـــاته اجـــازه کــا،چي ودي پــوښتمه معـتبره
پــیغـمبرویل ږیـږګي تـه: ده وهرچاته اجازه
دســـلا لـــپــاره ټــول راغــلي پـه دغــه آوازه
داخــاص اوبــه الله یــوازي تــاتـه راستولي؟
کــه ستــاکوراومجلسیانوته ئې هم دي فرمایلي
کـې ټــوله وچيښۍ مجلس به جوړوي ترابده
سات به دي هم تېروي هم به خوښ ئې ترابده
کــې ته یـوازي وچيښې نـوته به ئې ژوندی
دانـــوربـــه درنـــه لاړشــي ته به پاتي یکړی
دژونــداوبه چـيـښل یـوازي ماته اجازت دی
الله راکــــړی مـــاتــــه تـــنها دغـه عـزت دی
اې ږیــږګــی یه! ډېــرهــوښیـــار اوبـا ادبـه
ســـتــا ســلا اومــشوره ده تــرټــولــو مُجَربّـه
نــه چـیـښم اوبـه سلا مي ستا بــیـا خـوښه ده
ږیـږګی یـه! ئې هـوښیارخبره ستا ښه نخښه ده